CRI Online

شينجيانګ به د بزګرانو عايداتو د زياتوالي لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2012-03-12 16:30:11

سږکال د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د حکومت تر ټولو مهمه دنده د بزګرانو عايداتو زياتول دي. د دې سيمې د ګوندي استازيو په اتمه غونډه کې د وړاندې شوي موخې له مخې، سږ کال به د کرنيزو او مالداري چارو د عصري کېدو بهير د چټکولو او د خدمتي اقتصاد د هڅولو له لارې د شينجيانګ د هر بزګر په سر عايدات يو زر يوانه زيات شي چې کلني منځنې عايدات به يې له پنځو زرو يوانو څخه واړول شی

عليا په ٢٠٠٦ کال کې د شينجيانګ د کرنې له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته ډول ډول کارونه کول، خو له دې امله چې کار يې ثابت نه و او معاش يې کم و ، د خپل ژوند پر وضعې نا خوښه وه. ور پسې هغې د استوګنې سيمې د ادارې تر مرستې لاندې د ارتای ښار په سوداګريز واټ کې يوه مغازه پرانيستله او ښکلي او قومي ګلدوزي پارچې او نور هنري توکي پلوري او کاروبار يې ښه دی . عليا نيت لری چې خپله مغازه پراخه کړي ، د خوښۍ وړ خبر دا دی چې له بانک څخه به لږ اندازه پور لاس ته راوړي ، اوس عليا د ټوکرانو په اخيستلو بوخته ده څو چې توليدي پيمانه پراخه شی . هغې وويل

دغه لږ اندازه بانکي ضمانت زما لپاره ډيره مرسته کوي. غواړم ځينې نوي تجهيزات واخلم او خپله مغازه پراخه کړم. باور لرم چې زما کاروبار به نوره ښه شي.

د ارتای ښار د جين شان واټ د کاري ضمانت څانګه په فعاله توګه د بيا استخدام په هکله تګلاره تطبيقوی چې په وړيا توګه بيکارانو ته د فني روزنې او د کار او استخدام غونډو په ترتيبولو او د يو لړ مرستندويه تدبيرونو په نيولو سره نهه سوه او اتيا تنه بيکاران بيا وګمارل شول. د دې ادارې مشر چن يو مې خبريال ته وويل

٢٠١٢ کال د شينجيانګ حکومت لخوا د وګړيو ژوند سويې د لوړتيا کال په نامه ونومول شو. د کاري ضمانت د اساسي يونټ په توګه، موږ هم هيله لرو چې حکومت بيکارانو او له پوهنتونونو او منځنې ښوونځيو څخه د فارغ شويو زده کوونکيو ته د دندو برابرولو په هکله مرستې پياوړې کړي.

د مالوماتو له مخې، د ارتای سيمې حکومت پلان لري چې په ٢٠١٢ کال کې له عالي او فني مدرسو څخه فارغانو ته کار برابرولو لپاره لس تدبيرونه ونيسي څو چې د عامه خدمت په چارو کې د دندو د زياتوالي او د څو ډولونو روزنې له لارې په ښارونو کې درويشت زرو فارغانو ته د کار چانس برابر شی ، د بېکارو ښاريانو انډول په سلو کې دری اعشاريه اته کنټرول شي او شپږدېرش زره تنه کليوالان د مزدوري لپاره نورو ځايونو ته وليږل شي.

د خدمتي اقتصاد د پرمختګ تر څنګ د شينجيانګ د کرنيزو چارو د عصري کېدو بهير چټک شوی ، بزګر ځوه وان شيانګ چې د شينجيانګ د بورتالا مغول خپلواکې سيمې په جنګ ولسوالۍ کې اوسيږی او د پمبې په کرنې لګيا دی، ډير خوشحاله دی چې د پمبې ټوکولو کار د ماشين په وسيله ترسره کېږی . هغه وويل چې په تېرو کلونو کې يې هر کال د پمبې شکولو په فصل کې، شپيته تنه مزدوران وګمارل او درې لکه يوانه اجورې يې ولګولې. ښاغلي ځوه وان شيانګ خبريال ته وويل د ماشين په وسيله د پمبې ټوکولو سرعت ډېر ګړندی دی ، پخوا زما لخوا د کرل شوې پمبې د ټوکولو دنده د پنځوس شپيتنه تنو مزدورانو لخوا د دوو مياشتو لپاره ترسره کېده، خو اوس يې فقط دوه ورځې ترسره کېږي . نيت لرم چې په راتلونکي کال کې زياتې پمبې وکرم .

د پمبی شکولو ماشين خاوند ليو چنګ ياو هم ډېر خوښ دی. د ده په قول، سږ کال هغه د خپل کور د پمبې شکولو کار د بشپړتيا وروسته له نورو کليوالو سره د مرستې لپاره څه نا څه يو مليون يوانه اجورې تر لاسه کولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای