CRI Online

د قزاقي مالدارانو په خولو ښه ډاکتر لي جن شي

cri     (GMT+08:00) 2011-11-24 14:14:55

د چين د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د اورمچی ولسوالۍ په تيان شان غره کې،يو ښه ډاکتر چې لي جن شي نومېږي ، د ديرشو کلونو راهيسې دده د غوره طبي مهارت او اخلاق په درلودلو سره د ځايي مالدارانو لخوا ډېر وستايل شو..هغه د اورمچی وسلوالۍ د توري علاقدارۍ د روغتيا مشر لي جن شي دی.

لي جن شي داسی معمول سړی دی چې ونه يې دومره جګه نه ده،مخ يې لږ څه تور دی.که څه هم هغه درې پنځوس کلن دی ، خو په ظاهره يو سپين ږيری دی او عمر يې ښايي له شپيتو کلونو څخه هم اوښتی دی.هغه قزاقي نه دی ، مګر د اوږدې مودې لپاره له قزاقي مالدارانو سره د يو ځاي ژوند له امله قزاقي ژبه ښه ويلی شي.

لږه موده مخکې،لي جن شي چې د ناروغانو د درملنې په لاره کې ،د باې جيان کلي د قزاقي مالدار بې شان بيک سره مخامخ و، اوه شپيته کلن باې شان بيک لکه له خپلوان سره د لېدو په شان ورسره د غېږې روغبړ وکړ.دوی د تيرې پيړۍ د اوومې لسيزې په پيل کې اشنا شول.په هغه وخت کې لي جن شي تازه له ګان سو ولايت نه شينجيانګ ته ورسيد او د باې جيان په کلي کې يې د ډاکتري دنده په غاړه درلوده.له دې امله چې زياتره کليوال قزاقيان دي ،لي جن شي په قزاقي ژبه هېڅ نه پوهېده ، نو له باې شان بيک نه د قزاقي ژبې په زده کړې پيل وکړ.د تيرۍ پيړۍ د اتمې لسيزې نه وروسته،لي جن شي د توري علاقدارۍ په روغتيا کې وګمارل شو او په نولس سوه او نويم کال کې د اوسني روغتون د مشر په حيث وټاکل شو.

د توري علاقه داری د تيان شان غره په دره کې واقع ده،طبي شرايط يې ډېر خراب دي.لي جن شي په نولس سوه دوه نويم کال کې يو موبايل تيلفون واخيست،کله چې د ناروغ تيلفون راغی ، سمدلاسه يې د درملونو بکس پر شا تړلی او د ناروغ کور ته لاړ.باې شان بيک وويل، هر کله چې موږ ده ته ټېليفون کوو،هغه ژر راځي .د اورمچی ولسوالۍ چارواکي يي چينګ هم ويلي،که وګړي په ناروغۍ اخته وي، د فوري معالجې مرکز ته ټېليفون نه کوي، يوازی ډاکتر لي ته ټېليفون کوي ، زموږ په نظر هغه د فوري معالجې مرکز دی ، نو موږ پر دې ډير اعتماد او باور لرو چې دا هم دده تر ټولو ستاينه هم ده .

په تيرو څو لسو کلونو کې،لي جن شي د دوو لکو ځايي وګړيو درملنې کړيدي.هغه روغتيا خپل کور بولي.د دوه زره او لومړی کال په ژمي کې،يوه ولادي ښځه د زياتې وينې د بهيدو له امله د ژوند له خطر سره مخامخ شوه ، خو په روغتون کې د عملياتو شرط نه و.لي جن شي په داسی حال کې چې د هوا د حرارت درجه يې له صفر څخه دېرش درجې ټيټې وې ، دغه ولادي ښځه د اورمچی ښار لوي روغتون ته وليږله چې له نيکمرغه ښځه يې له مرګ څخه وژغورل شوه.

مالداران زياتې غوښې او مالګې خوري او کم سبزي ، نو زيات مالداران د خون فشار او د زړه او دماغ په ناروغيو اخته دي .لي جن شي د دغو ناروغيو د درملنې لپاره دقيقه څيړنه وکړه او برياليتوبونه يي وګټل . يوه ورځ يوه اويغوري ښځه اول ګلي پناڅاپه پر ځمکه وغورځوله .کله چې لي جن شي د دې کور ته ورسيد،د زړه درزا او نبض يې ودرېد.لي جن شي په خپلو تجربو له اول ګلي سره بيړني مرسته وکړه چې په پاي کې اول ګلي د مرګ له پولې څخه وژغورل شوه.

له دی نه برسيره،لي جن شي شپيته زره يوانه بيوزليو ناروغانو ته بسپنه وکړه . مثلا په کلي کې د هوې قوم يو سړی دی چې ماې شين فو نوميږي،لس کاله مخکې،د ده لور د زړه حملې له امله عملياتو ته اړتيا درلوده.خو کافي پيسې يې نه درلودلې،نو ماې شين فو لي جن شي ته مرسته وغوښتله.لي جن شي بې له تذبذبه د اورموچی په ښار کې د خپلو همصيفانو او ملګرو سپارښتنه وکړه چې له.ماې شين فو سره مرسته وکړي . په پاي کې د لږو پيسو په لګولو سره دده لور ناروغی جوړه شوه .اوس د ماې شين فو لورد يو ماشوم مور ده .ماې شين فو هم يو راستوران خلاص کړ او ژوند يی ښه شوی دی .هغه له لي جن شي نه ډېره مننه کوي او وايي چې پخوا زما کور له ډېرو ستونزو سره مخامخ و،حتی د ماشومانو د درملنې پيسې مې نه درلودې.اوس زما ژوند ښه شوی دی ..زه له ډاکتر لي نه ډېره مننه کوم.

پروسږ کال د چين دولتي شورا لي جن شي ته په لوېديځو سيمو د ابادۍ په بهير کې د وتلي خدمت جايزه ورکړه .له دې امله چې لي جن شي د توري په علاقه دارۍ کې دندې ډېرې درنې دي،د علاقه دارۍ مشر ورته وړاندېز وکړ چې د سيمې روغتون ته انتقال شی ، خو.لي جن شي دغه وړانديز رد کړ.او و يې ويل،د توري علاقه دارۍ وګړي له ما نه،زه هم له دوی نه شي بيلېدای.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای