CRI Online

په چين کې د اسلامي توليداتو لومړی صنعتي سيمه د جوړيدو په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2012-10-29 10:41:10
په چين کې د اسلامي توليداتو لومړی صنعتي سيمه د جوړيدو په حال کې دی

د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې، څو ورځې مخکې د چين په لان جو ښار کې د اسلامي توليداتو لومړی صنعتي سيمې د معرفي کولو غونډه په بيجينګ کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې د لان جو ښار هونګ ګو ادارې سيمې د يادې صنعتي سيمې ابادولو پروژې په اړه د هېواد له ملي انکشافي بانک او د امين شرکت له ځينو بهرنيو تصديو سره د شپږو سوو يوانو په ارزښت د پانګونې غوښتنليکونه لاسليک کړي دي. د معلوماتو له مخې دغه صنعتي سيمه په چين کې د اسلامي توليداتو لومړی صنعتي سيمه هم وي.

په ٢٠١٠ کال کې د ګن سو ولايت د امين په نوم اسلامي توليداتو شرکت په ١٨٥ مليونو يوانو په پانګې سره د اسلامي ژلاتين توليدي کرښه جوړه کړې ده چې توليدي توان يی دری زره ټنه دی. اوس د دغه شرکت توليدات ټول هېواد ته پلورل کيږي. د امين شرکت عمومي منيجر سوهان وويل:

زموږ شرکت د لان جو ښار د هونګ ګو سيمې د اسلامي توليداتو په صنعتي سيمه کې لومړنی شرکت دی چې عمده توليدات مو اسلامي ژلاتين دی. په دې وروستيو دريو مياشتو کې زموږ ټولې زيرمې پلورل شوي دي. زموږ موخه ده چې په بازار کې اړوند توليدات اسلامي شي. موږ به له خپلو سيالانو سره ګډ کوششونه وکړو. زموږ د تجربو له مخې د اسلامي توليداتو صنعت په راتلونکي بازاري سياليو کې کليدي رول ولوبوي.

د خبر له مخې، هونګ ګو سيمه د ګن سو ولايت د لان جو ښار په جنوب لويديز کې پرته ده چې اوس په کې ډيرې لويې تصدۍ خپلې فرعي څانګې لري. د لان جو ښاروالي مرستيال او د هونګ ګو سيمې ګوندي مشر شيان دا مينګ وويل:

د هېواد د لويديزې سيمې د پرمختګ د نوي پړاو په حال کې زموږ سيمه د مرکزي حکومت هغه فرصت نيسي چې په ګن سو کې د هغو ښارونو انکشافي شکل بايد بدل شي چې کاني سرچينې يی کميږي. اوس د سکرو، الومينيوم او بريښنا صنايعو په جوړښت د څوقطبيز انکشافي حالت رامنځته شوي دي. د لان جو د اسلامي توليداتو صنعتي سيمه زموږ يو لوی تدبير بلل کيږي.

هغه هم وويل چې لان جو به په پراخه او ژوره توګه د ورخلاصون انکشافي تګلارې پلی کړي او د اسلامي ژلاتين په اړه به اړوند چيني او بهرني شرکتونه راجلب کړي چې دوی ته امتيازي تګلارې، غوره خدمتونه او ښکلي چاپيريال برابر کړي.

په بيجينګ کې د سوډان سفارت اقتصادي او تجارتي مرکز مرستيال بابيکير احمد وويل:

زه فکر کوم چې اسلامي توليدات زموږ لپاره ستر ارزښتونه لري. دغه ډوله توليدات لوی بازارونه لري چې ډير هېوادونه دا ډول توليداتو اړتيا لري چې د اسلامي قاعدو له مخې توليديږي او په اسلامي هېوادونو کې د هرکلی وړ وي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای