CRI Online

د های نان ولايت د هوی قوم ښکلۍ ښځې

cri     (GMT+08:00) 2013-02-07 17:08:23

 طبيعت سان يا ښار ته د سمندر پاکې اوبه، شنې ونې، سره ګلان او د سمندر په غاړو سپينې شګې، په دومره ښکلی منظره کې د سان يا د هوی قوم ښځې هم نورې هم ښکلې ښکاري.

د سان يا ښار د هوی قوم په دوو کليو کې تقريبا نهه زره تنه مسلمانان اوسيږي. که څه هم د مذهبي عقيدې او کولتور له نظره دوي د چين د نورو سيمو له مسلمانانو سره توپير نه لري ، خو ځانګړتياوې هم لري، په تېره بيا د ښځو د جامو اغوستلو په برخه کې . هم د هوی قوم په کليو او هم په منظره لرونکيو ځايونو کې د مسلمانو ښځو رنګارنګ جامې او ښکلي پړوني ډېر د پاملرنې وړ دي. کله چې خبريال د هوی مسلمانانو کلي ته تللی، د واده په مراسمو کې يې وليدل ، ناوې چې ښکلی لباس يې اغوستې و ، مېلمنو ته د ميوو ست کولو . هغې خبريال ته وويل د دې ښکلی لباس له بهرني هېواد څخه اخيستل شوی. هغې وويل

زما دغه لباس زما د کشرې خور لخوا په اردن کې اخيستل شوی ځکه چې هغه په دغه هېواد کې زده کړه کوي . بيه يې څو سوه امريکايي ډالره ده. په خونه کې زما يوه بل جوړه جامې په ماليزيا کې اخيستل شوي. که څه هم د دغو جامو بيې ګرانې دي، خو ډېری ښکلۍ هم دي.

په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تر تطبيق راهيسې، د های نان ولايت سيلانيزو چارو ګړندی پرمختګ موندلی او د سان يا مسلمانان هم د سيلانۍ په اړوند کاروبار بوخت دي چې په پايله کې د دوی ژوند ډېر ښه شوی دی. په ٢٠٠٩ کال کې د چين حکومت له های نان څخه د نړيوال سيلانيز ټاپو د ابادولو موخه ټاکلې ده ، ور پسې دغه سيمه د پرمختګ له ډېر ښه فرصت سره مخامخ ده او د ځايي هوی قوم مسلمانانو د ژوند سويه هم ور سره لوړه شوې ده. نو د يادې ناوې په شان ښځې چې له بهرنيو هېوادونو څخه جامې اخلي، ډېرې دي.

شپږدېرش کلنه ليو شياو هوا د جامو ګنډلو د يوې فابريکې خاونده ده او څو ورځې مخکې يې له ماليزيا څخه ځينې ټوکران وارد کړي. هغې وويل د پخوا په پرتله، اوس مهال د سان يا مسلمانې ښځې په ماليزيا کې اخيستل شويو ټوکرو ګنډل شوې جامې خوښوي ځکه چې رنګونه يې ډېر ښکلي دي. دې وويل

مخکې مو په چيني ټوکرو ګنډل شوې جامې اغوستې چې يو متر ټوکر بيه يوازې شل يا دېرش يوانه وو، خو اوس زموږ په فابريکه کې د ټوکر بيه هر متر لږ تر لږه سل يوانه دي چې له بهر څخه مو وارد کړي دي.

مېرمن ليو يو هوا پخوا شال پلورنکې وه، په دې وروستيو کلونو کې څادرو ته د مسلمانو ښځو اړتيا ډېره شوې چې يوازې د سان يا ځايي سپارښتنې وار په وار زياتېږي. د دې فابريکه توان نه لري چې دغه سپارښتنې ټولې پوره کړي . نن ورځ ليو يو هوا د څه دپاسه دوو مليونو امريکايي ډالرو په ازرښت سرمايو په درلودلو سره په خپله سيمه کې ډير شهرت لري هغې وويل اوس وګړي شتمن شوي، پخوا يوې ښځې يوازې يو څادر درلود، خو اوس لږ تر لږه لسګونه ډول ډول څادرونه لري . دې وويل

د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې يوازې سور يا شين څادر لېدل کېدل ، خو اوس رنګارنګ دي او ډولونه يې هم بېلا بېل دي. پخوا مو ټېلفون نه درلود او پخپله جوړ شوي څادرونه مو پخپله پلورل . خو اوس د ټليفون په وسيله پړوني په مستقيمه توګه د مشتريانو کورونو ته ليږو.

خبريال هم وليدل چې په سان يا سيمه کې د مسلمانو ښځو پړوني نه يوازې رنګارنګ دي، بلکې پر پړونيو باندې ډول ډول تزييني شيان مثلا ملغلرو يا مصنوعي الماسو ښکلي شوي دي. مېرمن پو وې جن خبريال ته وويل پر سر ښکلی پړونی کول لسګونه کاله مخکې د وګړيو خوب و.

څادر په سر کول د اسلامي کلتور يوه نښه ده او اوسمهال د سان يا مسلمانو ښځو د ښکلا يوه نښه هم ده

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای