CRI Online

د قرأن مجيد ډبرينه حکاکۍ

cri     (GMT+08:00) 2012-06-28 16:23:26

چين د ډېرو قومونو لرونکيو يو ستر هېواد دی او د لږ کيو د عقيدو او دود دستورونو درناوي او ساتنه کيږي.همداشان د چين حکومت او د ټولنې د بېلا بېلو محافل د خپلو ځانګړو کلتورونو د پراختيا لپاره لږ کيو ته ډېرې اسانتياوې برابروي.په دې هکله دا چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفراهنس د دايمي کميتې غړي او د چين د اسلامي ټولنې مشر امام حاجي هالال الدين ښاغلي چن ګوانګ يوان په خپل لاس په عربي ژبه قرأن مجيد ليکلي،يو وتلي مثل ګڼل کيږي.

ټولو ته معلومه ده چې قرأن مجيد د اسلامي دين بنسټيز کتاب دی چې دېرش ټوکونه او لغتونه يې دريو لکو ته درسيدلي دي.خو د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې نژدې اويا کلن امام حاجي هالال الادين ښغالي چن ګوانګ يوان يو داسې ستر کار تر سره کړيدي چې په خپل لاس په عربي ژبه يي قرأن مجيد ليکلي او دغه ليکنه بيا د نورو له خوا د چين د تاي شان مشهور جګ غره پر بنسټيزو ډبرو باندې د حکاکي لپاره برابره شوېده.د دغه حالت د يادولو په وخت کې ښاغلي چن ګوان يوان زموږ خبريال ته وويل چې په خپل لاس د قرأن مجيد د ليکنې لامل د هوي قوم د يو مسلمان زلمي وړانديز و چې زه په لاسونو قرأن مجيد وليکم او بيا به دی د ده دغه ليکنه پر ډبرو باندې حکاکي کړي.که څه هم زه په کارونو کې ډېر بوخت يم،خو زما په اند،دغه کار يو ډېر مهم او سپيڅلی کار دی او د اسلامي کلتور د پراختيا لپاره ډېر ارزښت لري،نو دغه کار مې منلی دی.

دغه ليکنه د نژدې پنځو کلونو په اوږدو کې يعنی له دوه زره او دوهم کال څخه تر دوه زره او شپږم کال پورې بشپړه شوېده.د بېجينګ د دونګ سه جومات مشر ښاغلي مان هنګ فا زموږ خبريال ته وويل چې په څه دپاسه څلورو کلونو کې د ښاغلي چن ګوانګ يوان لپاره د کال په څلورو فصلونو کې د روخصتيو،سړې يا تودې هوا په مهال تل تر تله په يوه زړه په ليکنه يوخت و.د خلکو لپاره د نا قابل تصور خبره دا ده چې د دغه کار د تر سره کولو لپاره دغه نژدې اويا کلن سپين ږيری څومره کوښښونه کړيدي.ويل کيږي چې ښاغلي چن ګوانګ يوان په احساساتي توګه زموږ خبريال ته وويل چې د دغې ډبرينې حکاکۍ رسمي نندراه به ستر هاغيزه ولري.د قرأن مجيد ډبرينه حکاکۍ نه يوازې په چين کې بلکې په نړۍ کې هم نه شته.له دغې ډبرينې حکاکۍ څخه څرګنديږي چې چين د اسلامي کلتور د پرمختيا لپاره ستر خدمتونه تر سره کړيدي.هغه دا هم وويل چې دغه ډبرينه حکاکۍ د نورو هېوادونو د مسلمانانو زياته پاملرنه هم راجلب کړېده.ځکه په عربي او اسلامي هېوادونو کې تر اوسه د قرأن مجيد دغه ډول ډبرينه حکاکۍ نه شته،له دې څخه هم څرګنده شوې چې په چين کې مذهبي تګلارې او د مسلمانانو د ژوند بېلا بېل چاپيريال ډېر ښه دي.هغه وويل چې زما په اندپر ډېرو باندې د قرأن مجيد حکاکي کول زما په ټول عمر کې تر ټولو نه يو ډاډمن کار او ډېر ارزښتناک خدمت ګڼل کيږي.مشر ښاغلي مان وويل چې تر اوسه پورې شپيته نوموړي ډبرينه حکاکۍ بشپره شوي او اوس د دونګ سه په جومات کې د جومات زيرمتون په توګه ساتل شويدي چې له امله يې دغه جومات نه يوازې د بېجينګ مذهبي ځای دی بلکې د ټول هېواد د اسلامي کلتور مرکز هم ګرځيدلی دی.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي ښاغلي ليو سيو چن چې له امام حاجي هالال الدين ښاغلي چن ګوانګ يوان سره څه دپاسه شل کاله اشنايي لري،خبريال ته وويل چې د قرأن مجيد لاسي ليکنه يو ستر کار دی او د سوسياليزم او همغږې ټولنې د ابادولو په هکله د مذهبي محافلو په پرمختګ کې مثبت رول لوبوي.هغه وويل چې د دغه کار له لارې نه يوازې اسلامي کلتور پراخ شوي بلکې له دې څخه هم څرګنده شوې چې زموږ ګوند قومي او مذهبي چارو ته ډېره پاملرنه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای