CRI Online

د ملا ليو شي ينګ ژوند(دوهمه برخه)

cri     (GMT+08:00) 2012-01-16 13:12:05

په نولس سوه او شپېتم، نولس سوه او يو شپېتم،نولس سوه او دوه شپېتم کال کې د چين په زياترو برخو کې سختې وچکالۍ رامنځته شوې.د ليو شي ينګ په ټاټوبي کې ډېر زيات کسان د لوږې له امله مړه شول. ليو شي ينګ په خپل ټاټوبي کې د ځانګ جيو په ښار کې ژوند نشو کولی. نو هغه پرېکړه وکړه چې د چين شمال ختيځي برخې ته ولاړ شي. له دې وروسته چې هغه د شمال ختيځې برخې د هې لونګ جيانګ ولايت د يي چون ښار ته ورسيد، هغه د ښار په مرکزي روغتون کې د ډاکټر په توګه دنده وموندله. هغه په جدي توګه کار وکړ او لږه موده وروسته په نوموړي ښار کې د مشهور ډاکټر په توګه وپېژندل شو. په هغه وخت کې د چين سياسي حالات ډېر سخت و. د ده ځينو مخالفو کسانو پرې تهمت وکړ او هغه يې تر زندان پورې ورساوه. خو د يي چون ښار وګړي له ډاکټر ليو څخه ډېره خوشاله او منندوی و او هغه يې له زندان نه وژغوره. نو ليو شي ينګ د عامو وګړيو د مرستو په رڼا کې په يي چون ښار کې شپږ کاله و اوسېدلو.

د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسي له پلي کېدو وروسته،د ليو شي ينګ اغيزې ورځ په ورځ لويې شوې. هغه د هېواد د شمال ختيځې برخې د تر ټولو مشهور ډاکټر په حيث وټاکل شو. په نولس سوه اوه اتيايم کال کې، هغه په يي چون ښار کې د چيني طب يو روغتون جوړ کړ او د روغتون د مشر په حيث يې کار وکړ. برسيره پر دې، د نولس سوه څلور نويم کال په اپرېل کې، هغه د هې لونګ جيانګ ولايت د چيني طب د مشهور ډاکټر جايزه لاس ته راوړه. د دې تر څنګ، هغه د طبي کتابونو او مجلو د مؤلف په حيث کار هم وکړ.

که څه هم هغه په طبي برخه کې يې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. هغه دا هيره نه کړه چې د اسلام دين په برخه کې هم خدمتونو ته ادامه ورکړه. په نولس سوه نهه اتيايم کال کې، هغه د هو لونګ جيانګ ولايت د اسلامي ټولنې د مشر په توګه وټاکل شو. دوستانو له ده نه پوښتنه وکړه چې ولې په دواړو برخو کې بريالی يې؟ هغه ځواب ورکړ چې لومړی، زه د يوه ډاکټر په حيث په دې پوهيږم چې خپل روغتيا وساتي، دوهم، زه د يوه مسلمان په حيث په دې هم پوهيږم چې په ښه رويه، ښو اخلاقو ژوند او چلند او ستونزې له منځه وړلی شم. په هغه په تيرو پنځوسو کلونو کې تل اسلامي چارو ته پاملرنه ژوندۍ ساتلې ده. هغه د ولايت د اسلامي ټولنې د مشر په حيث له ځان نه درې غوښتنې وړاندې کړلې چې په لاندې ډول دي

لومړی، بايد د هېواد ګټې وساتم،د مذهبي عقيدې د ازادۍ پاليسي د پلي کېدو په برخه کې له حکومت سره مرسته وکړم. دوهم، بايد په دې برخه کې هڅه وکړم چې ديني چارې له سوسياليزم ټولنې سره سمون ولري. درېيم،بايد د مسلمانانو او د اسلامي دين پيروانو ګټې وساتم. د ده په نزد، د اسلام دين پرمختګ او د سوسياليزم ټولنې له پرمختګ سره سمون لري. هغه د دې لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړيدي. هغه د بېلا بېلو ځايونو له جوماتونو څخه ليدنه کتنه او د بېلا بېلو ځايونو د اسلامي دين پيروانو سره مرستې کړې دي. کله چې هغه د نوموړي ولايت د اسلامي چارو لارښوونه کوه،د ولايت يو سل او څوارلس جوماتونه ډېر ښه ترميم او و رغول شول.

په دوه زره او دېيم کال کې، ليو شي ينګ د هې لونګ جيانګ ولايت د ځوانو ملايانو د کچې د لوړتيا لپاره د ښوونکي په توګه دنده پيل کړه. دغه ديني درس ډېر اغيزمن و چې ډېر زيات مسلمانان چې د لياو نينګ، شان دونګ او هه بې په شمول له ډېرو زياتو ولايتونو څخه راغلي، ليو شي ينګ ته د درس او اسلامي اسناد او د ديني مسايلو په هکله پوښتنې لېږلې. له دې وروسته، نوموړی سندونه بېجينګ ته وليږل شول. د چين د اسلامي ټولنې مشر چن ګوانګ يوان د سندونو له لوستلو وروسته ډېر خوشحاله شو. هغه پر ملا ليو شي ينګ ته خپل درناوی په ټولنه او د خلکو په منځ کې څرګند او مالوم شو، هغه وويل، که څه هم ملا ليو سپين ږيری شوی دی، خو لا هم دی د هېواد د اسلام دين په برخه کې سترو خدمتونو برابرولو کې هلې ځلې کوي، هغه وايي زموږ هر تن د زده کړې وړ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای