CRI Online

په غرني سيمه کې ليليه لومړی ښوونځی

cri     (GMT+08:00) 2012-03-19 15:00:46

د مارياک علاقه داری چې د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د تاشقورغان د تاجک قوم خپلواکې ولسوالۍ په جنوب ختيځ کې پرته ده ، له سمندري سطحې نه دری زره او سل متره لوړوالی لري او شاوخوا جګ جګ غرونه پراته دي. عرچانګ سيند او د ده فرعي مارياک سيند له دغې سيمې څخه تېرېږي.

په مارياک علاقه داری کې دوه سوه دوه نوی کورنۍ شته چې زياتره يې په تاجک قوم پورې اړه لری. د دې لپاره چې په دې سيمه کې ټول ماشومان زده کړې ته لاس راسي کړي، په علاقه داری کې يو ليليه ښوونځی جوړ شو. څرنګه چې د دې سيمې په مربوط څلور کلي له علاقه دارۍ څخه لېرې پراته دي او سړک نه و، نو مشکل و چې د کليوالو ماشومان پر وخت ښوونځي ته ځي ، په تېره بيا په پسرلي او مني کې د تحصيلي مودې د پيل په وخت کې، د دې علاقه دارۍ د ګوندي کمېټې مشر ګوه يو کون د ماشومانو راوستلو لپاره بېلا بېلو کليو ته ته. ده وويل

تر ټولو ليری کلی له ښوونځي څخه په اتيا کليو مترۍ کې پروت دی. څرنګه چې ډېر پلرونه او ميندې د ستونزمن چاپېريال تر اغېزې لاندې و نه غوښتل چې ښوونځی ته خپل اولادونه ولېږي. نو موږ هم هڅه کوله چې د ماشومانو راوستلو په مهال کې دوي په دې قانع کړو چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي.

له دې امله چې د کليو او مارياک تر منځ سړک نشته، نو ښوونځي ته د ماشومانو د ورتګ لارې ډېرې پيچلۍ دي. کړنګونو ته د ختلو او له کنګل شوي سيند څخه د تېرېدو په بهير کې هغو ماشومانو چې عمرونه يې کم دي، اوبو ته د پرېوتلو د وېر له امله ژړا کوله.

ليليه ښوونځی لوی نه دی او شاوخوا يې غرونه دي . په ښوونځي کې يوازی لومړی دوهم او درېم ټولګي شته چې څلور اتيا تنه شاګردان او پنځلس تنه ښوونکي او کارکوونکي شته . که څه هم په ښوونځی کې برېښنا نشته او شاګردان په نيم کال کې خپلو کورونو ته نشی تلی ، خو ددوي ژوند لا هم له خوشحاليو څخه ډک دی.

د ٢٠١١ کال په اپريل کې د شينجيانګ راډيو د شاګردانو په وړاندی ستونزې خپرې کړې او د همدې کال د جون په لومړی ورځ يعنی د ماشومانو په جشن کې يې له ټولنې څخه د بې وزليو او غريبو سيمو ماشومانو ته د بستو د بسپنې غوښتنه وکړه. بېلا بېلو ټولنو دوه زره بستې او اوه زره يوانه پيسې راغونډې کړې دي. يادې شوې راډيو په دغو پيسو د کلتور او سپورټ سامانونه واخيستل. د فنګ فنګ په نامه د هه بې ولايت د جي جونګ انرژۍ شرکت د دې ښوونځي د ستونزو تر اورېدو وروسته، په دريو ورځو کې يې يو مليون او يو لک يوانه پيسې راغونډې کړې. د دې شرکت مشر جاو بينګ ون تاشقورغان ولسوالۍ ته ولاړ او و يې ويل

دغه پيسې د ماشومانو لپاره د زده کړې او ژوند وړ شيانو د اخيستلو پرته د سړک په جوړولو ولګولې شي. څرنګه چې دلته ترانسپورتي شرايط ډېر سخت دي. هيله لرم چې ماشومان ښه زده کړه کړي او په راتلونکی کې د خپل ټاټوبی بڼې د بدلولو لپاره لازم خدمتونه وکړي.

نن ورځ د مارياک دغه ليليه ښوونځی ارام نه دی ځکه چې له بهرنی نړۍ سره د ماشومانو علاقه زياته شوې ده ، علت يې دا دی چې بهرنې نړۍ دوی ته ډېرې مېنې او مرستې برابرې کړي دي. اوس دوی هيله لري چې غوره لاره جوړه شی او مخابراتي شبکه پرانيستل شي څو چې په راتلونکی کې دوي په ډاکترانو او يا ښوونکو بدل کړي او د نورو لپاره ښه خدمت وکړي . راځې چې د دوی هيلې واورو: زه له زده کړې سره ډېره مينه لرم او غواړم په راتلونکی کې د زده کړې لپاره بېجينګ ته ولاړ شم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای