CRI Online

په نړۍ کې مسلمانان دوستان دي

cri     (GMT+08:00) 2012-02-09 10:52:29

په نړۍ کې مسلمانان دوستان دي. په چين کې د مسلمانانو تر منځ يو له بل سره مرستې ډېرې دي، مثلا، لاندينۍ يوه رښتينې کيسه ده

د ګان سو ولايت د جانګ جيا شيانګ د هوی قوم خودمختارې ولسوالۍ د ګاو ګيو په کلي کې يو ځوان دی چې لي شيونګ فې نوميږي، په سږ کال کې د نينګ شيا پوهنتون لخوا د يوه نوي زده کوونکي په توګه ومنل شو. د لي شيونګ فې پلار او مور ډېر خوشحاله شول. دوی د خپل زوی له زېږيدو راهيسې دا هيله لرله چې هغه به په ساينسي علومو کې زده کړې وکړي او يو ساينسپوه شي.

خو د لي شيونګ فې کورنۍ ډېره بيوزلې ده. لي شيونګ فې له دې امله اندېښمن و چې کورنۍ يې د زده کړې فيس نه شي برابر ولئ. خو هغه اراده وکړه او ويې غوښتل چې د شينجيانګ د اويغوري په خودمختاره سيمه کې مزدوري وکړي او پيسې وګټي. نو هغه خپله دغه موخه پټه وساتله او پخپله د شينجيانګ مرکزي ښار اروموچي ته ولاړ او په يوه بازار کې يې کار پيدا کړ. هغه ته په کار ځای کې کار ورکړل شو، ده يوازې دا غوښتل چې د زده کړې لپاره لږ څه زياتې پيسې وګټي. خو لږه موده وروسته، د ده بدن ستړيا او د ناراحتۍ احساس به يې کولو. لومړی هغه خپل دې حالت ته پاملرنه و نه کړه، خو د ده دا حالت ورځ په ورځ خرابېدلو. په اخر کې د شينجيانګ تر ټولو لوی روغتون د شينجيانګ مرکزي روغتون د ناروغۍ تشخيص لپاره ورغی، په خواشينۍ سره ووايو چې لي شيونګ فې د وينې په سرطان اخته و.

د وينو سرطان تر اوسه پورې په نړۍ کې صعب العلاجه ناروغي ده. د درملنې يوازنۍ لاره د سلولو نقلول دي. خو د درملنې لپاره ډېرو پيسو ته اړتيا ده. د ليوشيونګ فې پلار او مور خپلې ټولې شتمنۍ او جايدادونه د خپل زوی د ژوند ژغورلو لپاره وپلورل او له دوستانو او خپلوانو څخه يې پيسې راغونډې کړې. د کلي ملکي چارو ادارې هم تر خپلې وسې پورې د ليو شيونګ فې کورنۍ سره مرستې وکړې. خو پيسې چې راغونډې شوې بيا هم کافي نه وې.

په هغه وخت کې، د اروموچي ټلويزيون د ليو شيونګ فې د حالت په اړه پروګرام جوړ کړ او له ټولې ټولنې څخه يې وغوښتل چې له دغه ځوان سره مرسته وکړي. د اروموچي ښار د هه با يان جومات مشر ما چينګ شيانګ او د ده څو تنو دوستانو د پروګرام له ليدلو وروسته سمدلاسه روغتون ته ورغلل او له دغه بيوزلي ځوان سره يې مالي مرسته وکړه کوم چې په روغتون کې له ژوند او مرګ سره لاس او ګريوان و. په روغتون کې، د لي شيونګ فې ډاکټر د ده حالت په هکله مالومات ورکړل او ويې ويل، له دې امله چې لي شيونګ فې لا تر اوسه کشر او ځوان دی، که پر وخت د سلولو د نقلولو عمليات اجرا شي، د ده د جوړېدو شونتيا شته. له روغتون څخه د بيرته تللو وروسته، ماچينګ شيانګ له خپلو پيروانو څخه وغوښتل چې لي شيونګ فې سره مالي مرسته وکړي. د ده جومات هم د ادارې له پيسو نه شل زره يوانه برابر کړل. د ماچينګ شيانګ دوست ما ده لي له شپاړلسو جوماتونو څخه وغوښتل چې له لي شيونګ فې سره مرسته وکړي. د دوی په غوښتنه، د شين جيانګ بېلا بېلو سيمو زيات مسلمانان روغتون ته تللي او خپلې بسپنې يې ورته برابرې کړي.

د نومبر د څوارلسمې نېټې په سهار، د اروموچي په ښار کې هوا ډېره سړه وه. خو د شين جيانګ د مرکزي روغتون ناروغانو ته د وينې ورکولو په خونه کې د هغوی وينه ډېره ګرمه وه. د ښار د بېلو بېلو سيمو مسلمانان راغونډ شول او ويې غوښتل چې ټولې شوي پيسې په مستقيمه توګه ليوشيونګ فې او د ده پلار ته ورکړي. د ښار د شان شي دا، هه تيان، بې فانګ، قوان شيانګ، جيو سي او دونګ فانګ په شمول څه دپاسه شلو جوماتونو خپل استازي ور وليږل. هغو استازو او عامو خلکو کتارونه جوړ کړل او په وار سره يې د ليوشيونګ فې د حال احوالو پوښتنه وکړه او د هغه د ښې روغتيا او جوړېدو هيله يې څرګنده کړه. هغه ته يې ډاډ او د ښه کېدلو روحيه ورکړه.

د خبر له مخې، اوس د ليو شيونګ فې د درملنې لګښت عموما پوره شوي او د ده د سلولو نقلولو عمليات به هم ژر اجرا شي. هيله من يو چې هغه به ژر تر ژره جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای