CRI Online

د فلم د ډايريکترۍ په باب د يوې بزګرې خوب (١)

cri     (GMT+08:00) 2012-02-23 09:47:13

خوب څه شی دی؟ خوب ښکلۍ هيله او د ژوند حياتي ځواک دی. ليو يون شيا چې يوه بزګره ده او د ګان سو ولايت د جوانګ لانګ په ولسوالۍ کې ژوند کوي، هغې ډېر خوبونه درلودل ،  مثلا د عالي ښوونې منل او داسی نور، مګر د بېوزليتوب له امله هغې يوازې د منځنې ښوونځی لومړۍ دوره بشپړه کړه. دغه راز و يې غوښتل چې يوه لوبغاړې وګرځي، خو د ژوند فشار له امله، يي وختي واده وکړ او په کرکيله لګيا ده.

ليو يون شيا او خاوند يې زيارکښ بزګران دي او په خپلو کوښښونو شتمن ژوند تيروي. د کرکيلې تر څنګ ليو يون شيا د أسمان د نيمې برخې په نامه له ټلويزيوني پروګرام سره ډېره مينه لري او کله کله د بااستعداده ښځو د ښکلي ژوند تر تاثير لاندی ده .. د ٢٠٠٩ کال يوه ورځ ليو يون شيا په ټلويزيون کې يوه قيصه وکتله : يوې بزګرې چې يوازې يې د دوو کلونو لپاره ښوونځی لوستلی ، پخپل قوت يو فلم واخيست او په ټلويزيون کې وښودل شو. ليو يون شيا له دغې قيصې څخه الهام واخيست او پخپله يې د ټلويزيوني سريال د جوړولو هيله راپاروله. هغې وويل (اواز)

له ماشومتوب څخه مې غوښتی چې يوه لوبغاړې وګرځم، خو په پخوا زمانه کې د زما په شان بزګر لپاره ددې خيال د پوره کولو شونتيا بيخي نه وه. اوس زموږ ژوند ښه شوی دی، نو غواړم له ښکلي ژوند څخه خوند واخلم څو چې د خپل ځان لپاره يو چانس جوړ کړم.

د ځايي اوسيدونکو په نظر دا بيخي پوچ خيال دی چې يوه بزګره ښځه چې فقط يې د منځنې ښوونځې لومړۍ دوره بشپړه کړې، غواړی پخپله ټلويزيوني سريال واخلي ، . د ليو يون شيا ميړه لومړی ور سره مخالفت وکړ.، ده ليو يون شيا ته ويلي (اواز)

دا بالکل د ويښ خوب دی ! تا يوازې اووه کاله ښووځی لوستلی يې ، څنګه ټلويزيوني سريال جوړ کړې؟ موږ زياتې پېسې نه لرو، ښه به دا وي چې په کور کې ماشومان ښه وساتې!

خو ليو يون شيا خپل غټ خيال پرې نه ښود . څرنګه چې په تېرو شپږدېرشو کلونو کې د هغې ډېرې هيلې نه وې تر سره شوې او دا ځل يې ټينګ هوډ درلود چې دغه اميد حتمأ رښتيا کړي. د ٢٠٠٩ کال په پيل کې ليو يون شيا د فلم سناريو په ليکلو پيل وکړ او د ٢٠١٠ کال په اکتوبر کې د کليوالو د عشقي فلم سناريو چې نوم يې دی د يې ځه واده، بشپړ شوی دی. دغه قيصه د تېرې پېړۍ په اوومه او اتمه لسيزه کې په کليواله سيمه کې پېښه شوه. ويل يې نجلۍ يې ځه په بېوزلۍ غرنۍ سيمه کې زېږېدلې، په کليوالو سيمو کې د هغې زړې نظريې تر اغېزې لاندې چې هلک تر نجلۍ غوره والی بلل کېده، هلکانو د زده کړې چانس درلود ، خو نجونې د زده کړې څخه محروم وه. يې ځه يوازې د درېيو کلونو تر زده کړې وروسته د مجبوريت له مخې سبق پرېښود او کله چې هغه نهه کلنه وه، پلار او مور يې د دې لپاره نامزد هلک وټاکه. نو د ازاد واده د لټون کيسه پيل کېږي.

کله چې ليو يون شيا دغه سناريو د خپل ميړه مخې ته کيښوده،ميړه يې حيران شو او پرېکړه يې وکړه چې د خپلې ښځې ملاتړ وکړي. دوی څلويښت غوايان وپلورل او نژدې دوه لکه يوانه راغونډ کړل چې دوه کامرې او ځينی لازم سامان الات يې واخيستل.

تر دې وروسته چې سناريو او کامرې چمتو شوې، ليو يون شيا د لوبغاړو په انتخابولو پيل وکړ. څرنګه چې د دې په اند، دغه سريال بايد د بزګرانو لخوا پخپله رول ولوبول شي، په سناريو کې اته ديرش شخصيتونه لېدل کېږي ، نو ليو يون شيا په خپل کلي کې د دغو شخصيتونو د ځانګړتياوو له مخې بزګري لوبغاړي ولټول.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای