CRI Online

د شينجيانګ کاريز

cri     (GMT+08:00) 2012-05-29 16:06:12

د شينجيانګ د توروفان په ټيټه او هواره ځمکه کې هوا ډېره ګرمي او سخته ده.د دومره سختې هوا له امله هلته پراخه صحرا موجوده ده.خو په هغه خراب چاپيريال کې د بېلا بېلو قومونو زحمتکښو وګړيو د خپلو نه ستومانه کېدونکيو کوښښونو له لارې د ؛کاريز په شمول ډېرېې زياتې پروژې جوړې کړې چې له امله يې صحرا په سمسوره ځمکه بدله شوېده.

اپرېل د توروفان تر ټولو ښه فصل دی.بزګران د انګورو تاکونو په پرې کولو،د انګورو بوټو ته د اوبو په لګولو پوخت دي.د توروفان ښار د تخمونو په مرکز کې،دوولسو برګرانو چې د کاريز کيندلو د وسايلو په ترتيب او ترميم بوخت وو ، وويل، په کاريز کې کله کله د ځمکې ښويېدنې پېښېږي چې دا بزګرانو ته مستقيم زيانونه رسوي.دوی د کارېز د ترميمولو يوه ډله جوړه کړه.د ډلې دنده هر کال له مې څخه تر جولای پورې ترسره کېږي.

اوه څلوېښت کلن بزګر قربان اسماعيل د نوموړې ډلې مشر دی.هغه له نولس سوه او پنځه اتيايم کال راهيسې له خپل پلار سره يو ځای د کاريز د ترميمولو په کار پيل وکړ.د ده پنځو نسلونو هم د کاريز ترميمولو کاروبار درلود .هغه وويل،

زما نيکه ګان هم د کاريز ترميمولو کسب درلود .ما دغه مهارت له دوي څخه زده کړه.ولی ما دا کسب انتخاب کړ؟ علت يې دا دی چې زموږ په کلي کې اوبه تر ټولو ډېرې مهمې دي.که اوبه نه وای،موږ ژوند نه شوای کولی.دغه کار خطرناک دی که نه؟ ډېر خطرناک دی.موږ کله کله تر ځمکې لاندې د يو سلو مترو په ټيټ ځاي کې کار کوو.وګوره ، زما سر د ډبرو د ښويېدو له امله ټپي شو.په هغه وخت کې چې ما تر ځمکې لاندې کار کاوه،يو ملګري د څاه پر غاړه د کار په وخت کې هم سندرې ويلې او څاه ته يې هم کاته،ما ورته ويلي چې د څاه غاړې ته مه ګورئ،خو هغه زما خبره وا نه ورېده چې په نتيجه کې دده د بې پروايۍ له امله يوه ډبره د ده د څاه له غاړې را ولوېده او سر مې ټپی شو.دا پيښه په نولس سوه اته نويم کال کې وشوه.

د ډلې غړي بحسوتي خبريال ته وويل،ددوي کارونه ډېر ستړي دي.خو د غړيو ښځې تر ټولو ډېرې ستړې دي،ځکه چې دوي نه يوازې د کورنيو غړو رعايت کوي ،بلکې بزګري هم کوي.هغه د قربان اسماعيل ښځه توحتيخان په وروستيو ورځو کې له خپل زوی سره هره ورځ سهار وختي په باغ کې د انګورو تاکونه پری کول .دې وويل، خاوند يې تل په وتره کاېزه کې کار کوي،نو په روماتيسم اخته دی.

د تخومو په کرنيزه اډه کې، بزګران کاريزکن د اتل په حيث بولي.د دوي په کورونو کې ستونزې د هر بزګر ستونزې دي.ټول کليوال له دوی سره د مرستې لاسونه اوږدوي .په وروستيو ورځو کې روزخان چې په وروستيو کې د توحتيخان په باغ کې د انګورو تاکونه پری کولې ،وويل،

د کاريز کيندلو او ترميمولو کار ډېر ډېر سخت دی.دوی په څو مياشتو کې خپل کارونه پرېښودل.موږ د دوی لخوا له جوړ شوي کاريزه اوبه راوړو ، نو له دوی نه ډېره مننه کوو.

شپه راغله،پنځه پنځوس کلن رحمتو د خپل کور پر مخ کېناست او له کاريزه په راوړلو اوبو جوش شوی چای يې سور کولو.هغه زموږ خبريال ته وويل،پروسږ کال د انګورو له پلورلو څخه پنځوس زره يوانه او د چرګانو ، غويانو او پسونو له روزلو څخه نور شل زره يوانه پيسې اخيستې وې. هغه وويل،

زما مشر زوی له پوهنتون نه له فراغت وروسته په هو نان ولايت کې خپلې زده کړې ته دوام کوي.کشر زوی به مې سږ کال له پوهنتون څخه فارغ شی او کوچنی ماشوم به د راتلونکي کال په کانکور کې ګډون وکړي .زموږ ژوند ډېر نيکمرغه دی.

په وروستيو کلونو کې،د توروفان په ښار کې د نويو کرنيزو ځمکو پراخوالو او د څاه کيندلو اجازه نه شته څو چې تر ځمکې لاندې د اوبو ايستلو اندازه هم کمه شي.لامل يې دا دي چې که تر ځمکې لاندې اوبه ډېرې رايستل کيږي،په کاريز کې به اوبه هم کمېږي.د تخمونو د کرنيزې اډې مشر عبوليتي خبريال ته وويل،

په کاريز کې اوبه د حيات اوبه دي.که اوبه نه وای،زموږ ځمکو ته اوبه نه ورکول کېږي او د څښلو اوبو اړتيا هم نه پوره کيږي.نو موږ باېد کاريز په ښه توګه وساتو. د خبر له مخې له دوه زره او لسم کال راهيسې،حکومت د کاريز ترميمولو لپاره يو سل مليونه يوانه پيسې اچولي دي.تر اوسه پورې،څلور پنځوس کاريزونه ترميم شوي .د توروفان ښار به هم په سږ کال کې د کاريز ساتلو لپاره زياتې پيسې ولګوي څو چې وګړيو او پټيو ته کافي اوبه برابرې شی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای