CRI Online

په کوچنی کلي کې مشهورې ستوري(١)

cri     (GMT+08:00) 2013-02-26 21:14:11

اورېدلی مې دی چې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې د مرکز ين چوان ښار په اطرافو کې د يانګ ګه نڅا يوه ډله چې دغه نڅا د چين په شمالي کليو کې مروجه ده ، ډير شهرت لري او ټولې غړې يې بوډۍ مېرمنې دي او حتی د بېجينګ په مرکزي ټلويزيون کې يې هم ننداره وکړه.

کله چې خبريال د کلی خولې ته ورسېد، له راډيو ريکاردر څخه پورته کېدونکې موسيقۍ غږ يې واورېده. هره ورځ تر غرمې وروسته له دريو بجو څخه تر پنځو بجو پورې د يانګ ګه نڅا د تمرين وخت دی. که څه هم اوس هوا ډېره سړه ده، خو دغې بوډۍ مېرمنې لا هم د نرمو جامو په اغوستلو د موسيقۍ سره سم تمرين کوي او د ځوانانو په شان حياتي ځواک او بدني روغتيايي څرګندېږي. د يوې سندرې تر ختميدو وروسته دوی له خبريال سره په خبرو اترو پيل وکړ.

(اواز) پخوا مې غاړه کله کله خوږېده، خو د دومره کلونو د نڅا کولو له امله غاړې درد مې بېرته روغ شوی او په ټول بدن کې اوس هيڅ درد نه احساسوم.

دغه انا چې ګاو جون ليان نومېږي، د ډلې مشره او سږ کال اوه پنځوس کلنه ده. پخوا به کله نا کله په کوچنيو ناروغيو اخته کېده . ٢٠٠٥ کال په دې کلي کې د يانګ ګه نڅا ډله جوړه شوه او هغې لومړی خپل نوم ثبت کړ. د نڅا کولو له اوو کلونو راهيسې، انا ګاو نه يوازې ښه روغتيا ساتلې، بلکې د خوشحاليو احساسات يې هم تر لاسه کړي. هغې وويل

مخکې مو په فارغ وخت کې يوازې سره يو ځای خبرې کولې او يا قطعه بازي کوله ، خو اوس موږ په فارغ وخت کې هره ورځ د يانګ ګه نڅا کوو او هره ورځ د ډېرې خوشحالۍ په فضا کې تېروو .

که څه هم انا ګاو اوس غښتلې نڅاګره شوې، خو اوه کاله مخکې په دې ډله کې د تازه ګډون په وخت کې لا هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ وه. څرنګه چې ميړه يې د هوی قوم يو محافظه کار سړی دی او د ده په اند، د هوی قوم ښځې بايد په کور کې ناستې وي او په بهر کې زياتې ښکاره نشي. د کلي د مشرانو تر قانع کولو وروسته، ميړه يې د يانګ ګه نڅا په ډله کې د خپلې مېرمنې ګډون ته اجازه ورکړه. په تېرو اوو کلونو کې، هغه وليدل چې ښځه يې له نڅا کولو څخه ډېرې ګټې تر لاسه کړې، هغه هم خوشحاله دی. ده خبريال ته وويل

زما ښځه له نمايش سره ډېره مينه لري. کله چې مېلمانه زموږ کور ته راځي، دې به دوی ته د بېجينګ د مرکزي تلويزيون په صحنه کې د نندارې ويډيو وښيې. اوس زه ددې فعاليت ملاتړ کوم او دې ته اجازه ورکوم چې په خپله خوښه په هر ډول فعاليت کې ګډون وکړي. زه هره ورځ هم ډېر بوخت يم، هغه نڅا کوي او زه په کور کې ډوډی پخوم.

د انا ګاو په پرتله، د انا چن د نڅا کولو بهير کې کوم مشکل نه و. نه يوازې ميړه يې پوره ملاتړ کوي، بلکې زامنو يې د دې لپاره يو کمپيوټر هم اخيستی څو چې هغه له انټرنيټ شبکې څخه د بېلا بېلو نڅاوو د زده کولو ښه فرصت ولري. اوس انا چن د دې ډلې استاذه ده. څرنګه چې هغه لومړی د انټرنيټ له لارې د نڅا مناسب حرکتونه زده کوي او بيا يې نورو غړيو ته ور زده کوي. د انا چن ميړه نا جون هم د خپلې ښځې وروسته پاتې نه دی، هغه په کلی کې د خطاطۍ ستوري په توګه بلل کېږی چې د اختر او جشن ورځو په رارسېدو سره کليوال ور ته بلنه ور کوي چې طومارونه وليکي. نو ويل کېږی چې د دوی جوړه په ګډه پرمختګ مومي. انا چن وويل

اوس زه د تفريح په وخت کې په انټرنيټ کې د هغه روغتيايي ورزش ويډيو ګورم او تر زده کړې وروسته نورو ښځو ته ور زده کوم چې دغه ډول ورزش خاص د زړو کسانو لپاره ترتيب شوی دی. کليوالي ادارې زموږ د کلتوري مرکز لپاره رنګه څراغونه او موزيک سنتر نصب کړی، نو موږ د تمرين لپاره ښه شرايط لرو، له دې نه پرته موږ په سياليو کې هميشه لومړی مقام نيسو، نو ډېر خوشحاله يو .

د انا چن ميړه نا جون خبريال ته وويل

مخکې زموږ اقتصادي شرايط ښه نه وو او توان مو نه درلود چې د خطاطۍ لپاره کاغذ او قلم واخلو ، نو علاقه مې له لاس ور کړه. اوس د بزګرانو ژوند ښه شوی، نو موږ هم بايد د پوهنې او کلتور په برخه کې خپله علاقه پيدا کړو.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای