CRI Online

شينجيانګ د خپلو سرچينو د بدلولو سرعت چټکوي

cri     (GMT+08:00) 2012-01-04 16:11:13

له دې سره چې د شينجيانګ له قومول څخه د چين د مرکزي سيمې تر جنګ جو ښار پورې د اته سوه کيلوولت برېښنا د ليږدولو پروژه د حکومت لخوا منظور شوې، د هېواد نورو ځايونو ته شينجيانګ د سرچينو د ليږدولو نوی لارې چارې پرانستل شوېدي .

په شينجيانګ کې چې مساحت يې ډير پراخ دی ، د سکرو څلور توليدي اډې پرتې دي او د قومول سيمه د شينجيانګ د ختيځې دروازې په توګه بلل کېږی او هېواد له سترې برخې سره ډېر نژدې واقع ده، نو دغه ښار ختيځ ته د شينجيانګ برېښنا د ليږدولو لپاره يوه اډه ده.

په هغه پراخه صحرايي سيمه کې چې له قومول څخه دېرش کيلو متره واټن لري، د قومول او جنګ جو ښار تر منځ د اته سوه کيلو ولتو په قوي فشار د برېښنا ليږدولو پروژه همدا اوس د حکومت لخوا منظوره شوه چې په دې توګه د هېواد نوروځايونو ته د شينجيانګ د سرچينو د نقلولو بلې لارې چارې پرانيستل شوې او حکومت هم تر پخوا لا زياتې مرستې ورکړې دي .

اوس د دې پروژې د تطبيق بېلا بېلې تياريانې روانې دي. د قومول ښار د برېښنا ادارې مشر جو ګن فانګ وويل د دې پروژې له لارې نه يوازې د قومول سيمې د سکرو په وسيله برېښنا توليديږي ، بلکې د ځايي دواملرونکې سرچينې مثلا د باد او لمر منابع هم په برېښنا بدليږي چې توليد شوي برېښنا د هېواد نورو ځايونو ته ليږدېدای شي. هغه وويل (اواز)

اوس دغه پروژه پيل شوې او په ٢٠١٣ کال کې به د يو جنراتور او په ٢٠١٤ کال کې د دوه جنراتورونو په وسيله برېښنا توليد او ليږدول شي. دغه شان ددې پروژې په بشپړېدو سره برېښنا له ليری نه په زيات قدرت برېښنا ليږدولی شي. په قومول کې له سکرو څخه توليد شوې برېښنا به د برېښنا انتقالي لين له لارې د هېواد مرکزی سيمې ته ليږدول شي. پرته له دې نه د قومول نورې دواملرونکې سرچينې لکه د باد او لمر انرژۍ په وسيله توليد شوی برېښنا او د سکرو په وسيله توليد شوې برېښنا ټولټال د هېواد نورو ځايونو ته ليږدول شي، دا به د قومول سيمې د دواملرونکې انرژۍ د پوره استعمال لپاره ستر رول ولوبول شي.

د چين له شمال لوېديځ سيمې سره د شينجيانګ د برېښنايي شبکې د يوځايښت لپاره د مهمې پروژې په توګه، د شينجيانګ او د ګان سو ولايت د ګوا جو سيمې تر منځ د اوه سوه او پنځوس کيلو ولتو برېښنا د تقويت او ليږدونې پروژه له يو کال راهيسې په عادي توګه کار کړی او بېلا بېل اطلاعات يې ثابت دي. له دې څخه څرګنديږی چې د شينجيانګ د برېښنا ليږدولو لومړی پروژه په پوره توګه په کار لوېدلې ده. د قومول د برېښنا تقويت د فرعی مرکز نوکريوال کارکوونکي ياو ګاو فنګ وويل (اواز)

د دغه مرکز د په کار لوېدو راهيسې د شينجيانګ د برېښنايي شبکې اعتماد او ثبات پياوړی شوی دی.

د مالوماتو له مخې، د سکرو د ليری واټن ليږدولو په بهير کې د لګښت، هوا او د کنټرول ستونزو په شمول د منفي عواملو له امله، د سکرو انرژۍ د استخراج صنعت له محدوديت سره مخامخ دی.

نو د لوړ فشار برېښنا د ليږدولو پروژې جوړونه د منابعو د بدلولو يوه ډېره مرستندويه لاره ده. د اټکل له مخې، د قومول او جنګ جو تر منځ د لوړ فشار برېښنا ليږدولو پروژې تر بشپړېدو وروسته به هر کال هه نان ولايت ته اوه دېرش مليارډه کيلو واټه برېښنا ليږودل شي او څه نا څه اتلس مليونه ټنه سکاره به د برېښنا توليدولو لپاره استعمال شي.

پر دغه پروژه سربيره، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د قومول او چنګ دو ښار تر منځ د اته سوه کيلو ولتو او د جون تونګ او چونګ چينګ ښار تر منځ د يو زر يو سلو کيلو ولتو لوړ فشار برېښنا ليږدولو پروژې جوړې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای