CRI Online

د کاشغر ښار نوې بڼه

cri     (GMT+08:00) 2013-01-02 20:23:50

ټول وګړي غواړي چې د کاشغر ښار زړه سيمه وګوري چې دا د کاشغر روح دی .روان کال په زړه ښاري سيمه کې څلور واټونه بيا رغونه شوي دي دغه خبره خبريال ته د شينجيانګ د خپلواکې سيمې د کاشغر ښار د ګوندي کميټې منشي چن شيو ګوانګ له خوا وويل شوه او زمونږ د راډيو خبريالان د ده په مل د اليا واټ ته ورسيدل چې په اوږدو کې يې أهنګرخانې ډېرې دي ،او هلته د زړې ښاري سيمې له اوسېدونکي اوبليک قاسم سره مخامخ شوو چې پر دی مهال يې د غاليو او کمپلو په وړلو سره له لنډمهالي استوګنځای څخه درې پوړيز کور ته روان و چې دا له خښتو څخه جوړ شو او ديوالونه يې د سختې زلزلې سره د مقابلې توان لري او کټارې يې ډېرې ښکلۍ دي.هغه وويل نوی کور ته تر ليږدولو وروسته موږ ډېر خوشحاله يو چې پخوا مو پنځه کوټې درلودلې او اوس نهه کوټې لرو . اوس مهال د واده مراسمو لپاره ډير بوخت يم ځکه چې زما لور به په راتلونکې جعمه کې واده وکړي . د ٢٠١٢ کال تر پايه پورې د کاشغر د زړې ښاري سيمې په مرکز کې د استوګنځايونو د بيا رغاونې کارونه په بنسټيزه توګه بشپړ شوی چې د اوبليک په شان ښاريان په پر له پسې توګه د نوموړې سيمې نويو کورونو ته نقليږي .د کاشغر زړه ښاري سيمه د بيا رغاونې وروسته نوې بڼه ښودل شوېده چې لارې يې پراخې شوې او د ځينو ترميم شويو کورونو پر ديوالونو باندې ښکلي انځورونه ليدل کېږي او ورباندي د ګرمۍ ساتلو نوی ډول ودانيز توکي کارول شوي دي .په لارو کې تګ راتګ موټرونه ډېر دي او د لارويانو ګڼه ګوڼه هم زياته ده .دلته خبريالان له يوه سيلاني سره مخامخ شوو چې د چين د شمال ختيځ لياو نيګ ولايت څخه راغلی دی . هغه وويل په ٢٠٠٠ کال کې مې کاشغر ته سفر کړی چې په هغه وخت کې يوازی دغه سيمه ډيره کوچنۍ وه، خو اوس په دغه ښار کې ستر بدلونونه راغلي او د نورو لويو عصري ښارونو غوندی دی ، په تېره بيا په تياره ماښام کې په ودانيو باندی ښکلي شوي څراغونه ځليږي لکه د اسمان ستوري دي . ورپسې موږ د ښاغلي محمدامين عيستي دری پوړيز کور ته چې پخوا يې يوازی دوه پوړيز و ،ننوتلو او د انګړ په منځ کې مو ډول ډول ګلونه ليدلي دي.ويل کيږي چې د محمد امين عيستي اوسنی کور د حکومت په مرسته جوړ شوی چې پخوا يې يوازی لس کوټې درلودې ، خو اوس په درې پوړيز کور کې يووېشت کوټې شته دي .هغه د پخوانی کور عکسونو ته په ګوته نيولو سره خبريالانو ته په خوښۍ سره وويل ( پخوانی کور مې ډېر زوړ او خراب و او کورونه يو بله تړل کېدل چې په منځ کې يو ګډ ديوال و . خوشحاله يم چې د حکومت په مرسته دغه زوړ کور ترميم شوی. که پخوا چا غوښتل چې خپل کور ترميم کړي ،نو له ګاونډ سره به يې د دغه ګډ ديوال په هکله سخت بحث وکړي،خو اوس د حکومت په همغږۍ سره دغه ستونزه پخپله حل شوې ده ، نو ځکه ډېر خوښ يو . د کاشغر زړه ښاري سيمه تر بيا رغاونې وروسته څلور نمونوي شيان ليدل کېږي چې لومړنی يې د ختيځې دروازې په ميدان کې د کاشغر د زړې ښاري سيمې يادګاری څلی دی چې د زړې ښاري سيمې تاريخ او د دغې سيمې د بيا رغاونې لامل ورباندي ثبت شوی دی، دوهم يې زر کلن لرغونی ښاري ديوالونه او دريم يې د أهنګرخانې بازار دی چې پکې زيات أهنګران راغونډيږي ،او څلورم يې د عدګار جوماته ته نژدې د استانبويي نومي زر کلن لرغونی واټ دی. اوس مهال د کاشغر بيارغونې شوې زړه ښاري سيمه نړيوالو ته د ښار نوې بڼه ښيي او هيله من دی چې دغه ښار ور ځ په ورځ ښکلی او ښيراز وي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای