CRI Online

د چين حکومت د مسلمانانو د حج ادا کولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيسي

cri     (GMT+08:00) 2012-10-15 12:11:47

د چين حکومت د مسلمانانو د حج ادا کولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيسي

سږ کال د حج ادا کولو وخت نژدی کيږي نو د چين په بېلابېلو ځايونو کې مسلمانان هم د ګن سو، نينګ شيا او شينجيانګ له لارې د ځانګړو الوتکو په وسيله د حج ادا کولو لپاره مکې معظمې ته ځي. د شميرنې له مخې سږ کال د چيني مسلمانانو شمير چې ژر به حج ادا کړي، د تير کال په پرتله زياتېدو سره ١٣ زره اته سوه تنو ته ورسيږي. دغه راز د چين د مذهبي چارو ادارې او اسلامي ټولنې له اړوندو څانګو سره يو ځای د ترانسپورټ ، طب او هستوګنې په اړه يو لړ تدبيرونه نيولي چې د دغو مسلمانانو د حج ادا کولو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

(لومړی اواز)

کاکا، مهرباني وکړۍ ستاسو پاسپورټ ! سمه شوه! پام وکړۍ!...

څو ورځې مخکې د نينګ شيا په ين چوان نړېوال هوايی ډګر کې ٣٣٢ تنه مسلمانان د اړوندو سندونو له بشپړولو وروسته د سي ای ٩٥٥ ١ نمبر الوتکې په وسيله مکې معظمې ته تللي دي. له دغې جملې څخه سپين سری هاو ون مينګ د لومړي ځل لپاره حج ادا کړي نو په هوايی ډګر کې د کارکوونکو خدمتونو پر ده باندی ژوره اغېزه کړې ده. هغه وويل:

(دوهم اواز)

ټول کارکوونکي ډېر مېلمه پال دي چې له سپين سرو او سپين ږيرو سره مرسته کوي. هر شی منظم دی موږ ډير راضي يو.

د نينګ شيا پوليسو د سرحدي څارنې ډلې د دغو مسلمانانو لپاره د سرحدي څارنې او امنيتي ساتنې دنده پر غاړه لري. دوی د تيرو تجربو پر بنسټ د لمونځ کولو سيمې ځانګړی کولو او خدمتي ګروپ جوړولو په ګډون يو لړ تدبيرونه نيولي دي. د نينګ شيا پوليسو د سرحدي ساتنې قوماندنۍ مدير ليو وۍ وويل:

(درېيم اواز)

موږ خدمتي ګروپونه او سپينې لارې جوړې کړې دي د دې ترڅنګ اړوندو کسانو ته څرغونه لرونکي څوکۍ ، دواګان او داسی نور چمتو شوي دي.

د نينګ شيا د حج ادا کولو ډلې سرمنشي او د نينګ شيا د هوي قوم خودمختارې سيمې د مذهبي چارو رياست د حج ادا کولو مرکز مدير ژن های جينګ وويل چې سږ کال د نينګ شيا د حج کولو له ډلې څخه ٢٦٠٠ تنه مسلمانان په جلا جلا توګه د اتو ځانګړو الوتکو له وسيله مکې معظمې ته ولاړ شي چې په تاريخ کې بی ساری دی.

د خبر له مخې سږ کال له چين څخه کابو ١٣ زره اته سوه تنه مسلمانان د ٤١ الوتکو په وسيله د حج ادا کولو لپاره مکې معظمې ته ولاړ شي.

د حج ادا کولو لپاره د چيني مسلمانانو د شمير زياتيدو په اړه د چينګ های ولايت د شي نينګ ښار د دونګ ګوان لوی جومات د ادارې مشر ما شه وويل:

(څلورم اواز)

اوس د مسلمانانو ژوند ورځ په ورځ ښه شوی نو هغه مسلمانان هم زيات شوي چې د حج ادا کولو شرايط لري. مسلمانان ډير خوښ دي. سږ کال له چينګ های څخه کابو دوه زره مسلمانان حرکت شوي دي چې رقم يی د تير کال په پرتله زيات شوی دی.

په چين کې څه دپاسه شل مليونه مسلمانان ژوند کوي چې په عمده توګه په شينجيانګ، چينګهای، ګن سو، يون نان او نينګ شيا په سيمو کې اوسيږي. حج ادا کول د مسلمانانو له پنځو فريضو څخه شميرل کيږي او د چين د اسلام ټولنې يو ستر فعاليت دی. نو د چين مذهبي چارو ادارې او اسلامي ټولنې له مسلمانانو سره د ښه خدمت کولو لپاره د حکومت له نورو څانګو سره يو ځای د ضمانت ډېر تدبيرونه نيولي دي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای