CRI Online

د چين څه دپاسه لس زره حجيان له مکې څخه بيرته راستانه شول

cri     (GMT+08:00) 2012-11-28 10:48:47
د چين څه دپاسه لس زره حجيان له مکې څخه بيرته راستانه شول

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د خپرونې دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. هر کال د چين ګڼ شمير مسلمانان د حج ادا کولو لپاره مکې معظمې ته ځي. سږ کال د چين څه دپاسه لس زره تنه مسلمانانو د حج مبارکه فريضه ادا کړې ده. د نومبر په ٢١ نېټه د نينګ شيا، چينګ های او هه بۍ ولايتونو ٣١٥ تنه حجيانو په سپارښت سره الوتکه له سعودي عربستان څخه په خوندي توګه د بيجينګ هوايی ډګر ته کښته شوه. له دې نه څرګنديږي چې سږ کال د چين ټول ١٣٨٠٠ تنه مسلمانان د حج ادا کولو وروسته چين ته بيرته راستانه شوي دي.

له هه بۍ ولايت څخه سپين سری ليو يو فنګ په خوشحالۍ سره د حج ادا کولو بهير يو ځل بيا کتنه وکړه او ويی ويل :

دغه ځل په مکه کې ٤٣ ورځ پاتی شوم. له حج ادا کولو وروسته زه نورخواشيني نه لرم. زه کعبه او عرفات غره ته هم تللی يم. زه ادعا کوم چې کورني مو نېکمرغه اوسۍ او هيواد مو سمسور وي!

د حج ادا کولو په موده کې د چين پلاوي خدمت کوونکو پر دوی باندی هم ژوره اغېزه کړې وه . ليو يو فنګ په دې اړه وويل

ما وليدل چې يوه سپين سری پر ځمکه ناست وه چې ښايی د زړه ناروغي به يې لرله نو زموږ ډاکټر سمدلاسه دی ته دوا ورکړه او زموږ استوګنځای ته يی بوتله. د يو مسلمان بوټان ورک شول او زموږ لارښود هم په خپله سمدلاسه د ده لپاره نوی بوټان واخيستل.

له هه بۍ څخه امام دينګ مينګ شينګ خبريال ته وويل

د چيني پلاوي انتظام ډير ښه و. زموږ د څانګ جو پلاوي څه دپاسه ٤٠ غړي لري چې زموږ حالات ډېر ښه دي.

٧٢ کلن سپين ږيری لي ليان فا خبريال ته هم وويل:

زموږ پر مړوندونو باندی داسی ابی کړۍ تړل شوی چې زموږ د ادرس او نور تفصلات په کې پرې ليکل شوي و. امنيتي مسئله بيخي نه شته. که کوم کس ورک شي نو ځايی پوليس به د دغې کړۍ سره سم سمدلاسه زموږ له پلاوي سره تماس نيولی شی.

د خبر له مخې، سږ کال له چين څخه کابو ١٣ زره اته سوه مسلمانانو مکې معظمې ته حج ادا کولو لپاره تللي و چې په جلا جلا توګه يی له لان جو، بيجينګ ، اين چوان ، ارومچي او کون مينګ څخه د ٤١ الوتکو په وسيله رسيدلي و. په همدې ورځ د مذهبي چارو ملي ادارې مرستيال جانګ له بين او د اسلامي ټولنې مرستيال عاديل جان او د مذهبي چارو ادارې د درېيم رياست مشر ما جين په هوايی ډګر کې د حجيانو هرکلی وکړ.

د خبر له مخې، د چين اسلامي ټولنې له ډېرو هوايی شرکتونو سره همغږي کړی ده چې د ټولو ٤١ الوتکو امنيت او د بيو امتياز تامين کړي. سږ کال په نړېوال بازار کې د نفتو بيه لوړه شوې خو د يادو الوتکو بيې د تير کال په پرتله برابره وه.

د دې ترڅنګ د چين اسلامي ټولنې د ٦٤ تنو غړيو په ګډون کاري ګروپ، د شينجيانګ، ګن سو ، چينګ های او نينګ شيا اړوندو څانګو د ٢٠٠ تنو غړيو په ګډون د لارښوونې ګروپ او د نور سل تنه امامانو په ګډون د مذهبي چارو خدمتي ګروپ جوړ کړل . د چين اسلامي ټولنې د ٥٢ غړيو په ګډون طبي ګروپ او اړوندې دواګانې او تجهيزات هم ورسره چمتو کړی و چې چيني مسلمانانو ته يی بېلابېل خدمتونه برابرول.

د دغې مرکې په پای کې سپين ږيری لي ليان فا په ډېرې خوشالۍ سره خبريال ته وويل

پر ما باندی يوه بله اغيزه ده چې ډير بهرنيان چيني مسلمانان پېژني او کله کله موږ ته افرين وايی. زه ډېر وياړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای