CRI Online

د يون نان د اسلام دين ټولنې په مثبته توګه مسلمانانو ته خدمتونه برابروي

cri     (GMT+08:00) 2012-04-29 23:34:15

د يون نان ولايت د چين په جنوب لوېديځې سيمه کې واقع ده چې په دغه ولايت کې د هوې قوم وګړي ميشت دي.د ولايت د اسلام دين ټولنې د مشر مرستيال ماليګو په مرکه کې خبريال ته وويل،په وروستيو څو کلونو کې،نوموړې ټولنې د تعليم او روغتيا په برخه کې ځايي مسلمانانو ته ښه خدمتوبه برابر کړيدي.

ماليګو معرفی کړل چې اوس د چين د ټولنې او اقتصاد د سالم پرمختګ په حال کې د چين مسلمانانو ژوند په تاريخ کې تر هر مهال ښه دی.هغه وويل،

موږ د زده کړې،حج ادا کولو او په مذهبي فعاليتونو کې د ګډون کولو لپاره جوماتونو ته ځو.هيڅوک په هغو فعاليتونو کې لاسوهنه نه لري.زموږ ديني ګروهه په ښه توګه ساتل کيږي.موږ دې پرمختګ لپاره د ګڼ شمېر مسلمانانو هوښيارۍ او قوت راغونډوو.موږ مسلمانان په تاريخ کې تر ټولو ثبات او سالم مهال تيروو.

هغه وويل،د دې لپاره کې مسلمانانو ته لا زياتې ګټې ورسول شي،د ولايت د اسلام دين ټولنې بېلا بېلو ادارو او جوماتونو په وروستيو کلونو کې په مثبته توګه د کار کولو لاره بدله کړه.هغه وويل،

په پروسږ کال کې زموږ ټولنې لاندنی وړانديزونه وړاندې کړل چې د ټولنې نماک خوړل او ټولنې ته خدمتونه برابرول.پخوا جوماتونه د وګړيو پر پسپنو تکيه درلوده،اوس جوماتونه ټولنې او مسلمانانو ته خدمتونه برابرولی شي.

په وروستيو کلونو کې،د يون نان ولايت د اسلام دين د تعليم په برخه کې هم زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.په ځايي جوماتونو کې د قران کريم او عربي ژبې ښوونځي هم پيدا شوي.ماليګو د دې په اړه وويل،

زموږ له ښوونځيو څخه فارغ شوي زده کوونکي نه يوازې د أخوند په توګه کار وکړي،بلکې د قران کريم او عربي ژبې په ښوونځيو کې د ښوونکيو په توګه،د عربي ژبې د ژباړونکيو په حيث کار وکړي.دوی کولی شي چې په بهرنيو هېوادونو کې خپلو زده کړو ته دوام کړي او سوداګرانو ته د ژباړ کار وکړي.

د يون نان اسلامي ټولنې هم مسلمانانو ته لا ښه طبي خدمتونه برابروي.مثلا، د هغو زړو کسانو يا ناروغانو لپاره يې يو داسی روغتون د ولايت په کاې يوان ښار کې پرانستلی دی چې د عمر نهايي وختونو ته رسېدلي دي.دا د يون نان ولايت لومړنی داسې روغتون دی.ماليګو وويل،

ولی موږ يو داسی روغتون جوړوو،لامل يې دا دي چې په ولايت کې شل زره زاړه مسلمانان په مهلک مرض اخته شوي،زوی او لور د دوی غم نه شي خوړلی.دوی په دې ډار دي چې که مړ شي،هيڅوک دوی ته قران و نه وايي.دوی په دې ډار دي چې د دوی ماشومان په اړوندو مراسمو پوه نه دي.نو دوی هيله لري چې ځيني کسان يا سازمانونه په دې برخه کې دوی ته تضمين برابر کړي.زموږ روغتون نوموړی کارونه پر غاړه کې دی.

ماليګو وويل،د يون نان ولايت د اسلام دين ټولنه به د ټولنې د پرمختګ او د وګړيو د غوښتنو سره سم په پر له پسې او مثبت ډول ګڼ شمير مسلمانانو ته خدمتونه برابر کړي،څو چې ګڼ شمير مسلمانان د هېواد د راتلونکي پرمختګ لپاره لا زيات خدمتونه برابر کړي.

د نوموړې ټولنې د مشر مرستيال او د ولايت د سياسي مشورتي کانفرانس د مشر مرستيال ما کاې شيان وويل،له هېواد او دين سره مينه لرل تل د چين مسلمانان دودونه دي.ګڼ شمير مسلمانان بايد د همغږۍ ټولنې جوړول د خپلې وظيفې او دندې په حيث وګوري او د بېلا بېلو قومونو د يووالي او د هېواد د پرمختګ په برخه کې خپل رول ولوبوي.

هغه وويل،په زرګونو کلونو کې،ګڼ شمير مسلمانانو او د هېواد د بېلا بېلو قومونو وګړيو د هېواد د يووالي،د خاورو د تماميت او د چين د بيا سمسورتيا لپاره نه ستومانه کېدونکی کوښښونه کولي.

هغه په دې ټينګاروکړ چې د چين حکومت په قبايلي سيمو کې د بېلا بېلو چارو د پراخ پرمختګ لپاره يو لړ تدبيرنه جوړ کړي.د بلګې په توګه،د لوېديځې سيمې انکشاف،د سرحدي سيمې د وګړيو د شتمن کېدو عمليات،او داسې نور.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای