CRI Online

شينجيانګ د بياکارونکيو سرچينو د بېرته اخيستنې د هڅولو لپاره امتيازي تګلارې پلي کړې

cri     (GMT+08:00) 2012-12-20 17:59:12

اوس مهال په شينجيانګ کې د فلزي او پلاستيکي بوتلونو او زړو ماشين الاتو په شمول د بيا کارونکيو سرچينو د بېرته اخيستنې چارو چټک پرمختګ کړی دی .د شينجيانګ سوداګريزې څانګې په وروستيو ورځو کې د اړوندو تصديو د غښتليتوب لپاره يو لړ امتيازي تګلارې صادرې کړې دي.

زمونږ خبريال د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې له سوداګريزې څانګې څخه خبر اخيستی چې دغه سيمه به په راتلونکيو پنځو کلونو کې د بياکارونکيو سرچينو د بېرته اخيستلو لپاره انټرنيټي سيستم جوړ کړی چې مرکزونه يې اروموچی او د چانګ جي د هوي قوم خپلواکه ولسوالی دي او جنوب،شمال او ختيځ يې د يادې سيمې مرکزي ښارونو ته خپرېږي،په عين وخت کې به په ځينو ښارونو کې ددې سيستم د تطبيق ازموينې ترسره شی او په دی برخه کې به سيمه ييزې لويې تصدۍ هم جوړې شی څو چې د دغو تصديو له لارې د بياکارونکيو سرچينو د بېرته اخيستنې چارو پرمختيا چټکه شی.

د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د سوداګريزې څانګې مشر هه ايي مينګ په قوله له ٢٠١٣ کال څخه به سيمه ييز حکومت هر کال شل مليونه يوانه پيسې بېلې کړي تر څو د ياد سيستم د جوړولو ،د سيمه ييزو نمونوي تصديو د اړوندو تاسيساتو د اخيستلو ،د مالونو د ليږد راليږد اړ د معلوماتي کېدا ،د اړوندو نويو تخنيکونو د کارونې او د دستګاوو د ډيزاين او توليد څخه ملاتړ وکړي او اړوندو لويو تصديو ته مرستندويه پيسې هم برابرې کړي.

د دې ترڅنګ شينجيانګ به د يادو چارو د هڅولو او پرمختګ لپاره اړوندو څانګو او مهمو تصديو ته زياتې جايزې ور کړي . د بېلګی په توګه د هغو ښارونو عمده سوداګريزو څانګو ته به چې د بياکارونکيو سرچينو د بېرته اخيستنې سيستم د جوړولو لپاره د ازمويښتي ښارونو او سيمه ييزو لويو اډو په توګه ټاکل شوي ، دوه لکه يوانه او مهمو تصديو ته يو مليون يوانه پيسې د جايزې په توګه ورکړی شی .هغو پروګرام جوړونکيو ته به چې د شينجيانګ د کورنۍ سوداګرۍ د مهمو پروګرامونو په ليست کې شامل وي،پنځه يا اته لکه يوانه پيسې ورکړی شي او د هغو تصديو له خوا به چې د شينجيانګ د دواملرونکي اقتصاد او د انرژۍ د سپمولو او د ککړو توکيو د خپراوي اندازې د کمښت په برخه کې د يوې نمونې په توګ وټاکل شي،دری لکه يوانه پيسې تر لاسه شي.

په عين وخت کې به شيجيانګ د مالياتو له لحاظه اړوندو تصديو ته امتيازي تګلارې پلی کړي چې لمخې به يي اړوندو تصديو ته اخيستل شوې ګټې بيرته ورکړی شی.

سربېره پردې کومه تصدی چې د بياکارونکو سرچينو د بيرته اخيستلو په چارو لګيا دي ، بېګاران او تازه فارغ شوی زده کوونکي استخدام کړي، له اړوندو امتيازي تګلارو څخه هم ګټه اخيستی شی . که کومه تصدی هغه فارغ التحصيلين چې د لومړی ځل لپاره به د بياکارونکيو سرچينو د بېرته اخيستلو او کارولو په چارو لګيا وي او له دوولسو تنو څخه کم کارکوونکي وګماري، د خپلو چارو د شروع په لومړنيو دريو کلونو کې اړوند ماليات معاف وي او تر هغه وروسته به هم له امتيازي تګلارو څخه ګټه واخلي.

د معلوماتو له مخې اوس مهال په شينجيانګ کې يو سلو پنځوس تصدۍ د بياکارونکيو سرچينو په بېرته اخيستنې بوختې دي چې د دغو سرچينو د بيرته اخيستلو مرکزونه يې څه د پاسه پنځو زرو ته رسيدلی دی . هر کال د ربړو،پلاستيکي ، فولادي او فلزي شيانو په شمول د دغو مرکزونو له خوا د تر لاسه شويو بې فايده توکيو شمېر يو مليون او اووه لکه ټنه دي چې د پلورنې ارزښت يې شپږ مليارډ او اته سوه مليونه يوانو ته رسېږي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای