CRI Online

د بېجينګ د نيوجيې واټ په اړه کيسې

cri     (GMT+08:00) 2012-07-30 15:09:56

ټولو ته مالومه ده چې په نيو جيې واټ کې يو مشهور جومات شته چې يو زر کاله مخکې جوړ شو او چيني او عربي ساختماني بڼې لری.

د نيوجيې واټ اوسېدونکو په خولو په نيو جيې سيمه کې اوسېدونکي ټولټال زحمتکښ کسان دي او د خپلو مټو په زور او د خپل تندي په خولو ژوند تېروي ، نه بډايان دي ، خو دوي پرهيزکار مسلمانان دي او ټينګه مذهبي عقيده لری .په تېرو اوږدو زمانو کې دوي له ډول ډول ستونزو سره مخامخ وو ، خو لا هم له دغو مشکلاتو څخه ځانونه ژغورل شوي وو . د مثال په توګه په نيو جيې کې په نشه يي توکو هيڅ اخته کس او ګدا نه پېدا کېږي . نيو جيې په چيني ژبه د غويانو واټ مانا لری چې نيو د غويي او جيې د واټ ماناګانې لری . غويي د زحمت ګاللو نښه ده چې واښه خوري ، خو شيدي ورکوي . د نيو جيې اوسېدونکي لا پخوا مالداران وو او د غويي او پسه غوښو د پلورلو کاروبار يې هم کولو.

پوښتنه دا ده چې ولی د اوږدې مودې راهيسې په نيوجيې کې لوي ناورين نه پېښېده؟ يو ځواب يې دا دی چې اوسېدونکي د خداي په فضل ارام ژوند تېروي او له خپل وطن سره د مينې او د نورو د احترام کولو رويه غوره کوي.. بل ځواب يې دا دی چې نيوجيې ښه جغرافيايي موقعيت لری. په نيوجيې کې لارې کوڅې له جنوب څخه تر شماله پورې پرتې دي او شمال يې ټيټ او جنوب يې جګ دی. شمال د غويي لکۍ او جنوب د غويي سر ته ورته دی او ورته څيرمه يو پل شته چې هلته پخوا څړ ځای و . د غويي سر جنوب ته مخ دی چې لکه واښه خوري.

عجيب کار يې دا دی چې تر اوسه پورې نيوجيې واټ له همغږۍ او ارامۍ څخه ډک واټ دی او وګړي يې له ښکلۍ ټولنې څخه برخمن دي . د بېلګې په توګه په ٢٠٠٣ کال کې د چين په ټول هېواد کې د سارس ناروغۍ خپرېده ، خو په نيو جيې کې د سارس هيڅ ناروغ او حتی يو شکمن ناروغ هم نه پېدا کېده. ولی ؟ ګويا په نيو جيې کې اوسېدونکي مومن مسلمانان دي او يوازي اسلامي خواړه خوري ، نو په دغې خطرناکې ناروغۍ نه اخته کېده.

ټولو ته مالومه ده چې په نيو جيې کې د غويي او پسه غوښو پخولو ډېری پلورنځي خواره واره پراته دي . مثلا د جيو باو يون په نامه د غويي او پسه غوښو پلورنځی ډېری مشهور دی او

سل کاله مخکې جوړ شو. خوراک خوړل يو ډول کولتور دی. نيوجيې نه دا چې يوازی خوندور خواړه پکې خرڅېږي ، بلکې يو ډول سيمه ايز کولتور ترې څرګنديږي .

نن ورځ په جيو باو يون پلورنځي کې د پخوا په شان هر شی پاک دی او هيڅ مچ نه پېدا کېږي حتی د پلورنځي په وړاندی ځای هم صاف دی. د پلورنځي خاوند او کارکوونکي چې سپينې خولۍ په سر کوي او په سپينو کاليو اغوندي ، په مسکا د مشتريانو هر کلی کوي . په پلورنځيو کې ډول ډول خواړه په ښېښه يې پوښښونو کې پټ دي

په پخوا زمانه کې پخول شوي غوښې په يو ډول کاغذ تاوراتاو کېدې چې هغه وخت کې پلاستيکي کڅوړه نه وه ، خو د دوبي په تود موسم کې د نيلوفر په پاڼو تړل کېدې .

ولی په نيو جيې کې پلورل شوي غوښی خوندورې دي ؟ ځواب يې دا دی چې پخوا د نيوجيې مسلمانان درستکاران وو ، خو اوس لا هم په صادقانه رويه خپله چاره ترسره کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای