CRI Online

په مکه کې د چين له خوا جوړ شوی اورګاډی

cri     (GMT+08:00) 2012-11-12 10:13:24
په مکه کې د چين له خوا جوړ شوی اورګاډی

دا مشکل کار دی چې د غرونو ترمنځ د چټک اورګاډي لاره جوړيږي. اوس مکې ته ورتګ د پخوا په پرتله ډېر اسان کار دی . چينايان وتلی خلک دي.__له کويت څخه راغلی ښاغلی حج محمد د سين هوا اژانس خبريال ته همداسی وويل.

سږ کال د حج کولو په موده کې په مکه معظمه کې د چين د اورګاډي لارو ابادولو شرکت له خوا د جوړې شوې اوسپنيزې لارې په وسيله په اوو ورځو کې کابو څلور مليونه مسافرين وړل راوړل شوي وو. دغه اورګاډی ډاډمن او چټک دی چې له نړۍ څخه د راغلو مسلمانانو لخوا ډېر وستايل شول . د دغه چټک اورګاډي خاوند د سعودي عربستان د ښارونو او کليوالو سيمو د ابادۍ وزارت دی . د دی وزارت يو مامور وويل چې د چټک اورګاډي لارې د نړۍ د مسلمانانو لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

د چين د اورګاډي لارو ابادولو شرکت د ٢٠٠٩ کال په فبرورۍ کې د سعودي عربستان د ښارونو او کليوالو سيمو د ابادۍ له وزارت سره يو تړون لاسليک کړی چې له مخې يی په مکه کې د چټک اروګاډي يوه لاره جوړه کړي. د ٢٠١٠ کال په نوامبر کې دغه لاره په بريالۍ توګه په کار کې لويدلې وه چې عمومي اوږدوالی يی ١٨ کيلومترو ته رسيدلی او نهه تم ځايونه لري. د ډيزاين له مخې په هر ساعت کې له يوې خوا ٧٢ زره تنه کسان وړل کيږي . له هماغه وخت راهيسي د دغو اورګاډيو په وسيله د نړۍ له ١٥٠ هېوادونو څخه اته مليونه تنه کسان وړل راوړل شوي دي. پخوا د اووه اته ساعتو واټن اوس په لس ګونو دقيقو کې پوره کيږي چې پر ځمکو د ترانسپورټ فشار تر ډېرې اندازې پورې کم شوی دی.

که څه هم دغه د ګړندي اورګاډي لاره يوازی اتلس کيلومتره اوږدوالی لري خو په بهر کې د چيني شرکت لومړنی لاره ده چې پخپله ډيزاين، جوړه او اداره شوې ده. ___

د چين د اورګاډي لارو د ابادۍ شرکت مشر جاو ګوانګ فا همداسی وويل.

ځکه چې په مکه کې د حجيانو ګڼه ګوڼه او تودوخه يی لوړه و د شګو باد هم کله کله لګيده نو د لارې په اوږدو کې د نهو تم ځايونو د ابادۍ کچه په نړۍ کې ډېره پرمختللې ده او د دې ترڅنګ جوړې شوې ودانۍ هم له شګو څخه ډډه کولی شی او په صحرايی سيمه کې ځانګړی ايرکنديشنرونه په کې درول شوي دي. د دغې اوسپنيزې لارې په بنستيزو تاسيساتو کې امريکايی معيار په ودانيو کې ځايی معيار استعماليږي او اداره يی له اروپايی معيار سره سمون لري.

د همداسی لارې جوړونه عموماً دريو کلونو ته اړتيا لري خو د تړون له مخې د مکې د دغې لارې د بشپړولو وخت يوازی ٢٢ مياشتې دي. د تړون لاسليک، د ويزې چارو، د روژې مياشتې او نورو عناصرو نه پرته د ابادۍ واقعی وخت يوازی ١٦ مياشتې دي. د دغې پروژې عمومي سلاکار د المان د دي بي ای شرکت عمومي منيجر دانيل د دغې پروژې په ټول بهير کې ګډون کړی او ويی ويل چې ما د اورګاډيو پټلۍ د ابادۍ په کارونو کې ٣٠ کاله کار کړی او د مکې د اورکاډي لاره ترټولو مشکله لاره ده. مګر چينايانو هر ناشونی کارونه ترسره کړي چې زه دوی ته تحسين وايم.

د سعودي عربستان په اقتصادي ورځپاڼه کې ويل شوي چې د سعودي عربستان په تاريخ کې دغه غټه پروژه بی ساری ده او په څه دپاسه يو کال کې يی جوړه شوې ده چې يوازی د چيني شرکت له خوا ترسره کيدای شی.

په سعودي عربستان د چين لوی سفير لي چنګ ون هم وويل چې چټک اورګاډی اسلامي نړۍ ته د چين يو لوی خدمت بلل کيږي چې د چين او سعودي عربستان ترمنځ د دوستۍ يو مهم يادګار هم دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای