CRI Online

د فانګ شانګ ژن مننه

cri     (GMT+08:00) 2012-06-28 16:26:16

 

په تصادفي ډول مې د فانګ شانګ ژن ويبپاڼه خلاصه کړه او د فانګ شانګ ژن مننه پنځه چيني کرکټرونه مې ولېدل چې دا د يوې تصدۍ نوم دی. په چيني ژبه کې فانګ د کوڅې ، شانګ د پکې او ژن د اوسېدونکي ماناګانې لری . فانګ شانګ ژن د جومات په شاوخوا کوڅو کې د هوي قوم مسلمانو اوسېدونکو مفهوم لری چې دغه ډول کوڅې يو زر کاله مخکې د چين د تانګ او سون په سلسلو کې د شمال لويديځ چين په سي ان ښار کې ورو ورو رامنځته شوې ،نو تر اوسه دغه نوم په تاريخي او کولتوري لحاظه ډير شهرت موندلی دی او ښاغلي شن جن مين او اغلې ليو سي اين چې په دغه ډول کوڅه کې زېږيدلي ، د فانګ شانګ ژن په نوم ښه پوهيږي. دوي وايي چې موږ ډير نيکمرغه يو چې نه يوازی په فانګ دغه ځانګړی مذهبي سيمه کې وده شوې، بلکې د اصلاح او ورخلاصون له طلايي دورې سره مخامخ يو ، نو موږ بايد ددې ستر عصر څخه مننه وکړو چې دا زموږ د تصدۍ د جوړونې او پراختيا تجربه هم ده

د ١٩٩٨ کال د مې په ديارلسمه نېټه شن جن مين او ليو سي اين چې عمرونه يې ديرشو کلونو ته رسېدلي ، په سي ان ښار کې د فانګ شانګ ژن نومي يو اسلامي رستورانت پرانيست او د يو ډول ځانګړې ښوروا د پلورلو له لارې يې چې د پسه غوښې او وچه ډوډۍ پکې اچول کېده ، زياتې ګټې واخيستې .

په ١٩٩٩کال کې په سي ان ښار کې د دولت په کچه د لوړې تکنالوژۍ پرمختيايي سيمه جوړه شوه او ددې سيمې ته نژدې يو بل رستورانت هم جوړ شو ، خو هيڅ ګټه نه ده اخيستل شوې ، ورپسې درېم رستورانت جوړ شو چې د سي ان ښار په دريو خواوو کې ددوي رستورانت شته ، نو زياتې ګټې ترې اخيستل شوې دي.

شن جن مين او ليو سي اين پرهېزګاره مسلمانان دي او په دې نظر دي چې مذهبي عقيده او احسان نه يوازی د يو انسان د ژوندانه بنسټ دی ، بلکې د يوې تصدۍ د پرمختيا بنا هم ده . د مذهبي عقيدې سره سم موږ بايد له نورو سره بې غرضه احسان وکړو چې په پايله کې خوشحالی او ارامتيا هم ترې اخيستل کېږي .

د تصدۍ د پرمختيا تر څنګ د فانګ شانګ ژن تصدۍ هر کارکوونکی د مسلمان په توګه خپله ټولنيزه دنده له ياده نه باسي او د خپلې عقيدې د ترسره کولو لپاره په خيريه چارو کې برخه لری . د تصدۍ د تازه جوړېدو په مهال کې يادې تصدۍ له درېيو لومړيو ښوونځيو سره هر کال شلو بې وزليو شاګردانو ته د مرستې ورکولو تړونونه لاسليک کړي او نورو ناروغانو او يا معيوبينو ته هميشني کومک هم ور کوي. کله چې نورو له شن جن مين او ليو سي اين څخه پوښته وکړه چې هر کال څومره پيسې د ډالۍ په توګه بې وزليو وګړيو ته ورکړې دي ؟ دوي دواړو پټه خوله وساتله او يوازی يي داسې وويل چې موږ په خيريه چارو کې د برخه اخيستنې پلمه نه لرو . دوي دا نظر لري چې خيريه چارې د خپلې خالصې عقيدې له سرچينې څخه راځي او پټه مرسته ورکول د مسلمانانو دوديزغوره اخلاق دی . دوي نه غواړي چې خپله مرسته د اخيستل شويو وګړيو په غاړه بار ږدي. د تصدۍ د کارکوونکو په وينا د شن جن مين او ليو سي اين معاشونو زياته برخه په پټ ډول بې وزليو کورنيو او ناروغانو ته د بسپنې په توګه ورکول کيږي چې ددوي نيک سلوک پر ډيرو وګړيو اغيزمن دی.

د خپلې تصدۍ پرمختيا له کورنيو او بهرنيو فني پرسونلو او د پوهنتون له ښوونکو او زده کوونکو سره نژدې اړېکې لرې. اوه کاله مخکې شن جن مين او ليو سي اين وغوښتل چې په پرمختيايي سيمه کې د يو جومات د ابادولو لپاره بسپنه ورکړي . ددوي دغه هيله د روان کال د اپرېل په اوومه نېټه بشپړه شوه .

په تېرو څه دپاسه لسو کلونو کې د فانګ شان ژن تصدۍ د ټولو کارکوونکو د زيارونو په اثر پراختيا موندلې او د خپلې تصدۍ له بې وزليو کارکوونکو نه پرته يې په ټولنه کې له ګڼ شمير ناروغانو او معيوبينو سره مرستې کړې دي. نن ورځ فانګ شانګ ژن تصدی د خپلې نوې موخې د ترسره کولو په بهير کې هم خپلې ټولنيزې دندې پلی کوي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای