CRI Online

د چين تصدۍ د رواندا د سړکونو په ابادۍ کې مخکښ رول لري

cri     (GMT+08:00) 2018-07-25 10:14:29


رواندا د افريقا په مرکز کې پروت دی چې زيات غرونه او لوړې ژورې لري، دغه هېواد د زرو غرونو هېواد په نامه هم شهرت لري. په ۱۹۷۴ کال کې د چين د سړکونو او پلونو پروژو شرکت چې په هغه وخت کې د چين د ترانسپورت وزارت د بهرنيو مرستندويه چارو دفتر و، د رواندا په پروژو کې ګډون کړی و. له تېرو ۴۴ کلونو راهيسې په رواندا کې د نوموړي چيني شرکت لخوا د جوړو شويو سړکونو اوږدوالی د دې هېواد د سړکونو په عمومي اوږدوالي کې ۷۰ سلنه نيسي، نو ويل کيږي چې چيني تصديو د رواندا د قير لويو لارو په ابادۍ کې مخکښ رول لوبولی دی.

اوس د رواندا په ښارونو کې سړکونه هوار، پراخ او پاک دي، د دغو ښارونو زياتره سړکونه د چين د سړکونو او پلونو پروژو شرکت له خوا جوړ شوي دي. له پلازمينې کيګالي څخه لوسومو ته غځېدلی سړک په رواندا کې د نوموړي چيني شرکت له خوا لومړی جوړ شوی سړک دی او عمومي اوږدوالی يې ۱۶۰ کيلومتره دی. که څه هم د دغې پروژې له بشپړېدو څخه ۴۰ کاله تير شوي، خو حالت يې لا هم ښه دی او د افريقا د نمونوي سړک په نوم شهرت لري.

د ۳۶ کيلومترو په اوږدوالي د کيګالي ښاري سړک پروژه چې په ۲۰۱۱ کال کې د چين د سړکونو او پلونو پروژو شرکت له خوا بشپړه شوې وه، د کيګالي له ښاري حکومت څخه د ښار د ښکليتوب لپاره د غوره خدمت جايزه تر لاسه کړه. په رواندا کې د نوموړي شرکت د دفتر عمومي منيجر لي جيان بو په يادې پروژې وياړي. نوموړي په رواندا کې شل کاله کار کړی، هغه د دې شرکت او د رواندا د حکومت او خلکو ترمنځ د نژدې همکارۍ په اړه وويل

(( د رواندا حکومت زموږ پر شرکت اعتبار لري، زموږ شرکت هم د رواندا پر حکومت اعتماد کوي. ولې موږ په دې هېواد کې دومره زيات وخت پاتې شوي يو؟ ځکه زموږ د پروژو کيفيت ښه دی، بله خوا په ځايي خلکو کې زموږ د شرکت د پېژندنې بنسټ ښه دی. دوی زموږ شرکت خوښوي، ځيني ځايي وګړي له موږ سره کار کوي. ))

۵۹ کلن ځايي کارکوونکی وينسنټ د چين د سړکونو او پلونو پروژو په شرکت کې ۳۵ کاله کار کړی، پخوا د ده پلار هم په دې چيني شرکت کې کار کاوه. اوس د ده ۲ زامن د دې شرکت کارکوونکي دي. وينسنټ خبريال ته وويل

(( د دې شرکت د کار پر اتکا مې خپل ماشومان روزلي، د طبي بيمې، د واده مراسمو د تر سره کولو او د خپل کور د جوړونې په چارو کې مې له دغه شرکت څخه مرستې اخيستلي. زما پر معاش زما ماشومانو د پوهنتون ښوونه بشپړه کړې ده. ګټې يې دومره زياتې دي. چين د سړکونو او ودانيو د ابادۍ په شمول زياتو برخو کې له رواندا سره مرستې کړي او کوي يې. ))

ټکسي چلوونکی فيليکس چې د رواندا له سړکونو سره بلد دی، د چيني شرکت له خوا د جوړو شويو سړکونو ستاينه کوي. هغه وايي

(( د چينايانو له خوا د سړک جوړونه چټکه او ښه ده، کيفيت يې ښه دی. له زياتو کالونو استعمال وروسته د دې سړکونو حالت لا هم ډېر ښه دی. دغه سړک وګورئ، او هم زموږ د هېواد نورې زياتې لويې لارې لېدلی شئ ډېرې ښې جوړې شوې دي. ))

د معلوماتو له مخې، په تېرو ۴۴ کالونو کې د چين د سړکونو او پلونو پروژو شرکت په رواندا کې له ۳۰ نه زياتې پروژې پشپړې کړي، د سړکونو عمومي اوږدوالی يې له ۱۲۰۰ کيلومترو نه زيات دی چې د دې هېواد د قير لويو لارو په عمومي اوږدوالي کې له ۷۰ سلنې څخه اوښتی دی. اوسمهال د ۵۴.۵۶ کيلومترو په اوږدوالي د کيګالي ښار د سړکونو د بشپړېدو پروژه روانه ده چې پانګه يې د چين د وارداتو او صادراتو بانک پر غاړه او پروژه د چين د سړکونو او پلونو پروژو شرکت پر غاړه ده.

د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په رڼا کې د چين او رواندا ترمنځ د همکارۍ په اړه ښاغلي لي جيان بو وويل

(( د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له وړاندې کېدو وروسته په دې هېواد کې د چيني تصديو کار و بار زيات شوی، د چين بڼه لوړه شوې ده. د رواندا خلکو وليدل چې زموږ د پروژو کيفيت د اروپايي شرکتونو په پرتله بد نه دی، مهمه دا ده چې له چين سره د دوی پېژندنه ژوره شوې ده. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای