CRI Online

د خليج هيوادونه د چين د نينګ شيا د هوې قوم خودمختارې سيمې کرنيزو توليداتو ته اړين دي

cri     (GMT+08:00) 2011-12-30 17:11:54

د دوه زره او يوولسم کال په مني کې،د چين او عربي هېوادونو تر منځ د تجارت دوهم فورم د چين د نينګ شيا د هوي قوم په خپلواکه سيمه کې تر سره شوه.څه دپاسه څلور زره چيني او بهرني سوداګران د تجارتي فرصتونو د پيدا کولو او د سوداګريزې همکارۍ په باب د خبرې اترې کولو لپاره د دغې سيمې په مرکز ين چوان ښار کې راغونډ شول.

ين چوان ښار د نړيوال تجارتي مرکز بېلا بېل تالارونه له ډول ډول توليداتو څخه ډک و. ډير سوداګران د اسلامي خوراکونو په تالار کې د کرهنې په باب د تجارتي فرصتونو د پيدا کولو په غرض له سعوي عرب ، د عربي اماراتو له اتحاديې او قطر څخه چين ته رسېدلي دي.

د خليج د همکارۍ کميټې په اړه شپږ هېوادونه يعنی د عربي اماراتو اتحاديه ،بحرين،سعودي عربستان،عمان،قطر او کويټ په وچو پورې تړلي هېوادونه دي او د کرلو وړ ځمکې ډېرې لږې دي او حتی يو سيند هم پکې نه تېرېږي .د عربي اماراتو اتحاديه کې،د کرلو وړ ځمکو مساحت په ټولو ځمکو کې يوازې څلور سلنه .په سعودي عربستان کې دغه شمير دوه سلنه،په قطر کې پنځه عشاريه اوه سلنه نيسي.خو په نوموړو هېوادونو کې،نفوس په مسلسله توګه زياتېږي.د معلوماتو له مخې،په دوه زريم کال کې،د دغو شپږو هېوادونو د نفوسو شمير دېرشو مليونو،په دوه زره او لسم کال کې نهه دېرشو مليونو ته رسيدلی دی.خو په دوه زره او دېرشم کال کې،دغه شمير ممکن تر اته پنځوسو مليونو څخه هم زياتېږي.

د طبيعي او جغرافيايي چاپيريال سختوالی او د نفوسو زياتوالی په دغو شپږو هېوادونو کې د حبوباتو د کمولو عمده علت دی.د اوږدې مودې راهيسی په نوموړو هېوادونو کې،اتيا سلنه غلې دانې او خوراکونه له نورو هېوادونو نه وارد شويدي.

د دوه زره او اتم کال په جنورۍ کې،د سعودي عربستان حکومت پرېکړه وکړه چې تر دوه زره او شپاړلسم کال کې د هېواد د غنمو کرهنه بنده او حبوبات يوازې له بهرني هېوادونو نه وارد کړي. پخوا،د سعودي عربستان بزګرانو د زيرزميني اوبو په کارولو سره د کرلو وړ ځمکو ته اوبه ورکړي.خو هر کال د زيرزميني اوبو استعمالولو لګښت پنځو مليارډو امريکايي ډالرو ته اړتيا لري.يو ټن غنم د يو زر او پنځو سوو ټنو زيرزميني اوبو په مصارفو توليديږي. د روانې پيړۍ تر نيمايي پورې به د دغه هېواد زيرزميني اوبه ختمې شي.برسيره پر دې،کار پوهان دا نظر لري چې له دوه زره او پنځم کال څخه تر دوه زره او پنځه دېرشم کال پورې،د دغه هېواد د نفوسو شمير به له پنځه وېشتو مليونو نه درې پنځوسو مليونو ته زيات شي.د دې تر څنګ،په دغه هېواد کې بهرني کارکوونکي به کال په کال زياتېږي.نو د غنمو او وريجو په شمول حبوباتو ته د سعودي عربستان اړتياوې به هم کال په کال زياتيږي.

د سعودي عرب په شان نور پنځه هېوادونه هم له داسې ننګونو سره مخامخ دي . نينګ شا پراخې حاصلخيزې ځمکې لری او د چين د حبوباتو له دوولسو توليدي اډو څخه شمېرل کېږي ، نو له دغو عربي هېوادونو سره د نينګ شا د همکارۍ راتلونکی روښانه ده . د عربي امارتو د اتحاديې يو ملګري په فورم کې وويل چې نينګ شا د شګمنې ځمکې د ابادولو او د ککړو اوبو د پاکولو په برخه کې ډيرې تجربې لری، د خليج هيوادونه د دغو تجربو زده کړې ته اړين دي .

د نوموړو شپږو هېوادونو او نورو عربي هېوادونو چارواکيو د نينګ شيا د هوې قوم له خپلواکې سيمې او د چين له نورو ولايتوونو او سيمو نه غوښتنه وکړه چې لا زيات حلال شوي خوراکونه توليد کړي،څو چې د دوی ورځ په ورځ زياتيدونکي اړتياوې پوره کړي.د عربي اماراتو اتحدايې د بهرني تجارت وزارت مرستيال عبدالله احمد صالح په فورم کې وويل،له دې امله چې د خليج سيمې او د نړۍ مسليمانانو شمير د زياتېدو په حال کې دی ، د حلال شويو خوراکونو سوداګری هم د پرمختګ له ډېر ښه فرصت مخامخه ده . د سعودي عرب د رياض مشاورت مرکز رئيس ناصر سعيد هيله وکړه چې له نينګ شا او د چين له نورو ځايونو څخه کرنيز توکي او پرمختللي کرنيز تخنيکونه وارد کړي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای