CRI Online

د چين په شينجيانګ کې اقتصادي پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2019-07-31 21:28:32

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې رئيس رئيس شويکيرات ذاکر د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې په ۲۰۱۸ کال کې د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د توليداتو عمومي ارزښت ۱۲۰۰ مليارډو يوانو ته ورسېد چې دې رقم د شينجيانګ د تاريخ لوړ ريکارډ جوړ کړی.

نوموړي په مطبوعاتي غونډه کې په خپلو خبرو کې وويل، چې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰ کلونو راهيسې شينجيانګ د اقتصاد په برخه کې برياليتوبونه تر لاسه کړي او د بېلا بېلو قومونو ژوند يې ښه کړی دی.

(( د شينجيانګ عمومي اقتصادي اندازه د ۱۹۵۲ کال له ۷۹۱مليونو يوانو څخه د ۲۰۱۸ کال مليارډو ۱۲۰۰ يوانو ته رسېدلی چې دا رقم د توکيو د بيو له لوړوالي پرته د پخوا له ۲۰۰ چندو سره برابر دی او د زياتوالي منځنی کلنی انډول ۸.۳ سلنه دی. د ښاري او کليوالو اوسېدونکو منځني عايدات په جلا جلا توګه د ۱۹۷۸ کال له ۳۱۹ او ۱۱۹ يوانو څخه د ۲۰۱۸ کال ۳۲۷۶۴ او ۱۱۹۷۵يوانو ته رسېدلي چې د زياتوالي منځنی کلنی انډول يې په جلا جلا توګه ۱۲.۳ سلنه او ۱۲.۲ سلنه دی. د جامو، خواړو، استوګنې او ټرافيک په برخو کې د بېلا بېلو قومونو د خلکو شرايط ډېر ښه شوي، هغه پخوانی ژوند د تاريخ برخه شوی چې خوراکي مواد او جامې کافي نه وو او د برېښنا او اوبو کمبود او ټرافيکي خنډونو شتون درلود.))

شويکيرات ذاکر وويل، چې اوس په شينجيانګ کې ټولنه ثابته ده، اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی، بېلا بېلو قومونه يو لاس دي او مذهبي چارې آرامې دي، د بېلا بېلو قومونو خلک نيکمرغه ژوند کوي او بېلا بېلې چارې په سمسوره توګه روانې دي. شينجيانګ د تاريخ په تر ټولو ښه پرمختيايي پړاو کې دی.

شينجيانګ د اسيايي او ارويايي وچو په مرکز کې واقع دی او هم د ورېښمو د پخوانۍ او اوسنۍ لارې مرکزي سيمه ده. شينجيانګ په ۲۰۱۴ کال کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې په توګه له ټاکل کېدو وروسته په دې هڅه کې دی چې د خپل جغرافيايي امتياز په کارولو او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ د فرصتونو په نيولو سره ورخلاصون پياوړی کوي، تر څو د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې دندې پلې کړي او لويديځ ته د چين د پرانيستنې رول ولوبوي. په ۲۰۱۸ کال کې د شينجيانګ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۲۰ مليارډه امريکايي ډلره و چې دا رقم د ۱۹۵۰کال له ۱۴۸۱ چندو سره برابر دی. د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې مرستيال رئيس جانګ چون لين د دې سيمې د راتلونکي پرمختګ په اړه وويل،

(( لومړی، د اورومچي ځمکنی بندر به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند مرکزي سيمې د يوې نښې په توګه اباد شي. دوهم، د کاشغر انکشافي سيمه او خورګوس انکشافي سيمه به جوړه شي. درېيم، د منسوجاتو او جامو، الکترونيکو توليداتو او د سوداګريزو توکو د ليږد راليږد په شمول به د دوهم او درېيم صنعت پرمختګ به وهڅول شي. د پرانيستي اقتصاد د ابادولو له لارې به د شينجيانګ عمومي اقتصادي پرمختګ او د صنعتي جوړښت بدلون او لوړوالی رامنځته شي. موږ به د شينجيانګ د لسګونو بندرونو په کارولو سره د بندرونو او سرحدي سيمو پرمختګ چټک کړو او په بېلا بېلو برخو کې به د ورخلاصون سويه لوړه کړو. ))

په شينجيانګ په تيره بيا د شينجيانګ په جنوبي سيمه کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو دندې درندې دي او اړوند کارونه د بېلا بېلو ټولنو د پام مرکز ګرځېدلی دی.جانګ چون لين په دې اړه وويل، چې د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې بېوزلی نفوس ۸۱۷ زرو اوسل تنو ته کم شوی او د بېوزلۍ انډول د ۲۰۱۳ کال له ۱۹.۴ سلنې څخه ۶.۱ سلنې ته ټيټ شوی. شينجيانګ د کاري او صنعتي پرمختګ له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې برياليتونه تر لاسه کړي دي.

(( شينجيانګ د ځنګلونو او مېوو د روزلو صنعت د پرمختګ لپاره هلې ځلې کړې، زموږ خرما او چارمغزان په چين کې تر ټولو باکيفيته دي چې دا کارونه د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره ګټور دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای