CRI Online

د امريکا او چين مسلکي استازي: يوازې د همکارۍ له لارې ګډې ګټې تر لاسه کېدای شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-01 15:14:12


د اپريل په اتلسمه نېټه، د ۲۰۱۸ کال د پولي چارو او بنسټيزو تاسيساتو د نړيوالې همکارۍ فورم په نيويارک کې د بلومبرګ خبري اژانس په مقر کې تر سره شو. په داسې حال کې چې د امريکا او چين ترمنځ تجارتي کشاله ورځ تر بلې سختيږي، د ياد فورم ګډون کوونکو سياسي او سوداګريزو شخصيتونو او مسلکي استازو په اند، يوازې د همکارۍ له لارې ګډې ګټې تر لاسه کېدای شي.

په همدې ورځ د امريکا او چين د حکومتي چارواکو، د تصديو د لوړ پوړو اداري کارکوونکو او د پولي مسلکي کسانو په شمول څه باندې دريو سوو تنو په نوموړي فورم کې ګډون درلود.

د بلومبرګ خبري اژانس بنسټګر او د نيويارک پخواني ښاروال ميکېل بلومبرګ په خپله وينا کې وويل، په دغه کليدي وخت کې د فورم تر سره کول د دواړو هېوادونو د سوداګريزو برخو ترمنځ د خبرو او همکارۍ د پياوړتيا لپاره مهم ارزښت لري. نوموړي وويل، چې د ټرمپ حکومت د چين په شمول د نورو هېوادونو په مقابل کې يو لړ سوداګريزې کشالې جوړوي، دغه پريکړې د خلکو د ارادې پر خلاف دي. د امريکا سوداګريزه برخه بايد له امريکايي حکومت څخه غوښتنه وکړي چې سمدلاسه له دغو غلطو تګلارو څخه لاس واخلي.

(( هغه نوې سوداګريزې تګلارې چې د واشينګټن له خوا د جوړېدو په حال کې دي، د امريکا اقتصادي پرمختګ، د استخدام زياتوالي او نوښت ته به زيان ورسوي او د چين په شمول له نورو هېوادونو سره به اړيکې ترينګلې کړي. موږ به د ياد حالت پېښېدو ته اجازه ور نه کړو. امريکا له نورو هېوادونو څخه نور زيات ګمرکي ماليات اخلي، نور هېوادونه به متقابل تدبيرونه ونيسي. موږ سوداګريزه جګړه نه غواړو ، هيله لرو چې له تجارتي ملګرو په تيره بيا چين سره همکاري پياوړې کړو. ))

بلومبورګ پر دې ټينګار وکړ چې د امريکا او چين ګټې تړلې دي، دواړه خواوې د يو بل په اقتصادي سمسورتيا کې مهم رول لري. بر سيره پر دې، د امريکا او چين ترمنځ همکاري د اقتصادي پرمختګ، سوداګرۍ، امنيت او اقليمي بدلون په برخو کې له نړيوالو ننګونو سره د مبارزې لپاره مهم ارزښت لري.

په امريکايي وچه کې د چين د خلکو بانک دفتر استازې سونګ شيانګ يان په خپله وينا کې د فورم مېلمانو ته د پولي اصلاحاتو او ورخلاصون د ژوروالي په برخه کې د چين نوي تدبيرونه وروپېژندل او د امريکا پانګه اچوونکو ته يې په ياده برخه کې د ګډون بلنه ورکړه.

(( د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د چين د خلکو بانک مشر يي ګانګ د ۲۰۱۸ کال د بو او په اسيايي فورم کې اعلان وکړ چې چين به په پولي برخه کې ورخلاصون لا پياوړی کړي، اړوندې نوې تګلارې او تدبيرونه د پلي کېدو په حال کې دي. دا به د بهرنيو پانګه اچوونکو لپاره په چين کې د خپلو چارو د پراختيا نوې کړکۍ خلاصه کړي. هيله لرم چې تاسي دغه فرصت ونيسي. چين به ستاسو له مسلکي پوهنو او تجربو څخه ګټې واخلي،تاسو به د چين لخوا له برابرو شويو فرصتونو څخه ګټې واخلي. ))

د امريکا د ټرانسپورت پخواني وزير انتوني فوکس په ياد فورم کې وويل، د سيمه ييزې همکارۍ په برخه کې د امريکا او چين ترمنځ د همکارۍ پټ قوت لوی دی.

(( زما په اند چين د امريکا د بنسټيزو تاسيساتو په برخو کې د پانګونې زيات فرصتونه لري. امريکا د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په هڅه کې ده، او زياتو پانګونو ته اړيتا لري، د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو او صنعتي برخو پانګه اچوونکي پکې ګډون کولی شي.))

د چين او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ د عمومي ټولنې مشر او به امريکا کې د چين بانک د فرعي څانګې مشر شو چن وويل، دا په تاريخي او حقيقي لحاظ تاييد شوې چې ښې سوداګريزې اړيکې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو مهمه بنسټيزه ډبره ده او دواړو هېوادونو او خلکو ته يې زياتې ګټې رسولې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای