CRI Online

د موزيم اقتصاد

cri     (GMT+08:00) 2018-04-19 19:53:59

په بېجينګ کې د امپراطوري ماڼۍ موزيم


وروسته تر هغه چې په تير دسمبر مياشت کی د ملي خزانې په نوم هنري تلويزيوني پارچې نندارچيانو ته وړاندې شوې ، موزيمونه په انترنيټ کې د ګڼ شمير ليدونکو او لوستونکو لخوا د پاملرنې وړ ګرځيدلي دي . دا پوښتنه رامنځته شوې ده چی د مصارفو په توده څپه کې د هنري چارو او هنري صنعت ترمنځ برابري څنګه ساتل شوې ده ،يا په بله ژبه د موزيم اقتصاد څنګه دی؟

د شميرنې له مخې د وړم کال تر پايه پورې په چين کې څلور زره اته سوه درې اويا لوي يا کوچني موزيمونه د خلکو پر مخ پرانيستي وو چې د دوه زره پنځلسم کال په پرتله يو سلو يو اتيا نور زيات شوي وو . وړم کال په ټول هېواد کې ديرش زره ډول ډول نندارتونونه ترسره شوي دي . خو د امپراطوري ماڼۍ موزيم مشر شان چي شيان په اند يوازې کم شمير نندارتونونو زيات نندارچيان جلب کړي دي.

که څه هم د ملي خزانې او زه په امپراطوري ماڼۍ کې تاريخي اثار ترميموم په نومونو تلويزيوني پارچو په خپرولو سره ډير نندارچيان موزيمونو ته تللي ، خو د ليدونکو شمير او ارزيابي د ليدونکو اړتياوې په پوره توګه نشي بشپړيدای. د شان شي ولايت د موزيم مشر چيانګ يو وويل چې زموږ په موزيم کې يو مليون اوه لکه لس زره تاريخي شيان ساتل شوي دي چې دغه تاريخي اثار د چين د تاريخ استازيتوب کوي ، خو په هر نندارتون کې ايښودل شوي تاريخي اثار کم دي او په سلو کې نوي برخه تاريخي شيان په ګدامونو کی ساتل شوي دي . دا مسئله زموږ لپاره د پلټنې او څيړنې وړ ده چې څنګه د ساتل شويو تاريخي اثارو ارزښتونه ساتل شوي دي. نو زيات موزيمونه د خپل موزيم د بنسټيزو تاسيساتو د بشپړولو يا ښکلي کولو په هڅه کې دي . د بېلګې په توګه د امپراطوري ماڼۍ په موزيم کې په دريو کلونو کې د يو لک څلورو زرو اتو سوو مربع مترو په مساحت يو سلو پنځه ديرش موقتي ودانۍ لېرې شوې او دننه په امپراطوري ماڼۍ کې يو زرو څلور سوه نوې څوکۍ درول شوي دي . د هو بي ولايت په موزيم کی دا ازموينه ترسره شوه چې روبوټونه د نندارچيانو لارښوونه کوي او توضيحات ورکوي . ددې موزيم مشر فانګ چينګ وويل چې د چين د عصري کېدو سرعت ډير چټک دی ، خو هنري چارې يې هم بايد ښه پرمختيا ومومي . د مثال په توګه د ياد موزيم کلنی ليدونکي پخوا دري لکه تنه وو ، خو اوس دغه شمير دوو مليونو تنو ته رسيږي .

د شانګهاي موزيم مشر پانګ جي ګانګ وويل چې نندارتون ټولنې ته د موزيم لخوا برابر شوی عام کار دی، څو خلک له تاريخ او هنر سره اشنا شي . پوښتنه دا ده چې که د نندارتون له جوړولو څخه ګټه نشي اخيستلی ؟ په اقتصادي ساحه کې د موزيم اقتصاد شتون لري چی دغه ډول اقتصاد دا مانا لري چې د موزيم د ښيګڼو او اقتصادي ارزښتونو او د سيلانيزو او کولتوري چارو د يو ځايښت اقتصادي شکل دی. د مثال په توګه د بريتانيا د سياحت ادارې د برابرې شوې شميرنې له مخې په دوه زره ديارلسم کال کې ديرش مليونه تنه سيلانيان بريتانيا ته تللي او يو پر دريمه برخه يې له موزيمونو او ګالريو ليدونکي وو چې له امله يې په يوه موده کې د موزيم اقتصاد د بريتانيا د صادراتو د ستون په توګه رول لوبولی و. نوله دوه زره شپاړسم کال څخه د بريتانيا زياتېدونکو موزيمونو د ټکټ پلورلو څخه ګټه اخيستې ده . د ټکت پلورلو څخه د ګټې اخيستلو په هکله د چين د امپراَطوری مانۍ د موزيم مشر شان په دوه زره ينځلسم کال کې ويلی وو چې امپراطوری ماڼۍ نندارچيانو ته اوه زره ډوله هنري توکي برابر کړي او د همدی کال په لومړی نيمايي کې يې د يادو توکو له پلورلو څخه اوه سوه مليونه يوانه ګټه اخيستې ده چې دا له يو سلو مليونو امريکايي ډالرو سره برابر دی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای