CRI Online

د شينګجيانګ د اويغور په خپلواکه سيمه کې د وګړيو د ژوند د ابادۍ او سمسورتيا پروژې تر سره شوېدي

cri     (GMT+08:00) 2012-05-29 15:59:02

 

پروسږ کال د شينګجيانګ د اويغور په خپلواکه سيمه کې د وګړيو د ژوند د ابادۍ او سمسورتيا لومړنی کال و چې په دې کال کې د عامو وګړيو د ژوند د ښه والي لپاره اتيا لويې پروژې تر سره شوي دي. مثلا د کار دندو د زياتولو،د طبي مرستو برابرولو،د سرحدي سيمو د سمسورولو او په دغو سيمو کې د وګړيو د شتمن کېدو په شمول يو لړ ټاکلي پلانونه په بريالۍ توګه بشپړ شوي دي. سږ کال شينګجيانګ پلان لري چې نوي نوۍ پروژې او په مداومه توګه د ابادۍ کال لخوا ټاکل شوي نور فعاليتونه تر سره کړي څو چې د شينګجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړي د اصلاحاتو او پرمختګ له لاسته راوړنو څخه ګټې واخلي.

په تيره اوږده موده کې ،د شينګجيانګ د ئيلي ايالت د غولجا ولسوالۍ ګڼ شمير وګړي د اوبو د کمېدو له ستونزې سره مخامخ وو.د دې ولسوالۍ د بوستان کلي وګړي تورګان د اوبو وړلو لپاره هره ورځ لس کيلومتره لار وهله ،ځکه چې څاه د ده له کوره په پنځو کيلومترۍ کې واقع ده.برسيره پر دې،ددې څاه اوبه پاکې نه دي.

پروسږ کال ، د تورګان په کلي کې د څلور مليونو څلور لکو او پنځوس زرو يوانو په لګولو سره د اوبو يو مرکز جوړ شو چې په پاي کې تورګان او نورو کليوالو ته د څښلو پاکې اوبه برابريږي.هغه وويل،

پخوا د اوبو کيفيت ښه نه و،اوس موږ ته پاکې اوبه برابرې شوې دي ،ناروغي هم نه پېدا کېږي ،ډېر ښه،غوايان او پسونه هم پاکې اوبه څښي.

له نولس سوه پنځه اتيايم کال نه راهيسې،په غولجا ولسوالۍ کې د پاکو اوبو د برابرولو لپاره درې څلوېښت پروژې تر سره شوې.تر اوسه پورې د بېلا بېلو قومونو دوه لکه او نوي زره وګړي د پاکو اوبو له نعمت څخه برخوردار دي .د ولسوالۍ د اوبو برابرولو ادارې مشر لي يوو لي خبريال ته وويل،

زموږ په سيمه کې کابو درې لکه او دېرش زره وګړي په کليو کې ميشته دي او په وار سره د پاکو اوبو د برابرولو او ذخيره کولو اوه مرکزونه يا ډنډونه جوړ شوي چې د دوو لکو او نويو زرو تنو وګړيو د څښلو اوبو اړتياوې پوره شوې او نور څلوېښت زرو وګړيو د څښلو اوبو ستونزه نه ده پوره شوې چې دغه ستونزه به په دوه زره او ديارلسم کال کې لېرې شي.تر هغه وخت پورې به زموږ په سيمه کې د څښلو اوبو په هکله د ټولو وګړو تقاضا پوره شی .د عامو خلکو د ژوند د ښه کېدو په پروژو کې،د کور جوړولو پروژه ډېره مهمه او لازمه ده.په وروستيو کلونو کې،د شينګجيانګ په قومول ښار کې د يو مليارډه او يو سل مليونه يوانو په لګولو سره پنځلس زره اپارتمانونه جوړ شوي چې د غريبو او بي کاره وګړيو او لږ عايد لرونکو کسانو لپاره د هستوګنې اسانتياوې برابرې شوې دي ..

د قومول ښار د ئاقتاش علاقه دارۍ يموګلي عبدالژيم پخوا د کوچيان ژوند تېراوه او ژوند يې ډېر بيوزلی و او دايمي کور يې نه درلود.پروسږ کال ددې کور د قومول ښار د هوې ځه په نامه د هستوګنې سيمې ته نقل شو.حکومت هم د نوموړې سيمې اوسېدونکو ته د روغتيا او بې کارۍ او د کور تضمين بيمې ورکړې دي چې له امله د وګړيو ژوند ښه تضمين شوی دی .يموګلي عبدالژايم وويل،پخوا موږ په لرګينو تختو کورونه جوړول ،اوس په اپارتمانونو کې اوسېږو.په کور کې سامانونه بشپړ دي او نل اوبه هم شته . برسيره پر دې،په راتلونکيو يوولسو کلونو کې به د اوبو،برېښنا او مرکزګرمي لګښت معاف وي .حکومت هم موږ ته د کار کولو فرصتونه برابروي.موږ له حکومت نه ډېره ډېره مننه کوو.

په وروستيو کلونو کې،د قومول ښاروالي د يو مليارډه او څلور اتيا مليونو يوانو په لګولو سره څوارلس زره څلور سوه او اوه دېرش اپارتمانونه جوړ کړي دي چې عامو وګړيو ته کورونه او شتمن ژوند برابروي.د قومول ښاروال مرستيال وانګ شياو شنګ وويل،حکومت هيله لري چې د نوموړو تدبيرونو په نيولو سره بې وزليو وګړيو ته د هستوګنې ښه زمينه جوړه کړي.په عين وخت کې ،د شينګجيانګ د ايغوري خودمختارې سيمې حکومت د هېواد د غښتلي ملاتړ په رڼا کې دا پلان جوړ کړی جې په پنځو کلونو کې به دريو لکو کورنيو ته داسې کورونه برابر کړي چې کرايه يې ډيره ټيټه وي ، دغه راز درې لکه اتيا زره او پنځه سوه خراب شوي اپارتمانونه به هم ترميم کړي.

د سيمې ګوندي مشر چانګ چون شيان وويل،په دوه زره او دوولسم کال کې د عامو وګړيو د ژوند د ښه والی په اړه پاليسی نه بدلېږي او د عامو خلکو د ژوند سويې د لوړتيا لپاره پروژې بايد په ښه توګه تر سره شي.د بېلا بېلو قومونو وګړي چې په شينګجيانګ کې ميشته دي ،حق لري چې د اصلاحاتو او پرمختګ له برياليتوبو نه ګټې واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای