CRI Online

د های نان د هوی قوم مشهور خوراک د کب ښوروا

cri     (GMT+08:00) 2013-03-05 15:25:27

د های نان ولايت د چين په جنوب کې واقع دی او هلته په سان يا ښار کې تقربيا د هوی قوم اته زره تنه مسلمانان ژوند کوي. د اوږدې مودې راهيسې له دې امله چې د دوی د اوسېدو ځايونه د هيواد د نورو مسلمانانو له اوسېدونکيو ناحيو څخه لېرې پراته دي ، نو د خپل ځانګړي فرهنګ لرونکي دي . د کب ښوروا چې ډېره خوندوه ښوروا ده ، د ځايي مسلمانانو د کولتور يوه نښه ده. نن ورځ دغه خوندور خوراک حتی د ځايي وګړيو يو ډول صنعت ګرځېدلی دی.

د کب ښوروا په اړه د سان يا ښار د هوی قوم ځانګړي واټ په دواړو غاړو ټولو رستورانتونو کې زيات مشتريان ليدل کېدل او د دروازې په څنګ کې ډېرو وګړيو انتظار کولو. په دغو مشتريانو کې ډېری سيلانيان وو، مېرمنې جانګ چې له بېجينګ څخه سان يا ته ورغلې، له سيلانيانو څخه يوه وه، هغې خبريال ته وويل د دې د سيلانې يو مهم پروګرام دغه خوندور کب ښوروا خوړل وو. دې وويل

سان يا ته تر راتلو مخکې مې په انټرنيټي شبکه کې د دې سيمې د ځانګړو خوراکونو په اړه د مالوماتو لټونې په وخت کې دغه کب ښوروا وليدله. نو پرېکړه مې وکړه چې هرومرو دغه خوندور خوراک وخورم. نو نن ورځ له ملګرو سره يو ځای دلته راغلم، دا يو واقعيت دی چې دغه کب ښوروا ډېره خوندوره ده.

سان يا ښار د سمندر غاړې ته نژدې دی او اوسيدونکي يې زياتره کب نيوونکي دي. په دغه سيمه کې يوه ډول ميوه ده چې کارامبورا نومېږي او رنګ يې شين دی . د دغه ډول ميوې او کبانو څخه پخول شوې ښوروا تروه او لږ څه خوږه ده ، دغه راز لوړ غذايي ارزښت هم لري، نو دغه تروه ښوروا په نژدې وخت کې شهرت موندلی دی

د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د چين مرکزي حکومت پرېکړه وکړه چې د های نان ځانګړې اقتصادي سيمه جوړه کړي، دغه راز های نان په چين کې تر ټولو لويه ځانګړې اقتصادي سيمه او د ولايت په کچه يوازنۍ دا ډول سيمه ګرځېدلې ده چې له امله يې په های نان ولايت کې د اقتصادي ابادۍ، د سيلانيزو چارو پرمختګ او د وګړيو د ژوندانه سويې د لوړتيا په شمول کارونه ټولټال د ګړندي پرمختګ په حال کې دي. ٢٠١٠ کال مرکزي حکومت هم له هاي نان ټاپو څخه د نړيوال سيلانيز ټاپو د جوړولو پلان وړاندې کړ چې د دې ولايت د مرکز سان يا ښار د سيلانيزو چارو د ګړندي پرمختګ لپاره يې نوی فرصت برابر کړی دی.

د سيلانيانو شمېر په ګړندي ډېرښت سره له سلو څخه زيات رستورانتونه هم جوړ شوي دي چې خاص د کب ښوروا پخوي . اوس د سان يا ښار د هوی قوم په کلي کې د کب ښوروا ډېر رستورانتونه ليدل کېږي او ګڼ شمير مشتريان او مينوال لري .

د يان لن نومي رستورانت له دغو رستورانتونو څخه يو دی او د ځايي وګړيو په منځ کې ښه شهرت لري. په دې رستورانت کې پخول شوې ښوروا د ډېرو سيلانيانو لخوا ستايل کېږی. پخلونکي يانګ جين يي خبريال ته وويل د دې ښوروا پخلي يوازی څه دپاسه لسو دقيقو ته اړتيا لری او د کب او کارامبورا ميوې نه پرته رومي بانجن هم پکې اچول کېږي . دغه ميوه په توده سيمو کې پېدا کېږي او په دوو ډولونو ويشل کېږي چې يو يې خوږه او بل يې تروه ده او تريوتيا يې د کب د خراب بوی د لېرې کولو رول لری. ځايي اوسېدونکي جانګ فه جين چې له ملګرو سره يو ځای په دې رستورانت کې دا ډول ښوروا و خوړله، خبريال ته يې وويل

کله نا کله له کورنيو يا ملګرو سره يو ځای دلته د کب ښوروا خورو، څرنګه چې ښوروا يې ډېره خوندوره ده. په کور کې موږ هم پخپله دا ډول ښوروا پخوو، خو خوند يې د دې په پرتله ښه نه وی. که ملګري له نورو ځايونو څخه راشي، هرومرو به دا ډول ښوروا وخورو . دوی ټول د کب دغه ډول ښوروا خوښوي.

اوس د کب ښوروا د سان يا د هوی قوم کلي يو ځانګړی خوراک بلل کېږي . که تاسې فرصت ولرئ چې د چين د سان يا ښار ته سفر وکړئ، کولای شئ چې د ټاپو ښکليو منظرو د سيل په عين وخت کې دغه خاصه خوندوره د کب ښوروا هم وخورئ.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای