CRI Online

د ولسي سياسي مشورتي کنفراس د ملي کمېټې د غړې فاطمې محمدي په اړه مالومات

cri     (GMT+08:00) 2013-03-19 17:18:59

 د روان کال په فبرورۍ کې د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې په چوچک ښار کې له ازبک قوم سره د پيژندنې تر عنوان لاندی د عکسونو يو نندارتون پرانستل شو او نژدې لس زره نندارچيان يې راجلب کړل . د قومي سندرې په ښکليو غږونو کې نندارچيانو د دری سوو او دېرشو عکسونو په کتلو سره د ازبک قوم د عنعنوي جامو، خوراکونو، د واده مراسمو او هنري شيانو ځانګړتياوې محسوس کړې دي.

د واده عادت په اړه د يو عکس وړاندې د ازبک قوم اته اويا کلن سپين سرې عتيم خپلې لمسۍ ته وويل هغې د دغه شان جامو په اغوستلو واده وکړ. د دې لمسۍ وويل

دا يو واقعيت دی چې په دغه نندارتون کې مې ډېر څه زده کړي، که څه هم زه هم ازبک يمه، خو ځينی عادتونه مې يوازې د ماشومتوب په وخت کې له خپلې نيا څخه واورېدل ، اوس د دغو عکسونو له لارې په رښتينی توګه احساسوم چې موږ ډېر ځانګړي قومي کلتور لرو.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړې فاطمه محمدي د دې نندارتون د جوړونې په اړه وړانديز کوونکې ده. هغې خبريال ته وويل

د دې نندارتون د جوړېدو موخه د ملي لږکيو د کلتوري تبادلې پياوړې کول دي تر څو زموږ قومي فرهنګ د لا ډېرو کسانو لخوا ښه وپيژندل او له منځه نه وړل شي.

ازبک قوم چې يوازې په چين کې شپاړس زره نفوس لري، د چين په پنځه پنځوسو ملي لږکيو کې يو ډېر کوچنی قوم دی. تېر کال په مارچ کې د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس په پنځمه غونډه کې فاطمې په شينجيانګ کې د کوچنيو قومونو د غيرمادي کلتوري ميراثونو د ساتلو په اړه يو وړانديز وکړ. هغې وويل

دغه وړانديز تر وړاندي کېدو وروسته، مرکزي حکومت د کوچنيو قومونو د ملاتړ په هکله يوه خاصه غونډه جوړه او پرېکړه يې وکړه چې د تاتار قوم د سابن اختر، د روسي قوم ټاپ نڅا او د ازبک قوم د شعر شکل د غيرمادي کلتوري ميراثونو په ليست کې شامل شی .پر دې سربيره د چوچک ښار هغه پلان چې د روسي قوم د ځانګړتياوو په اړه يو باغ جوړ شي، د حکومت لخوا ومنل شو دغه راز د هر کوچنی قوم لپاره اړوند نندارتون به هم جوړ شي او ځايونه يې هم ټاکل شوي دي.

فاطمه خبريال ته وويل له ازبک قوم سره د پيژندنې په نامه د عکسونو نندارتون ځای د حکومت لخوا په وړيا توګه برابر شوی، پر دې سربيره، د شينجيانګ قومي مطبعه به د دې نندارتون په هکله اړوند کتاب چاپ کړي او عکسونه به يې هم د ځايي تاريخ په موزيم کې وساتل شي.

٢٠١٣ کال فاطمه په پر له پسې توګه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د غړې په توګه انتخابه شوې. د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه د دې کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کمېټې د لومړې غونډې د پرانيستلو دری ورځې مخکې دې د خپل نوي وړانديز په وړلوسره بېجينګ ته ورسېده. يو بل غړی ما هو چنګ کله نا کله له فاطمې سره بحث کړی او په ګډه يې وړانديز کړی. ما هو چنګ وويل

فاطمه هر کال د غونډې په بهير کې د وړانديز کولو لپاره ډېر زيار او کوښښونه کوي. کله چې وړانديز يې چمتو کړی، حتمأ به له نورو ډېرو غړيو څخه د وړانديز کولو غوښتنه کوله . ويل کېږی چې فاطمې د شينجيانګ د قومي سيمې د پرمختګ او يووالي د هڅولو لپاره ډېر اغېزمن وړانديزونه کړي دي.

له پنځو کلونو راهيسې، فاطمې مجموعأ څه دباندې اويا وړانديزونه وړاندی کړي چې لس وړانديزونه يې د دولتي چارو په اړه د وړانديزونو په مجموعه کې شامل وو چې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس لخوا تاليف شوی او پکې يو يې د غوره وړانديز په توګه جايزه تر لاسه کړې وه.

وروسته تر هغه وخته چې د ازبک قوم د لومړنې ښځنيه وکيلې په توګه، فاطمه په ٢٠٠٨ کال کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د غړې په توګه انتخاب شوه ، يوه ورځ يوه قزاقي ښځه چې مړه يې په ترافيکي پېښه کې مړ شو، د فاطمې دفتر ته د مرسته اخيستلو لپاره ورغله او خپله هغه ستونزه يې ورکوله چې له خپل زوي سره د پور په شخړه کې ډوبه شوه او کور او شتمني يې هم تړل شوې، فاطمې ور سره د مرستې لاس اوږد کړ چې په پايله کې د پور په عريضه کې دغه ښځه بريالۍ شوه . فاطمې په دې هکله خبريال ته وويل

د دې قضيې په اړه د لومړې او دوهمې محاکمې لپاره په جلا جلا توګه څلور ځله محاکمې ترسره شوې، ور پسې دغه قضيه بيا له سره تر محاکمې لاندی راغلې ده ، نو ويل کېږی چې بهير يې ډېر ستونزمن وو، د خوشحالۍ وړ خبره خو دا ده چې په پای کې موږ بريالی شوو او د دې ښځې قانوني حقونه او ګټې وساتل شوې.

تر دې قضيې وروسته، فاطمه په دې ښه پوهېدلې چې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د يوې غړې په توګه، د دې په غاړه دنده نه يوازې له نورو سره مرسته کول دي ، بلکې بايد د ټولو بې وزلو ډلو د قانوني حقونو او ګټو د ساتلو لپاره کوښښ کول دي . په تېرو پنځو کلونو کې فاطمې د ښځو د قانوني حقونو او ګټو د ضمانت په اړه څه دباندې شل وړانديزونه کړي وو مثلا بايد د سختو ناروغيو د درملنې په برخه کې له ښځو سره هم مرستې برابرې شي، د هغو ميندو قانوني حقونه دې وساتل چې ماشوم يې يوازی ساتي، دغه راز د استخدام او ګمارنې په برخه کې دې د ملي لږکيو ښځو ته مرستې برابرې شي. د يو وړانديز د وړاندي کولو لپاره بې شمېره څېړنې او کارونه ترسره شوي دي. د فاطمې لور لينا وويل

زما مور کله نا کله د څېړنې لپاره ډېر ليری ځاي ته ځي، يو ځل يې حتی موري ولسوالۍ ته تللې چې له ارومچي څخه د ګړندي موټر په وسيله اوه يا اته ساعته لېرې پرته ده . هغې د سهار په شپږو بجو حرکت وکړ او تر شپې پورې بيرته راستنه شوه. د دې هر وړانديز تر څېړنې وروسته ليکل شوی دی.

په شينجيانګ کې د عدلي مرستې د پياوړتيا په اړه د فاطمې وړانديز د ملي لږکيو وکيلانو د وړيا روزنې په هکله د حکومت کارونه پرمخ بيولي دي . هغې په دې اړه وويل

زه د مسلمانو ښځو په منځ کې يوه معمولې وکيله يمه او دا زما له اټکل څخه وتلې خبره ده چې په سياسي چارو کې د برخه اخيستنې په عالي رتبه ډګر کې ګډون کولای شم، نو بايد تر وسې پورې خپله دنده تر سره کړم. مخکې مې د خپل مسلکي کار سره سم په حقوقي برخه کې ځينی وړانديزونه کړي، خو اوس په دې ښه پوهېږم چې بايد د ازبک قوم د وګړيو هيلې او غوښتنې حکومت ته څرګندې کړم، که نه، نو د ازبک قوم وګړيو اعتماد به خطا کړم.

د ٢٠١٣ کال د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې په لومړني غونډه کې د ملي لږکيو کلتور د ساتنې او پرمختګ د هڅولو په اړه د فاطمې وړانديز ډېرې د پاملرنې وړ و او هغې په عمومي غونډه کې د رسمي وينا په توګه د دولتي مشرانو، د ملي کمېټې د ټولو غړيو او ډېرو خبري رسنيو په وړاندی دغه وړانديز معرفی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای