CRI Online

د چين مسلمانان

cri     (GMT+08:00) 2012-09-10 20:11:10
د چين مسلمانان

ګرانو دوستانو! د خپرونې دغۍ کړۍ ته مو زه شي مونګ هرکلی کوم. د خپرونې په دغه کړۍ کې به تاسو ته د چين د مسلمانانو په اړه ځيني خبرونه وړاندی کړم . هيله ده چې تاسو د خپرونې تر پايه راسره پاتی شۍ. موږ هيله لرو چې له تاسو سره په چين کې د مسلمانانو د ژوند او کلتور په اړه اړوند معلومات شريک کړو. که تاسو د چين د مسلمانانو په اړه کومه پوښتنه ولرۍ نو مهرباني وکړۍ موږ ته ليکونه يا بريښناليکونه وليکۍ. په کابل کې زموږ پوستي پته ده: د افغانستان مرکزي پوسته خانه پوست بکس شمېره لس . زموږ د ويبسايټ پته ده pushtu.cri.cn

٤٠ ډوله هغه کتابونه د لومړي ځل لپاره چاپ شوي چې د چين او بهرنيو هېوادونو له خوا په ګډه جوړ شوي دي.

د کارتون شينجيانګ، د شينجيانګ د تاريخ او نن ورځې تصويرونه او د شينجيانګ منظرې په ګډون څه دپاسه ٤٠ کتابونه چې په جلا جلا توګه د چين، پاکستان، قزاقستان او امريکا له خوا جوړ شوي، د سپتمبر په ٤ نېټه په شيجيانګ کې د چين او اسيا اروپا ترمنځ لوی نندارتون کې د لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندی شوي دي.

هغه پنځه کتابونه چې په جلا جلا توګه د کارتون شينجيانګ، شينجيانګ ته تلل، د لويديزې سيمې کلتوري خزانه، د وريښمو په لار کې شينجيانګ دي، د پاکستان د ښه ګاونډي مطبعې له خوا په انګليسي ژبه جوړ شوي دي. دغه کتابونه هم د قزقستان د دوستۍ پل مطبعې له خوا په روسي ژبه جوړ شوي دي. دغه راز چين او د امريکا دوو مطبعو سره يو ځای څه دپاسه ديرش کتابونه چاپ کړي دي.

د چين او پاکستان د محصلينو ټولنې د پاکستاني ډلې مشرمشهد حسين وويل چې د پاکستان له خوا چاپ شوي هغه پنځه کتابونه زموږ د ټولنې له خوا غوره شوي دي. نور زيات کتابونه زموږ د چاپولو په پلان کې شامل شوي دي.

د چين د چاپولو چارو د عمومي ادارې د مطبعو رياست مشر ووشانګ جي وويل چې په وروستيو کلونو کې د چين حکومت له ګاونډيو هېوادونو سره کلتوري تګ راتګ په تېره بيا د چاپولو چارو ترمنځ تبادلې ته په درنه سترګه ګوري. نوموړي کتابونه په بهر کې چاپول د چين پېژندنې په موخه د بهرنيو کتونکو لپاره يوه کړکۍ وګرځي.

د شينجيانګ اويغور خودمختارې سيمې د مطبوعاتو ادارې ګل خان تورخون وويل چې په وروستيو کلونو کې د شينجيانګ مختلفو مطبعو د بهرنيو هېوادونو له بېلابېلو مختلفو مطبعو سره د همکارۍ ١٢٢ تړونونه لاسليک کړل. په عين وخت کې د شينجيانګ اړوندو څانګو له پاکستان او قزقستان سره په ګډه مطبعې جوړې کړې ترڅو چې په ځايی هېوادونو کې د چين د شينجيانګ په اړه کتابونه چاپېدای شی.

په نوموړو مراسمو کې چين پاکستان قزقستان او امريکا ته د اويغور دوولس مقام په نامه هنري کتابونه ورکړل چې د شينجيانګ کلتوري ځلانده خزانه بلل کيږي.

د مغولستان قزقستان او امريکا په ګډون له ١١ هېوادونو څخه او د چين د تايوان هانګکانګ په ګډون د ځينو ولايتونو ګڼ شمير مطبعو د چين او اسيا اروپا ترمنځ په دوهم لوی نندارتون کې هم ګډون کړی دی.

د خپرونې په پای کې له ټولو اوريدونکو څخه مننه کوم چې د چين د مسلمانانو خپرونې اوري. زموږ دغه خپرونه د پښتو څانګې په ويب سايټ کې هم کتل او اوريدل کيږي . هيله ده که انترنټ ته لاس ته رسی ولرۍ تاسو زموږ ويب سايټ هم وګورۍ په انترنټ شبکه کې زموږ پته ده : pushtu.cri.cn

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای