CRI Online

د چين د هوي قوم مسلمانان

cri     (GMT+08:00) 2012-08-24 16:20:48

د چين د هوي قوم مسلمانان

ګرانو دوستانو! د خپرونې په تيرو کړيو کې مو تاسو ته د چين د مسلمانانو په اړه ځيني معلومات وړاندی کړي او ښايی تاسو پوهيږۍ چې د چين د هوي قوم وګړي له اسلام مبارک دين سره نژدی اړيکې لري. ځينو اوريدونکو هم د ليکونو يا بريښناليکونو له لارې له موږ څخه غوښتنه کړې چې د چين د مسلمانانو په تېره بيا د هوي قوم په اړه لازيات معلومات تاسو محترمو اورېدونکيو د همدې خپرونې له لارې معرفي کړو. دغه راز د خپرونې په دغه کړۍ کې به تاسو ته د چين د هوي قوم په اړه بنسټيز معلومات وړاندی کړم. هيله ده چې د خوښې وړ مو وګرځي!

د هوي قوم د چين يو ملي لږکی دی خو له لومړيو څو لويو ملي لږکيو څخه شميرل کيږي چې د ابتدايی شميرنې له مخې کابو نهه ملونو تنو ته يې د وګړيو شمير رسيږي. د هوي قوم وګړي د هېواد په بېلابېلو ځايونو کې اوسيږي خو د نينګ شيا د هوي قوم په خودمختاره سيمه د استوګنې اصلي ځای دی.

د هوي قوم وګړي د چين د هان قوم ژبه او ليک دود هم کاروي خو د دوي په ژوندي خبرو کې ځيني عربي او فارسي کلمې هم شامل شوې دي. د چين د شينجيانګ د اويغور په خودمختاره سيمه کې د هوي قوم ځيني اوسيدونکي هم اويغوري ژبه يا د نورو ملي لږکيو ژبې کاروي.

د هوي قوم وګړي ژوندي جامې د هان قوم له جامو سره نسبتاً يو شان دي خو ترټولو لوی توپيريې دا دی ورسره چې دوي خولۍ په سر وي . د هوي قوم نارينه وګړي په سر سپينې يا تورې خولۍ ډېرې ليدل کيږي او ښځې يی هم ټکری ( يا خولۍ )په سر کوي.

د اسلام دين د هوي قوم قومي مذهب بلل کيږي او په بله خبره د هوي قوم ټول وګړي مسلمانان دي. نو اسلام دين د هوي قوم په ژوند کې ستر اهميت لري.

څو ورځې مخکې سږ کال د روژې مياشت پای ته ورسيده او په بيجينګ کې د هوي قوم وګړو له نورو مسلمانانو سره يو ځای د کوچني اختر هم لمانځنه کړې ده.

د هوي قوم وګړي د هېواد په هر ښار کې اوسيږي خو عموماً په ډله ييزه توګه ژوند کوي ځکه چې د دوي په اوسيدونکو سيمو کې بايد جوماتونه جوړ شي او خلک غواړي د جومات په شاوخوا واوسيږي. اوس د چين په هر ښار کې جوماتونه ليدل کيږي او په بله خبره په هر ښار کې د هوي قوم مسلمانان ليدل کيږي.

نينګ شيا د ولايت په کچه د هوي قوم خودمختاره سيمه ده او په نورو ځايونو کې د ښار يا ولسوالۍ په کچه خودمختارې سيمه هم ډيرې زياتې دي. د نينګ شيا ترڅنګ د ګن سو، چينګ های او يون نان ولايتونو او د شينجيانګ د اويغور په خودمختاره سيمه کې د هوي قوم وګړي نسبتاً زيات دي.

د هوي قوم وګړي د سوداګرۍ او هنر په برخو کې لوي لاس لري. هواړ په نامه د سندرو يو ځانګړی شکل دی چې د هوي قوم ځلانده هنري نښه ده.

ښايی چې تاسو ته معلومه ده چې په چين کې د هوي قوم په ګډون لس ملي لږکي پر اسلام دين عقيده لري مثلاً اويغوري، تاجکي ، ازبکي او قرغزي قومونه خو د هوي قوم د چين ځانګړی ملی لږکی دی نو د چين د مسلمانانو يوه نښه بلل کيږي.

ګرانو دوستانو! که تاسو غواړۍ د چين په اړه نور معلومات ترلاسه کړۍ نو کولی شي چې د پښتو څانګې ويب سايټ وګورۍ او زموږ د ويب سايټ پته ده:

موږ هرکلی کوو چې تاسو پر باندی يی خپلې خبرې هم وليکۍ او موږ به يی په راډيويی خپرونو کې له ټولو اوريدونکو سره هم شريک کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای