CRI Online

د ملا ليو شي ينګ ژوند(لومړې برخه)

cri     (GMT+08:00) 2012-01-16 13:10:39

ليو شي ينګ په نولس سوه نهه وېشتم کال کې د هه بې ولايت د ځانګ جيو ښار د منګ نومي کلي په يوه غريبه اسلامي کورنۍ کې زېږيدلی دی.په هغه وخت چين له کورنۍ ترينګلتيا او بهرني تيري سره مخامخ و .برسيره پر دې،په پخوا زمانه کې د مسلمانانو ژوند تضمين نه شو.نو ويل کېږي چې دده د ژوند نيمه برخه د خوارۍ او جګړې په حالت کې تېره شوه تر دې چې په نولس سوه نهه څلوېښتم کال کې د چين د ولسي جمهوريت جوړ شو،دده ژوند ارام او ښه شو.

ليو شي ينګ له نولس سوه شپږ دېرشم کال څخه د قران په قرائت پيل وکړ.شل کاله وروسته،هغه نه يوازې د اسلامي دين د ديارلسو عربي او فارسي مقدس کتابونه ښه لوستلي ،بلکې د چيني ژبې د زده کړې په برخه کې يې هم ستر برياليتوب تر لاسه کړی دی.په نولس سوه پنځه پنځوسم کال کې،شپږوېشت کلن ليو شي ينګ تر اوږدې مودې زده کړو وروسته په تيان جين او ځانګ جيو ښارونو کې د امانت دندې په غاړه درلودې.

د ليو شي ينګ لومړنی ښوونکی د ده نيکه و.که څه هم ليو شي ينګ ښوونځی نه دی لوستلی،خو په معياري ملي ژبه يې د اسلام د مقدس دين په اړه تېزسونه خپاره کړي دي.د ده يو بل مهم ښوونکی ډېر مشهور ملا وانګ جينګ جاې و.ليو شي ينګ دا ويلي چې د نولس سوه شپږ څلوېښتم کال په پسرلي کې چې هغه اتلس کلن و او د ځانګ جيو ښار د ځاو جوانګ زي په جومات کې يې د قران مطالعه کوله ، ملا وانګ جينګ جاې له نوموړي جومات څخه ليدنه کتنه وکړه او له ليو شي ينګ څخه يې وپوښتل چې څو کاله دې زده کړه کړېده ؟،ليو شي ينګ ځواب ورکړ چې يوازې اته مياشتې.ملا وانګ ټوکه ورسره وکړه:ته زما نه تکړه يې ،هغه وخت کې چې اتلس کلن وم،هيڅ نه پوهېدم.د هغه حالت په هکله چې په جومات کې د چيني ژبې ښوونه له نظره غورځېدله ، ملا وانګ وويل، د چيني ژبې زده کولو ته په سپکه سترګه کتل په جومات کې د ښووني نيمګړتيا ده ،دا د چيني کلتور او اسلامي کلتور تر منځ د تبادلې لپاره ګټوره نه ده.په راتلونکې کې بايد د چيني ژبې کچه لوړه کړئ ، نه دا چې فقط په عربي ژبه د قران قرائت کوي .

ليو شي ينګ له ملا وانګ څخه ډېره مننه وکړه.هغه د ملا وانګ لخوا د تاليف شوی د منځني اسيا قامون په وسيله د عربي او فارسي ژبو د زده کولو په عين وخت کې د چيني ژبې مطالعه هم پيل کړه .له څو کلونو جدي مطالعې وروسته،نه يوازې د چيني ژبې کچه يې په څرګنده توګه لوړه شوې،بلکې د پوهې ساحې يې هم پراخې شوې دي چې په پايله کې د ځای د يوه مشهور ملا په حيث وګرځېده.

په هغه وخت کې په ځانګ جيو ښار کې يو بل ملا مشهوره وه چې ليو پين يي نوميږي.که څه هم دوی دواړه په يو ښار کې اوسېږي، خو يوله بله اشنا نه دي.تر دې وروسته چې په نولس سوه شپږ پنځوسم کال کې،ليو شي ينګ د هه بې ولايت د اسلام دين په اړه په يو فورم کې يوه په زړه پورې ونيا وکړه ، د ملا ليو پين يي پاملرنه يې راجلبه کړه چې د ولايت د اسلامي ټولنې د مقدماتي کميسيون د وخت مشر و او و يي غوښتل چې ملا ليو شي ينګ د خپل معاون په ټوګه مقرر شی. خو ليو شي ينګ د اسلامي اثارو په مطالعه کې ډوب شو او نه يې غوښتل چې پېچلي اداري دنده په غاړه واخلي .هغه په مودبانه د ملا ليو پين يي غوښتنه رد کړه .

په نولس سوه او اته پنځوسم کال کې،د چين د وخت سياسي حالاتو له امله،ديني چارې له زياتو ننګونو او ستونزو سره مخامخ شوې.ملا ليو شي ينګ په دغو حالاتو کې پرېکړه وکړه چې د ځانګ جيو ښار د چيني طب په پوهنځي کې زده کړه وکړي.د چيني عنعنوي طب زده کول دده اصلي هيله نه وه،خو څو کلونه وروسته،کله چې هغه په يو مشهور ډاکتر بدل شو، عامو وګړيو او ټولنې ته خدمت ورکول هم د ځان او هم د هېواد لپاره ګټور کار دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای