CRI Online

د چين مسلمانان

cri     (GMT+08:00) 2012-07-23 09:33:57

د چين مسلمانان

د ځينو افغانانو په ګډون د نړۍ نور کسان شک لري چې په چين کې مسلمانان شته که نه؟ په حقيقت کې د چين مسلمانان نه يوازی ګڼ شمير لري بلکې خپل ځلانده تاريخ، بی شميره جوماتونه او خپل ارګانونه هم لري. د خپرونې په دغه کړۍ کې به تاسو ته د چين د مسلمانانو په هکله عمده معلومات وړاندی کړم.

تاسو پوهيږۍ که نه؟ ١٣٠٠ کاله دمخه د اسلام مبارک دين چين ته راغلي دي. نو پر همدې ويل شو چې د اسلام دين په چين کې ډير اوږد تاريخ لري. د اسلام دين پر ډيرو چيني وګړو باندی مهمې او ژورې اغېزې کړې او کوي يی . اوس د چين له ټولو ٥٦ قومونو څخه د لسو قومونو ټول وګړي پر اسلام عقيده لري چې عمومي نفوس يی ٢٢ مليونو تنو ته رسيږي. دغه قومونه په جلا جلا توګه هوی، اويغور، قزاق، دونګ شيانګ، قرغز، سلار، تاجک، اوزبک، باوان او تاتار قومونه دي. د دې ترڅنګ د چين نينګ شيا سيمه د هوی قوم خودمختاره سيمه او شينجيانګ د اويغور خودمختاره سيمه ده.

د چين حکومت مذهبي ازادۍ تګلاره پلی کوي چې د مسلمانانو په ګډون د ټولو وګړو مذهبي عقيدې درناوی ساتي. د چين اسلامي ټولنه د چيني مسلمانانو رسمي او عصري ټولنه ده چې د چيني مسلمانانو لارې چارې پرمخ بيايي . د دغې ټولنې مقر په بيجينګ کې دی او د چين په هر ګوټ کې خپلې څانګې هم لري.

د چين په هر ښار کې جوماتونه ليدل کيږي. ځينو دوستانو پوښتنه کړې چې چين څومره جوماتونه لري؟ ځواب يی دی : بی شميره . په ٢٠٠٨ کال کې د ابتدايی شميرنې له مخې په چين کې کابو څلويښت زره لوی او واړه جوماتونه شته. تر نن ورځې پوری دغه شمير ښايی لازيات شوی وي.

که څه هم د چين کلتور ځانګړتيا لري خو د نړۍ د نورو ځايونو د مسلمانانو په شان چيني مسلمانان ورته ژوند کوي. اوس د روژې مياشت پيل شوې نو په چين کې ټول مسلمانان هم روژه نيسي. د دې ترڅنګ هر کال د چين د اسلامي ټولنې په لارښوونې سره زر ګونه چيني مسلمانان هم په منظمه توګه مکه معظمې ته د حج ادا کولو لپاره ځي

ځيني دوستان چې د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه چين ته راغلي، پوښتنه کوي چې په چين کې حلال خوراکونه شته که نه؟

په حقيقت کې نه يوازی د چين په هر ښار يا ښارګوټي کې ډير اسلامي رستورانټونه ليدل کيږي بلکې په بازار يا پلورنځيو کې ډير هر ډول حلال خوراکونه هم شته. مثلاً په ځينو سيوپر ماکټونو کې د حلال شويو غوښو د پلورنې لپاره ځانګړې غرفې چمتو شوې دي. دغه راز حلال شيدی او غوړی هم پلورل کيږي. که تاسو د شينجيانګ رستورانټونو ته ولاړ شۍ نو هلته نان، کتابونه او پلو هم خوړلی شۍ.

ګرانو دوستانو! که تاسو د چين د مسلمانانو په اړه پوښتنې ولرئ نو مهرباني وکړئ چې موږ ته ليکونه يا بريښناليکونه يا د پښتو څانګې پر ويب سايت خبرې راوليکئ . په کابل کې زموږ پته : د کابل مرکزي پوښته خانه ، د پوښت بکس شميره لس دی. زموږ ويب سايټ پته ده: pushtu.cri.cn

اوس د روژې مياشت ده نو ټولو اوريدونکو ته نېکمرغي سوله او د سوکالۍ په هيله !

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای