CRI Online

په کوچنی کلي کې مشهورې ستوري(٢)

cri     (GMT+08:00) 2013-02-26 21:30:06

د هوی قوم خپلواکې سيمې د مرکز ين چوان ښار په اطرافو کې د يانګ ګه نڅا د يادې ډلې مشرې انا ګانو خبريال ته وويل د يانګ ګه نڅا په دې ډله کې تر ټولو ښکلی غړې ليو لان فنګ ده. شپږ څلوېښت کلنه ليو لان فنګ په دې ډله کې تر ټولو ځوانه غړې ده، هغې خپله ښه بدني بڼه ساتلې ده . هغې د ځوانۍ ساتلو رمزونو په اړه خبريال ته داسې وويل

په دې ډله کې زما د ګډون موخه د بدن وزن کمول دي، مخکې مې تقريبا اويا کيلوګرامه وزن درلود او د نڅا کولو تر څو کلونو وروسته وزن مې دری کيلوګرامه کم شوی، نو نڅا کول د بدني روزنې لپاره ګټور دي.

سره له دې چې د يانګ ګه نڅا دغه ډله د عامو بزګرو ښځو څخه جوړه ده، خو دوی يو مسلکی ښوونکی لري چې چن ګوانګ ليانګ نومېږی. ښاغلي چن ګوانګ ليانګ د ين چوان ښار د نڅاګرانو ټولنې دايمي مشاور دی، دری کاله مخکې هغه د شياو چياو کلی د کلتوري مرکز لخوا د يانګ ګه نڅا ډلې د ښوونکي په توګه وګمارل شو، د بېجينګ د مرکزي تلويزيون په ستيج کې د دې ډلې لخوا ننداره شوې نڅا د ښاغلي چن لخوا ترتيب شوه. نو د دې ډلې د غړيو په سترګو کې ښاغلي چن يو ډېر د درناوی وړ ښوونکی دی. ښاغلي چن په وروستيو دريو کلونو کې له اناګانو سره د يو ځای تمرين او نندارې د يادونې په وخت کې وويل

موږ وليدل چې بزګران هم هنر او کلتور ته اړتيا لري، خو دوی د ښوونکيو کمښت له ستونزې سره مخامخ دي، هيله من يو چې په کليوالو سيمو کې هنر او کلتور غوړېږي او د بزګرانو کلتوري سويه لوړېږي چې په دې وجه د ښارونو او کليو تر منځ توپيرونه کم شي.

موسيقي بيا پورته کېده او اناګانو بيا په نڅا کولو پيل کولو، خبريال د غړيو په منځ کې يوه نجلۍ وليدله، هغه د شياو چياو کلی نوې مشره جاو يان هوا ده چې درې کاله مخکې له پوهنتون څخه تر فارغت وروسته د کليوالو يوه مشره ګرځېدلې. د کار په فارغ وخت کې هغه هم له کليوالو ښځو سره يو ځای نڅا کوي، هغې وويل په کلی کې ژوند له خوشحاليو څخه ډک دی. دې خبريال ته وويل

مخکې مو پيسې نه درلودې، او هنري او کلتوري فعاليتونه مو نه شوای ترتيبېدای، اوس د بزګرانو ژوند ښه شوی، نو موږ بايد د دوی لپاره ځينی فعاليتونه ترتيب کړو. نن ورځ بزګران پر ځان ډېری باور لري او له نيکمرغۍ ډک ژوند تيروي، زه حتی دوی رخه کوم.

د مرکې په دوام کې هوا لږ لږ تياره شوه، خو اناګانو په بيړنۍ توګه کور ته د ستنېدو نيت نه درلود او له خبريال سره د راتلونکۍ موخې په اړه غږېدلې. انا ګاو جون ليان وويل

زه له نڅا کولو سره مينه لرم، غواړم چې په پر له پسې توګه ور ته دوام ور کړم.

انا چن فانګ وويل

بايد يانګ ګه نڅا کولو ته دوام ورکړم، اوس د ژوند فشار ډېر زيات دی، نو موږ بايد په خوشبيني توګه ژوند تېروو.

اناګانو خبريال ته وويل دوی يوه هيله لري چې د بېجينګ د مرکزي تلويزيون نه پرته په نورو لويو ډګرونو کې نمايش وکړي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای