CRI Online

د افغانستان د کرهڼې او مالدارۍ چارو حکومتي مامورين : د چين د مالدارۍ او کرهنيزو چارو د پرمختګ تجربې د زده کړې او مطالعې وړ دي

cri     (GMT+08:00) 2019-11-26 16:37:14

د چين د هه بۍ ولايت په باو دينګ ښار کې د نومبر په يوولسمه نېټه د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مامورينو روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد او د پای مراسم يې د همدې ورځې په سهار په باو دينګ ښار کې ترسره شول. دغه روزنيز ورکشاپ د چين د سوداګرۍ وزارت لخوا طرحه او د هه بۍ د زراعت پوهنتون لخوا عملي شوی او پکې د افغانستان له کابل، خوست، هلمند، لوګر او څو نورو ولايتونو څخه د ياد هېواد د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ۲۴ کار کوونکو ګډون کړی و.

 دوی په دغه روزنيز ورکشاپ کې څه زده کړي او څه لاسته راوړنې لري؟ له دوی سره د سي ار ای غږيزه مرکه واورئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای