CRI Online

د چين د ايغوری قوم لومړنی اکاډميک عشور سلام

cri     (GMT+08:00) 2012-05-29 15:50:42

د چين د اويغور په خپلواکه سيمه کې،يو کس کولی شي چې د کمپوټر په وسيله د ايغوری،قزاقی او قرغيزي ژبې وليکي.هغه مشهور پروفيسر عشور سلام دی او هر تن له دې سره اشنا دی او د دغه اويا کلن سپين ږيری ډېر درناوی کوي.عشور سلام د شينګجيانګ پوهنتون د مالوماتي ساينس او انجنيرۍ پوهنځي پروفيسر دی.د پروسږ کال په پای کې،هغه په بريالی ډول د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ د مالوماتي او الکترونيکي پروژو د غړي په حيث وټاکل شو.هغه د چين د ايغوری قوم لومړنی اکاډميک دی.

عشور سلام د شينګجيانګ د ئيلي سيمې د يوه بزګر په کور کې زېږيدلی.هغه په پوهنتون کې په فزيک زده کړې و.له پوهنتون څخه له فارغېدو وروسته،هغه د کشغر د ښوونکو په پوهنځي کې د يوه ښوونکي په حيث وټاکل شو.په نولس سوه يو اتيايم کال کې،کله چې هغه څلوېښت کلن و، په شينګجيانګ پوهنتون کې ومنل شو او ورپسې د دغه پوهنتون لخوا په نولس سوه دوه اتيايم او نولس سوه څلور اتيايم کال د کمپيوټري تخنيک د زده کړې لپاره د بېجينګ او شانګهاې پوهنتونونو ته وليږل شو چې له امله عشور ته د ژوند يوه کړکۍ خلاصه شوې ده. د زده کړې په ترڅ کې دده يوه هيله پيدا شوه.هغه وويل،

پخوا مې کمپيوټر و نه کاته، کمپيوټر يوه ډېره عصري وسيله ده .په هغه وخت کې کمپيوټري سيستم د انګليسي ژبې پر بنسټ جوړ شو او ورپسې زموږ په هېواد کې د چيني ژبې پر بنسټ د کمپيوټري سيستم جوړونه پيل شوه .نو فکر مې کولو چې د اويغوري،قزاقي او قرغيزي ژبو پر بنسټ کمپيوتري سيستم جوړېدای شی که نه ؟ . ملي لږکۍ کولی شي که نه چې د کمپيوټر په زمانه کې ځای پيدا کړي ؟نو د شانګهاې د ترافيک په پوهنتون کې مې هره ورځ اړونده سندونه موندل او اړوندې پلټنې مې کولې.

په مالوماتي زمانه کې د قومي کرکترونو د کارولو لپاره ډير مشکلات موجود وو .نو د عشور په کارونو کې زياتې ستونزې هم راپيدا شوې وي .عشور يوازې په پوهنتون کې يو کال د چين د ملي ژبې زده کړه وکړه.خو د تيرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د کمپوټر زياتره مالومات په انګلسي او چيني ژبو کښل شوي وو .نو هغه د خپلې پلټنې په عين وخت کې د انګليسي او چيني ژبو په زده کولو هم پيل وکړ.هغه وويل،زه اويغور يم .زموږ ژبه له چيني او انګليسې ژبو سره ډېر زيات توپيرونه لري.نو په کمپيوتري سيستم کې د دغو ژبو کارول ډېر پيچلی کار دی.

د شينګجيانګ پوهنتون د عشور د پلټنې د ملاتړ لپاره دېرش زره يوانه برابر کړل.نو عشور خپل لومړی کمپيوټر واخيست.په هغه زمانه په کمپيوټر کې يوازې د DOSسيستم کارول کېده.دوی په دغه سيستم کې د لږ کيو ژبو د ليکلو لارې د پيدايښت لپاره نه ستومانه کېدونکي کوششونه کړي دي.له دې وروسته،د Windowsسيستم د DOSپر ځای د کمپيوټر عمده سيستم شو.دوی هم د Windowsپه سيستم کې بريالي شول.

د نولس سوه شپږ اتيايم کال په اپرېل کې،د شينګجيانګ د سياسي مشورتي کنفرانس او ولسي کانګرس د جوړېدو په وخت کې،د عشور ډلې لومړی برياليتوب لاس ته راوړ يعنی که په کمپيوتر کې په دغو دوو غونډو کې د کوم قوم ګډونکوونکي نوم کليک وکړ ،دده په هکله مفصل مالومات به راښکاره شی چې دغې لاسته راوړنې ته د ځايي حکومت او د شينګجيانګ پوهنتون ډيره پاملرنه وکړه . د خپلواکې سيمې حکومت سمدستي يو لکه او لس زره يوانه د پلټنې کار د پر له پسې تر سره کولو لپاره بېل کړل.د پوهنتون د مالوماتي ساينس او انجنيرۍ پوهنځي پروفيسر يوان باو شه وويل،

پروفيسر عشور ډېر زحمتکښ سړی دی.موږ په څو لسو کلونو کې ورسره همکاری کړېده.هغه هره ورځ لومړی لابراتوار ته ځي.

په دېرشو کلونو کې،عشور او د ده په مشرۍ ډلې د لږ کيو قومونو د ژبو په بنسټ د کمپيوټر څه دپاسه دېرش نرم زېرميزونه او سيستمونه جوړ کړي دي .د دوی د کوښښونو په رڼا،اوس د شيګجيانګ د ملي لږ کيو وګړي کولی شي چې د خپلې ژبې په وسيله کمپيوټر وکاروي.د عشور او دده ډلې لخوا پيدا شوي د عربي او قزاقي ژبو په شمول د ډول ډول ژبو پر بنسټ نرم زيرميزونه قزاقستان،ترکيې او مصر په ګډون زياتو هېوادونو ته پلورل شويدي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای