CRI Online

جنګ جو د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د مهم تجارتي ښار د ابادۍ په هڅه کې دی

cri     (GMT+08:00) 2017-12-14 10:18:59


دری زره پنځه سوه کاله مخکې، چينايانو د اوسني هه نان ولايت جنګ جو ښار ته نژدې ښار جوړ کړی و، اوس دغه ځای د نړيوالې سوداګرۍ يو مهم ځای ګرځيدلی دی چې له بېلا بېلو هېوادونو څخه وارد شوي موټرونه، د ښځو د ښکلا توکي، د شيدو پودري او بهر ته صادراتي الکترونيکي سامانونه، جامې، د لوبو شيان، د سينګار توکي او نور زيات مالونه د جنګ جو ښار د اوسپنيزو لارو، سړکونو، او هوايي لارو په شبکو کې د ليږد راليږد په حال کې دي. جنګ جو د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د مهم تجارتي ښار د ابادۍ په هڅه کې دی.

((لومړی اواز))

د جنګ جو د ځمکني بندر ګروپ د کانتينرونو په سټېشن کې، د تيان جين ښار د يوې تصدۍ کارکوونکی پي چانګ مينګ د هغو مالونو د څېړلو په حال کې و چې تازه د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکي اورګاډي له لارې د المان له هانبورګ څخه جنګ جو ته رسيدلي و. ياده تصدۍ د چين په شمال د بندر په ښار کې پرته ده، خو د پټلۍ ټرانسپورت د اسانتياوو له امله يې پريکړه وکړه چې د جنګ جو له لارې خپل مالونه صادر کړي. نوموړي وويل

(( د اوسپنيزو لارو ټرانسپورتي لګښت د هوايي لارو په نسبت کم دی او سرعت يې د سمندري لارو په پرتله چټک دی. د سمندري لارو ټرانسپورت عموما دوه مياشتې نيسي، خو له جنګ جو څخه د اوسپنيزو لارو ټرانسپورت شاو خوا څلور اونۍ نيسي چې نيم وخت کميږي.))

جنګ جو د چين په منځ کې پروت دی او د چين له نورو عمده ښارونو څخه څه نا څه د يوې ورځې واټن لري، د اوسپنيزو لارو، سړکونو، سمندري او هوايي لارو ټرانسپورتي شبکې يې بشپړې دي، نو دغه ځای د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د نړيوالو مالونو د ليږد راليږد يو مهم مرکز ګرځيدلی دی چې له جنګ جو څخه اروپا ته باروړونکی اورګاډی هم پکې مهم رول لوبولی.

د جنګ جو د ځمکني بندر شرکت په يو سيستم کې د مالونو د ليږدولو په اړه د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو د اړتياوو پېغامونه د رغښتلو په حال کې دي. د دې شرکت مرستيال منيجر شه ون سون خبريال ته وويل

(( دغه وخت وګورئ، لس بجې او څلوېښت دقيقې، لس بجې او اوه دېرش دقيقې، لس بجې او شپږ دېرش دقيقې، د مالونو ليږدونه روان نه وه. هره ورځ شاو خوا دری سوه تړونونه تر سره کيږي. پخوا د يوې مياشتې شمېر څه باندې سل و. زياتره هدفونه اروپا، المان، پولند، ايټاليا او فرانسه هېوادونه دي او په مالونو کې عالي برقي سامانونه، اي ټي، موټرونه او فالتو توکي، ځانګړي مواد او خوراکي شيان شامل دي. ))

د دوه زره څوارلسم کال په جون مياشت کې د جنګ جو او لوکزامبورګ ترمنځ د ټاکلې مودې هوايي ټرانسپورتي کرښه پرانيستل شوه. د دې هوايي لارې له پيل راهيسې د اروپا د شيدو توليدات، عضوي خوارکي مواد او د مشهورو مارکونو توکي د چين د منځنې سيمې بازارونو ته ننوتلی دی، په عين وخت کې د هه نان ولايت ځانګړي توليدات او کرهڼيز توکي اروپايي او امريکايي بازارونو ته ننوتلي دي. د دغې هوايي لارې په اړه د لوکزامبورګ لومړی وزير زاويل بيټيل وياړ دی.

(( ډېر خوشحاله او وياړم چې د لومړي وزير په توګه لومړۍ تر سره شوې دنده د هه نان د هوايي پانګونې شرکت او د لوکزامبورګ د هوايي ټرانسپورت شرکت ترمنځ همکاري پوره کول و. په پيل کې مو هره اونی دوه يا څلور باروړنکي الوتکې درلودې، اوس هره اوونی پنځلس باروړونکې الوتکې د جنګ جو او لوکزانبورګ ترمنځ تګ راتګ کوي. ))

د ټاکلي پلان له مخې، جنګ جو به په ۲۰۴۹ کال کې د نړيوال تجارتي ښار په توګه وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای