CRI Online

د چين او ترکيې اسلامي کلتور نندارتون په ترکيه کې پرانستل شو

cri     (GMT+08:00) 2012-09-05 09:21:21

د چين او ترکيې اسلامي کلتور نندارتون په ترکيه کې پرانستل شو

د اګيست په ٣١ نېټه د چين او ترکيې د اسلامي کلتور نندارتون چې د چين او د ترکيې د مذهبي چارو د ادارو له خوا په ګډه جوړ شوی، د ترکيې په لوی ښار استمبول کې ترسره شو او د دواړو هېوادونو د حکومتونو ، تصديو او خبري رسنيو د استازيو په ګډون څه دپاسه ٥٠٠ تنو وګړيو د پيل په مراسمو کې ګډون کړی دی.

*

مراسم د قران عظيم الشان د څو ايتونو په تلاوت د همدې ورځې د سهار په لسو بجو پيل شوی چې د ترکيې د صدراعظم مرستيال بوزدګ د چين د مذهبي چارو ادارې مشر وانګ زو ان د ترکيې د مذهبي چارو ادارې مشر ګورميز د چين د اسلامي ټولنې مشر چن ګوان يوان په ترکيه کې د چين سفير ګونګ شياو شنګ او په استمبول کې د چين کنسولګر جانګ چينګ يانګ په ګډون چارواکو د پيل په مراسمو کې حاضر وو.

دغه فعاليت د چين او ترکيې ترمنځ لومړی اسلامي کلتوري فعاليت بلل کيږي نو د دواړو خواوو د حکومتونو او عامو وګړو ډيرې پاملرنې ځان ته راجلب شوې دي. د ترکيې د صدراعظم مرستيال بيکيربوزدګ د دغه فعاليت د پرانيستونکو مراسمو د ګډون په ترڅ کې وويل چې ترکيه او چين د دواړو عنعنوي متمدنو هېوادونو په توګه بايد په بېلابېلو ساحو کې همکاري پياوړې کړي. د دواړو هېوادونو د مسلمانانو ترمنځ تګ راتګ د دواړو خواوو د مذهبي همکارۍ لپاره ستر اهميت لري.

*

دغه ستر فعاليت په وسيله د چين د مسلمانانو د ژوند، کلتور او فکر د ترکيې خلکو نندارې ته وړاندی شوي چې ستر اهميت لري. راتلونکی کال کې به په چين کې د ترکيې د کلتوري کال فعاليت ترسره شي. په هغه وخت کې به د ترکيې د اسلامي کلتور په اړه يو لړ نندارې او فعاليتونه جوړ شي. زه باور لرم چې دغسی فعاليتونه د چين او ترکيې په تيره بيا د دواړو خواوو د مسلمانانو ترمنځ د تګ راتګ يو ښه پيل دی چې ځلانده راتلونکی هم ولري. زه له اړوندو کارکوونکو څخه مننه کوم.

نوموړی فعاليت به اته ورځې دوام ولري چې د سپتمبر تر ٧ نيټې پورې وي. په همدی وخت کې چين به د څه دپاسه سلو تنو په ګډون مذهبي پلاوی هم وليږي. دغه فعاليت د چين اسلامي کلتوري نندارتون، د چين او ترکيې ترمنځ د اسلامي مذهب د تګ راتګ غونډې، د قران کريم حفظ کولو او هنري نندارې په ګډون څلور برخې لري.

د چين د مذهبي چارو ادارې مشر وانګ زو ان د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې هم وويل:

*

د اسلام مقدس دين سوله بښونکی دين دی. موږ غواړو د دغه فعاليت له لارې نړۍ ته وښيي چې اسلام دين سوله ييز دين او مسلمانان سوله بښونکي دي چې د نړۍ سولې او همغږی ساتنه د اسلام دين ستره دنده هم ده. هغه نظر چې ترهګريز کړه وړه يی له کوم دين يا ملت سره تړلی، بيخي کلتوري سپکاوی او مذهبي تبعيض دی. د چين مسلمانان به د ترکيې د مسلمانانو په ګډون د نړۍ له مسلمانانو سره يو ځای سوله ساتونکی دنده پر غاړه واخلي چې يوه ارامه او سمسوره نړۍ اباده کړي.

د دغه فعاليت له پرانيستونکو مراسمو نه وروسته د دواړو هيوادونو مامورينو اړوندې په زړه پورې نندارې هم کتلې دي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای