CRI Online

د مزدورۍ لپاره بهر ته د کليوالو ليږدونه د شينجيانګ د کليوالو سيمو د شتمنېدو يوه ښه لاره ده

cri     (GMT+08:00) 2011-11-25 14:04:56

په دې وروستيو کلونو کې د مزدورۍ لپاره بهر ته د کليوالو ليږدونه د شينجيانګ د کليوالو سيمو د شتمنېدو يوه مهمه لاره ګرځېدلی ده.

هر کال د منی موسم د شينجيانګ د پمبې شکولو ښه وخت دی. د هوتان سيمې د قاراقاش ولسوالۍ په مسافر وړونکي سټېشن کې ډيره ګڼه ګوڼه ده. هره ورځ د بېلا بېلو علاقه داريو او ولسواليو څخه راغلی بزګران په دې سټېشن کې د بس انتظار کوي او ور پسې به دوی د پمبې ټوکولو لپاره د ئاقسو، کورلا په شمول ځايونو ته ولاړ شي. يو کليوال خبريال ته وويل (اواز)

زه به ئاقسو ته ولاړ شم او هلته د دوو مياشتو لپاره پمبې وټوکوم.

د هوتان سيمې د کېريه ولسوالۍ د لنګر کلی بزګر ايديس عبدالله هر کال د پمبې شکولو لپاره لوپنور ولسوالۍ ته ځي. تېر کال په دوو مياشتو کې يې اته زره يوانه پيسې ګټه تر لاسه کړېده. سږ کال به هغه له خپلې مېرمن او ګاونډيانو سره يو ځای پمبی وشکوي. هغه خبريال ته وويل (اواز)

موږ دواړه له پنځو کلونو راهيسې هر کال د پمبې ټوکولو لپاره لوپنور ولسوالی ته ځو. پخوا به هره ورځ مو څلويښت يا پنځوس کيلو ګرامه پمبې ټوکولې، اوس د تجربې په زياتېدو سره هره ورځ موږ سل کيلو ګرامه پمبې ټوکولی شوو. اټکل کېږی چې سږ کال به لس زره يوانه پيسې تر لاسه کړو.

اوس د شينجيانګ قومي بزګران د شينجيانګ په بېلا بېلو سيمو کې د پمبې ټوکولو عمده ځواک ګرځېدلی او دوی په دغو سيمو کې د پمبې ټوکوونکو د کمښت د لېرې کولو لپاره ستر خدمتونه تر سره کړيدي. د هوتان سيمې اويغوري ځوان محمد علي او دده د کورنۍ غړي د پمبې ټوکولو لپاره ئالار سيمې ته راغلي او تېر کال دوی هر تن د پمبې ټوکولو له لارې اته زره يوانه پيسې لاس ته راوړې. محمد علي خبريال ته وويل (اواز)

خاوند موږ ته ډېر ښه چلند کوي چې زموږ لپاره يې خوراکونه او د استوګنې ځايونه تيار دي. احساس مو دا دی چې لکه په خپل کور کې يو، موږ به هرومرو د زياتو پيسو د ګټلو لپاره په ښه توګه د پمبې ټوکولو دندې تر سره کړو.

پر موسمي مزدورۍ سربيره، شينجيانګ د بزګرانو عايداتو د زياتولو لپاره نورو ځايونو ته د دوی لېږدونې ته ډېرې پاملرنې کوي او د کليوالو د کاري توان د لوړولو لپاره يې ډېر کوښښونه کړی او کوي. اوس د ملي لږکيو ډېر زيات بزګران پخپله خوښه د کاري ټکنالوژۍ، قانون او ژبې په کورسونو کې ګډون کوي او د ازموينو تر بريالۍ وروسته د مزدورۍ لپاره د بېجينګ، شانګهای او ګوانګ جو په شمول لويو ښارونو ته وليږل شی. اوس دا د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې د بزګرانو د شتمنېدو يوه مهمه لاره ده. د بورتالا مغولي خپلواکې سيمې جک ولسوالۍ په دې برخه کې يو ښه مثال دی. د ولسوال مرستيال هه پې های وويل (اواز)

د يوې شمېرنې له مخې، په ٢٠١١ کال کې زموږ ولسوالۍ يوويشت زره دوه سوه تنه د مزدوری لپاره بهر ته ځی او عايدات يې له سلو مليونو يوانو څخه اوښتی دی. اوس په کليوالو سيمو کې د اضافي شويو بزګرانو د روزنې انډول اتيا سلنې ته رسېدلی. اوس روزل شوي بزګران د مزدورۍ لپاره نه يوازې له ولسوالۍ څخه د هېواد منځنيو سيمو او لويو ښارونو ته بلکې نورو هېوادونو ته هم ليږل شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای