CRI Online

نجلۍ چې د فلج شوي پلار د ښې پالنې په عين وخت کي خپلې زده کړې ته دوام ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2011-11-24 14:26:40

د شينجيانګ د قزاقي خپواکې ناحيې د هوو چنګ په ولسوالۍ کې يوه نجلۍ ده چې جو يي پينګ نوميږي،د پنځو کلونو راهيسې يې د فلج شوي پلار د ښې پالنې په عين وخت کي خپلې زده کړې ته دوام ورکړ.

د جوو يي پينګ پلار جوو زای وو نوميږي،د هوو چنګ ولسوالۍ د سلبراک علاقه دارۍ کليوال دی.هغه په دوه زريم کال کې په يو ډول عجيبه ناروغۍ اخته و چې په نتيجه کې ونه يې له يو سلو اتيا سانتي مترو څخه يو سلو پنځوسو سانتي مترو ته ټيټه شوېده .ډاکتر ويلي چې د ده ناروغی د هډوکو د نرموالي له امله راپيدا شوېده.د ناروغۍ د معالجې لپاره يې خپل کور خرڅاوه.خو د ده ناروغی لاهم نه ده جوړه شوې چې په اخر کې فلج شوی دی.په دوه زره او پنځم کال کې د ده ښځه د نهيلۍ له کبله له کوره وتلې ده.له هغه وخته نجلۍ جوو يي پينګ يوولس کلنه وه او د کور ټول کارونه يې پر غاړه واخيستل.له هغه وخته جوو يي پينګ هره ورځ نه يوازې ښوونځي ته ځې،بلکې د خپل پلار پالنه يې هم کوي .څو چې خپل درسونه پای ته رسيږي،هغه لومړی ماشومه ده چې له ټولګي نه منډه کوي او بيرته کور ته راځي.هر کله چې د سبزو اخيستلو او کار کولو لپاره بهر ته ځي،له کوره لېری نه ځي.ځکه چې پلار يې په هر وخت کې د دې مرستې ته اړتيا لري.

په وروستيو کلونو کې دوي دواړه د څو سوو مرستندويه پيسو شپې ورځې تېروي .اوسمهال نجلۍ جوو يې پينګ د منځني ښوونځي دوهمې دورې ته ننوتله او د دوبنۍ رخصتۍ په موده کې يې ښوونځي ته نژدې لس مربع متره کوچنۍ کوټه کرايه کړېده څو چې د خپل پلار ښه پالنه وکړي. بختوره خبره دا ده چې د ښوونځي ادارې نه يوازی ددې تدريسي لګښت معاف کړی ، بلکې ورسره يې کومک هم ورکړی دی. جوو يي پينګ وويل زه به په زده کړه کې زياته هڅه وکړم او د ښو برياليتوبونو په وسيله به د هر هغه تن د احسان بدله مجرا کړم چې زما سره يې مرسته کړې ده .

کله هغه خبر چې جوو يي پينګ د خپل پلار د پالنې په عين وخت کې خپلې زده کړې ته دوام ورکوي ، د شينجيانګ د خبري رسنيو لخوا خپور شو ، د هېواد د بيلا بيلو ورځپاڼو ، تلويزيوني او راډيويي سټيشنونو او انترنيتونو لخوا هم اقتباس شوی او ګڼ شمېر ټولنيزو شخصيتونو ور ته د مرستې لاسونه اوږده کړيدي څو چې دوي دواړه د خوارۍ او غريبۍ له غمجن حالت څخه وژغورل شی. يو سړي چې د خپل نوم د اخيستلو ډډه يي وکړه ، په خاص ډول د جوو يي پينګ او ددې پلار د حال احوال پوښتنه وکړه او يو زر يوانه پيسې يې ورکړې . هغه داسی وويل چې له انټرنيټ څخه دغه خبر ولوست او اغيزمن يم او غواړم چې ددوي سره مرسته وکړم . که څه هم زما توان کمزور دی ، خو که د ټولنې ټول شخصيتونه د مرستې لاسونه اوږدوي ، ددوي ژوند به څه نا څه ښه شی.

د ټولنې د زياتې پاملرنې په وړاندی د جوو يي پينګ پلار سترګې له اوښکو څخه ډکې دي او داسی وايي چې له دغو ښو کسانو څخه ډيره مننه کوم . جوو يي پينګ هم وايي چې هيله لرم چې پلار مې ژر جوړ شی ، ځکه چې هغه لس کلونه د ناروغۍ په دردونو کې ډوب شو

د پنځو کلونو لپاره فلج شوي پلار ته د جوو يي پينګ دقيقه پالنه د ځايي حکومت لخوا ډيره وستايله شوه . د هوو جينګ ولسوالۍ حکومت پرېکړه وکړه چې تر وسې پوری دغه کور ته مرستې برابرې کړي.اوس د جوو يي پينګ د کور کرايه د حکومت لخوا تاديه کېږي.د ولسوالۍ د ملي وحدت ښوونيز صندوق هر کال د جوو يي پينګ د زده کړې لپاره پنځه زره يوانه برابروي.

د جيانګ سو ولايت يو روغتون د جوو يي پينګ پلار طبي معاينه کړې ده . حتی د ولسوالۍ د ګوندي کميټې مشر وانګ جين جيې هم ژمنه وکړه چې له جوو يي پينګ سره مرسته وکړي اوس جوو يي پينګ هيله لري چې د خپلو کوښښونو په وسيله د ټولنې احسان بدله مجرا کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای