CRI Online

د کرنې د پرمختګ په برخه کې د ساينس او تخنيک رول

cri     (GMT+08:00) 2012-03-29 11:20:09

زموږ په سيمه کې د ټولو بزګرانو ژوند بدل شوی دی. څو کاله مخکې يعنی د دوه زره او پنځم کال مخکې په دغه سيمه کې ټول کورونه له خاورو نه جوړ شوی وو،خو اوس تاسو ګورئ،د لارې پر دواړو غاړو کې ټول دوه پوړيزې ودانۍ قطار په قطار ولاړې دي ، نو ويل کېږې چې وګړي د ساينس او .تختيک په رڼا کې شتمن شوي دي

د نوموړو خبرو ويونکی د شينجيانګ د اويغوري خودمختارې سيمې د ارومچي ښار د بان فانګ ګوه کلي يو بزګر دی چې ليو جيانګ نوميږي.شينجيانګ د چين په شمال لوېديځ کې واقع دی او په دغه سيمه کې د کرنې چاپيريال ډېر خراب دی.پخوا ليو جيانګ له يو کال زيارونو وروسته يوازې پنځه شپږ زره يوانه پيسې اخيستلې او د کور جوړولو او موټر اخيستلو هيڅ نيت يې نه درلود .خو په وروستيو څو کلونو کې،له دې امله چې په شينجيانګ کې کرنيز تخنيکونه په پراخه توګه مروج شوي،د ليو جيانګ په شان بزګرانو ژوند ښه شوی دی .هر کال د ده عايد شپږ اوياوو زره يوانو ته رسيږي.له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ليو جيانګ د ډيرې خوشحالۍ له کاليو څخه نه ځاېيده.

له زياتو کلونو راهيسې،د چين مرکزي حکومت او د شينجيانګ حکومت په کرنه کې د ساينس او تخنيک کارولو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او په دغه سيمه کې کرنيز تخنيکونه مروج کوي.په دوه زره او يوولسم کال کې د سيمې د ماليې ادارې يوويشت مليارډه او پنځه سوه مليونه يوانه د کرنيزو جارو د پرمختګ لپاره لګولي دي.دغه شمير د دوه زره او لسم کال په پرتله شپږ دېرش اعشاريه نهه سلنه زيات شوی.په عين وخت کې،دغې سيمې د کرنيزو تخنيکونو د مروجولو لپاره څليروېشت مليارډه او څلور سوه مليونه يوانه هم برابر کړي دي.د سيمې بزګرانو له دې امله لشه عصري تخنيکونو څخه ګټې اخيستې دي.

 

د ملي ولسي کانګرس استازي او د هېواد د کرنې وزير هان چانګ بين وويل،مرکزي حکومت به د کرنيزو تخنيکونو د مروجولو لپاره نه يوازي لا زياتې پيسې برابرې کړي،بلکې ځانګړيو استعداد لرونکيو کسانو روزنې او د کرنيزو تخنيکونو نوښت ته لومړی اهميت ورکوي.هغه وويل،

سږ کال د مرکزي حکومت د لومړنی سند مهم ټکی د کرنيزو تخنيکونو ترويج او نوښت دي او په دې سند کې په خاص ډول ليکل شوي چې بايد د تخنيکونو د مروجولو په برخه کې ګڼ شمېر بزګرانو ته خدمت برابرولو ته په درنه سترګه وکتل شي.

د کرنيزو تخنيکونو د زده کولو له برکته تر يوې اندازې پورې د ځايي بزګرانو ژوند ښه شوی دی.د ملي ولسي کانګرس استازي او د شينجيانګ د ماليې پوهنتون مشر اصغر ترسون وويل، په داسې حال کې چې د کرنيزې ځمکې مساحت نه بدليږي ، د کرنيزو تخنيکونو د تروج په برخه کې د زياتو پيسو په لګولو سره او په واحد يونټ کې د حبوباتو توليدي اندازې لوړول په راتلونکی وخت کې د کرنې د پرمختګ يوه غوره لاره وي.هغه وويل،

د کرنې چارې د شينجيانګ په اقتصاد کې د بنسټ اهميت لری ، نو په کرنې او مالدارۍ کې د تخنيکونو کارونه ډېره مهمه ده. د عصري ميتود په وسيله د کرلو لارې چارې بايد مروجې شي.

 

که څه هم د شينجيانګ بزګران په شوق او زوق له کرنيزو تخنيکونو څخه زده کړه کوي او د کرنيزو تخنيکونو د ترويجولو له امله رسول شوي ګټې ډېرې څرګندې دي،خو په ګرده سيمه کې د کرنيزو تخنيکونو د ترورجولو په بهير کې يو شمير ستونزې موجودې دي.د ملي ولسي کانګرس استازي جرات امين وويل،

 

له دې امله چې د بزګرانو تعليمي رويه ټيټه ده،د تخنيکونو د خپرېدا لارې او فني کارکوونکي لږ دي د عصري تخنيکونو د ترويج سرعت او عموميت تر يوې اندازې پورې تر قيوداتو لاندي دي .نو د پيسو زياتوالی او د فني روزنې پياوړتيا د يادو ستونزو د لېرې کولو لپاره اړينه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای