CRI Online

د چين د های نان ولايت د هوی قوم له علاقه دارۍ څخه ليدنه

cri     (GMT+08:00) 2013-01-04 16:29:46

اته څلوېښت کلن ګاو يو هه د های نان ولايت د مشهور سيلانيز سان يا ښار د فنګ هوانګ علاقه دارۍ يو ملا دی او په دې ځای کې د دريو ميوه پلورونکي مغازو خاوند هم دی. د سيلاني چارو په ګړندي پرمختګ سره د ګاو يو هه د کورنۍ ژوند هم ښه شوی دی. هغه له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل

له هاي نان ولايت څخه د نړيوال سيلانيز ټاپو د ابادولو تګلارې له تطبيق راهيسې، ډېری کسان د بېلا بېلو چارو د پرمخ وړلو لپاره د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دغه ځای ته راغلي دي، نو ډير خوشحاله يو چې د سيلانيانو شمېر په زياتېدو سره زموږ ګټې هم زياتېږي.

د نړيوال سيلانيز ټاپو د جوړولو پلان چې د ګاو يو هه لخوا يادېده، په ٢٠٠٩ کال کې د چين د دولتي شورا لخوا پرېکړه شوی. دغه پلان سان يا ښار ته د پرمختګ لوی فرصت برابروي او ځايي مسلمانانو هم د دې پلان په تطبيق کې فعاله برخه اخيستې ده چې په نتيجه کې يې د ژوند سويه په څرګند ډول لوړه شوې ده. د فنګ هوانګ علاقه دارۍ د مشر مرستيال پو شوې شان خبريال ته وويل

په ٢٠١٢ کال کې د فنګ هوانګ له علاقه دارۍ څخه اخيستل شوي ماليات يو مليارډ دوه سوو اتيا مليونو يوانو ته رسيدلي او د هر تن په سر خالص عايدات اوه زره شپږ سوو يوانه دي چې د سان يا د ښاري سيمې په پرتله هم لوړ دي. په دې جمله کې د هوی قوم د دوو کليو د هر کليوال په سر کلني عايدات دېرش زرو يوانو ته رسېدلي دي.

د ځايي مسلمانانو د ژوند سويې تر لوړېدو وروسته، ډېری کسان غواړي چې د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره مکې ته لاړ شي. اوس د هوی قوم په دوو کليو کې تقربيا نهه زره کليوال شته او څه دپاسه اته سوه تنو د حج د ادا کولو لپاره نومونه ثبت کړي دي. په ٢٠١١ کال کې پنځه څلوېښت او په ٢٠١٢ کال کې شپږڅلوېښت تنه مسلمانان د حج ادا کولو په غرض مکې ته تللي دي. د سان يا ښار د اسلامي ټولنې مشر ها شاو لين له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل

اوس د وګړيو عايدات لوړ شوي، لس کاله مخکې موږ د غريبۍ له امله مکې ته د حج تللو توان نه درلود. د نړيوال سيلانيز ټاپو د ابادولو پلان له تطبيق راهيسې، های نان ولايت ډيره پرمختيا موندلې او د وګړيو ژوند سويه هم لوړه شوې ده. ځيني کسان مکې ته تللي او هم غواړي چې د دوهم او درېيم ځل لپاره حج ته ولاړ شي.

اوس په فنګ هوانګ علاقه دارۍ کې د لي ، مياو، هوی، هان څلورو قومونو وګړي اوسيږي چې پکې د مسلمانانو شمېر تقريبا نهه زره دی. د تاريخي سند له مخې، په دې ځای کې د هوی قوم مسلمانان يو زر کاله مخکې دلته په کډه راغلل . د سان يا مسلمانان د چين په ستره برخه کې له نورو مسلمانانو سره يو شان مذهبي کلتور لري او زياتره يې سنيان دي. خو څرنګه چې د دوی نيکه ګان له ويتنام څخه راغلي، نو د چين ملي ژبه نه کاروي او مروجه ژبه يې ويتنامي ژبې ته ورته ده.

د سان يا ښار د اسلامي ټولنې مشر ها شاو لين وويل، ډېری ځايي مسلمانې ښځې په سوداګرۍ لګيا دي، دا هم د دې سيمې د مسلمانانو يوه ځانګړتيا ده. ځايي مسلمانې ښځې په بېلا بېلو سوداګرۍ بوختې دي چې د کورنۍ عايداتو د لوړتيا په عين وخت کې په کور او ټولنه کې خپل مقام يې هم لوړ شوی دی. له دې څخه د سان يا مسلمانانو ځانګړتيا ښکاريږي. ده وويل

دغه ځانګړتيا د نورو ځايونو په مسلمانانو کې نه لېدل کېږي. موږ په دې ځای کې د زرو کلونو لپاره له شاوخواوو قومونو سره د سولې په فضا کې استوګنه کړې او د دوی د غوره کولتورونو د منلو له امله زموږ ځانګړتيا رامنځته شوې ده.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای