CRI Online

په ۲۱۰۱۷ کال کې د چيني مارکونو د ګرځنده تلېفونونو صادرات زيات شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-11 23:01:54


د چين د حکومتي او بازاري سازمانونو له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، په داسې حال کې چې د ګردې نړۍ په بازارونو کې د ځيرکو ګرځنده تلېفونونو شمېر ټيټ شوی، په ۲۰۱۷ کال کې د چيني مارکونو د ګرځنده تلېفونونو صادرات په څرګنده توګه زيات شوي دي چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۳.۹٪ زيات شوي. د کارپوهانو په اند د چيني بازارونو له مړښت وروسته به بهرني بازارونه د ګرځنده تلېفون توليدوونکو چيني تصديو د سيالۍ عمده ډګر وګرځي.

د اې ډي سي په نوم د معلوماتو د څېړلو له يو امريکايي شرکت څخه راغلي شمېرنې دا ښيي چې په تېر کال کې د ګردې کرې د ځيرکو ګرځنده تليفونونو برابروونکو عموماً يو مليارډ څلور سوه دوه اويا مليونه او څلور سوه زره ځيرک ګرځنده تلېفونونه پلورلي چې دا شمېر په تېرو لسو کلونو کې په لومړي ځل ټيټ شوی چې د ۲۰۱۶کال په نسبت ۰.۱٪ کم شوی. د چين د مخابراتي صنعت کارپوه شيانګ لي ګانګ وويل، چې د نوي نسل کليدي مخابراتي تکنالوژۍ نوي نسل د رامنځته کېدو ورووالی د نويو ګرځنده تلېفونونو له اخيستلو سره د مشتريانو د علاقې د کموالي عمده سبب دی.

(( په ۲۰۱۷ کال کې ۵ جي نه دی رسيدلی، د ۴ جي ځای پر ځای کول بشپړ شوي. نور ځيني تخنيکونه چې د بېلګې په توګه، د مشتريانو لپاره د نويو تلېفونونو د اخيستلو هيله نه شي هڅولی. ))

د چين د صنعتي او معلوماتي چارو وزارت د شمېرنې له مخې، تېر کال چين په عمومي توګه يو مليارډ نهه سوه مليونه ګرځنده تليفونونه توليد کړل چې له دې جملې څخه يو مليارډ څلور سوه مليونه ځيرک ګرځنده تليفونونه وو. د يادولو وړ ټکی دا دی چې د صادراتي چيني ګرځنده تلېفونونو شمېر د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۳.۹٪ زيات شوی و.

د کارپوهانو په اند، د هواوې، يي ټي سي، شياو مي، ويوو، اوپو او ټيکنو په شمول چينيي مارکونو د توليداتو د تحقيق او توليد، د چلوونکي سيستم د بشپړوالي، اعلان او خرڅلاو په برخو کې ډېر کوښښونه کړي او ګام په ګام يې په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې پېژندنه ګټلې. که ځه هم د چين او امريکا په بازارونو کې موړښت رامنځته کيږي، د هند او جنوب ختيځې اسيا په شمول نويو څرګندېدنکو بازارونو کې د چيني ګرځنده تلېفونونو د شمېر زياتوالی چټک دی. د ګرځنده تليفونونو چيني ټولنې سرمنشي رئيسه سکرټر وانګ يان هوی وويل

(( د بېلګې په توګه د هند په بازارونو کې شياو مي ۲۰٪ برخه، ويوو او اوپو له ۷٪ سلنې څخه تر ۸٪ سلنې پورې برخه نيولې ده. په تېر يو کال کې په بازارونو کې د چيني مارکونو انډول ډېر لوړ شوی دی.))

د اې ډي سي شرکت شمېرنې ياد خبر هم تاييد کړی دی. په ۲۰۱۷ کال کې د جنوبي کوريا سامسونګ د ګردې کردې د ګرځنده تلېفونونو په بازارونو کې د ۲۱.۶٪ سلنې برخې په نيولو سره لومړی ځای نيولی و، د امريکا اېپل د ۱۴.۷٪ برخې په نيولو سره دوهم ځای نيولی و، خو د يادو دوو مارکونو د ګرځنده تلېفونونو د خرڅلاو د زياتوالي انډول دواړه له ۲٪ څخه ټيټ و. هواوې د ۱۰.۴٪ برخې په نيولو سره درېيم ځای ونيوو، خو د خرڅلاواندازه يې د ۲۰۱۶ کال په نسبت ۹.۹٪ زياته شوې. د اوپو او شياو مي د خرڅلاو د زياتوالي انډول دواړه له ۱۰٪ څخه لوړ و.

د اټکل له مخې، په ارتلونکې کي به د سامسونګ، اېپل او چيني مارکونو ترمنځ سيالي سختيږي.

د چين د مخابراتي صنعت کارپوه شيانګ لي ګانګ وويل، چې بهرني بازارونه به د راتلونکې سيالۍ عمده ډګر وي

((د ۴ جي ګرځنده تلېفونونو د اخيستلو څپه ارامه شوې، ۵ جي به له ۲۰۲۰ کال وروسته رامنځته شي، نو په روان او راتلونکی کال کې حالت د خوشبينۍ وړ نه دی، چيني تصدۍ بايد له يوې خوا کورني بازارونه ونيسي، له بلې خوا بايد بهرنيو بازارونو ته ننوزي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای