CRI Online

د فلم د ډايرکترۍ په باب د يوې بزګرې خوب (٢)

cri     (GMT+08:00) 2012-02-23 09:55:46

دغه خبر چې بزګره ليو يون شيا غواړي ټلويزوني سريال جوړ کړي! د جوانګ لانګ ولسوالۍ په چن شان سون کلی کې خپرېده او د پټيو ته د تګ په لار او په فارغ وخت کې د کليوالو د بحث په توده موضوع بدلېدله چې ځينو يې ملاتړ ، ځينو يې مخالفت کاوه او ځينو نورو يې طعنه ورکوله . دا د ليو يون شيا له اټکل سره سمون درلود، هغې د نورو ملنډې ته هيڅ پاملرنه و نه کړه او په دې نظر وه چې خپله هيله ترسره کېدای شی، که خپله هڅه په پای کې ناکامه شوی وای، خو لا هم توبه ګار شوی نه وای ځکه چې هغې هڅې او کوښښونه کړي وای.

هغې وويل (اواز) پروا نه لری چې بريالۍ شم يا ناکام ، زه وروستۍ پايلې ته دومره پاملرنه نه کوم، يوازی د خپلې هيلې د پوره کولو په لور پرمختګ کوم ، خوښ به شم..

د ٢٠١١ کال په فبروری کې د يې ځه واده په نوم ددې د ټلويزيوني سريال اخيستل پيل شول. څلويښت تنه لوبغاړي ټول ځايي بزګران دي. څرنګه چې اپريل مياشت د کرکيلې بوخت وخت و، لوبغاړيو د ټلويزيوني سريال د اخيستلو بهير د تضمين لپاره خپل کرهنيز کارونه تر غرمې مخکې بشپړ کړي دي. له دې امله چې پېسې يې محدودې وې، ليو يون شيا له خپلو همکارانو سره د ټاکلي موثريت د تر سره کولو لپاره ډېرې لارې چارې کارولې. مثلا دوی توان نه لری چې د فلم اخيستلو لپاره يو ډول پټلۍ لرونکي سامان واخلي ، خبريال وليدل چې عکاس په يوه کراچۍ باندي ناست دی او څو تنه لوبغاړي کراچۍ کشوي.

(اواز) پيل که! يو ځل بيا. وځنډه! دغه ځل ګړندي نه دی، بايد نور ګړندی شي!

ټول کارونه په عادي توګه روان وو، ليو يون شيا حتی احساس کړی چې خپله هيله نژدې رښتيا شي. خو د هيلې د تر سره کېدو په لار کې حتما ډېرې ستونزې رامنځته کېږي. په جولای کې کله چې کرهنيز کارونه ډېر بوخت وو، عمده لوبغاړې چې په سريال کې د يې ځه رول ولوباوه، ناڅاپه خپله دنده پرېښودله او بيرته کور ته لاړه او بيا په اګست کې عمده لوبغاړي هم د سريال اخيستلو له ځاي څخه ووت چې په دې توګه د سريال اخيستلو کار وځنډول شو ، ليو يون شيا چې ټينګ هوډ لرونکې ښځه ده ، د بې چارګۍ له امله وژړله.

(اواز) د لوبغاړي د کورنيو غړي وايي چې څوک بې له ګټې په فلم کې رول لوبوي ؟ که مزدوي کوي ، هره ورځ شلګونه يوانه ګټه اخيستی شی ،. خو په پيل کې دوی ژمنه کړې چې په وړيا ډول په فلم کې برخه واخلي. اوس د فلم اتل او اتله دواړه لاړل ، نو زموږ ټلويزيوني سريال اخيستنه نيمګړی پاتې شوه .ډيره خپه يم . د فلم اخيستلو پيسې له لسګونو کلونو راهيسې زما خاوند لخوا زېرمه شوې، خو ټول زما لخوا لګول شوې دي .

ليو يون شيا له دې پېښې څخه ښه درس اخيستی دی او پوه شوې چې لنډمهالي بزګري لوبغاړي نشوای کولی بې له ګټه د اوږد مهال لپاره کار وکړي.. نو هغې سناريو بيا ترميم کړی څو چې د کيسې جوړښت نور متراکم شي.

اوس ليو يون شيا په نمايشنامه کې نوې اتله او اتل پيدا کړي او د يي ځه د اوده کيسې په نوم د ټلويزيوني سريال اخيستنه بيا پيل شوه. ليو يون شيا وويل هغې د خپل خاوند له ملاتړ څخه ډېره مننه کوي او دا ټينګ هوډ لري چې حتما دغه سريال په بريالۍ توګه واخلي.

(اواز) زما خاوند د سريال اخيستلو راهيسې تل زما ملا تړي او هېڅ شکايت يې نه درلود. ډېره بختوره يم چې دومره ښه خاوند لرم. د ده له ملاتړ نه پرته،زما کار به حتمأ په نيمايي کې پاتې وای . ددې لپاره چې د خپل خاوند لپاره فخر وګټم ، تر وروستي بريا پورې خپلو کوششونو ته به دوام ورکړم .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای