CRI Online

د کاريز بيا ابادي

cri     (GMT+08:00) 2013-03-28 11:35:08

په کاريز کې اوبه پاکې دي ، د انګورو په باغ کې د سندريز غږونه اورېدل کيږي.......کاريز په شينجيانګ کې دوه زره کلن تاريخ لري.

تورفان يوه وچه سيمه ده او باران پکې کم اوري ، د زرو کلونو راهيسې د کاريز د اوبو په وسيله وچه سيمه سمسوره شوې ده . په تورفان کې کاريز پنځه زره څلور سوه کيلومتره اوږدوالی لري او د لوي ديوال او کانال سره يو ځای د چين په لرغونې زمانه کې درې مشهورې پروژې بلل کېږي او په نړۍ کې تر ځمکې لاندې د اوبو لګولو لومړی لوی سيسټم هم دی.د تورفان د يوه کلي بزګر ابليت ابلا يو پر پنځمه هکتاره پټيو ته د کاريز اوبه ورکول کېږي . هغه وويل:

کاريز زموږ حياتي سرچينه ده او زموږ د ژوند او کولتور يوه برخه هم ده . که په کاريز کې اوبه نه وي ، زموږ ژوند به هم برباد شي .

خو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې دغه حياتي سرچينه هم له وچوالي سره مخامخه ده . ځکه چې تر ځمکې لاندې د اوبو کارولو اندازې له امله تر ځمکې لاندی د اوبو سطحه ټيټه شوې ده، دغه راز د کاريز د اوږدې مودې نه ترميم له کبله زيات کاريزونه وچ شوي دي. په داسې حال کې د کاريز ساتنه بيړنۍ دنده ده . نوردين نياز د کاريز ساتلو د څيړنې لپاره زياته هڅه کړې ده . په ٢٠٠٦ کال کې هغه د خپلواکې سيمې د نهو ولسي استازيو سره يو ځای د خپلواکې سيمې ولسي کانګرس ته د کاريز ساتنې مقرراتو د طرحه کولو وړانديز وړاندې کړی و . ددې وړانديز د وړاندې کولو يادونې په وخت کې نوردين نياز وويل:

پخوا په تورفان کې دوولس سوه کاريزونه وو ، خو د کاريز ساتلو په هکله د نيمګړتياوو له امله يوازې درې سوه کاريزونه اوس پاتې شوي دي . په هغه وخت کې د کاريز ساتلو کوم مقررات نه دي جوړ شوي چې له امله يې موږ ياد وړانديز وړاندي کړی و څو چې د قانون په وسيله د کاريزونو ښه ساتنه وشی.

 ورپسې د خپلواکې سيمې ولسي کانګرس دغه وړانديز ومانه او په دوهم کال کې په دې هکله مقررات په رسمي توګه وټاکل شول او د اوبو سرچينو د کارولو په عين وخت کې بايد د کاريزونو ساتنه تر نظر لاندې ونيول شي. په ٢٠٠٩ کال کې د چين د تاريخي اثارو ادارې په تورفان کې د کاريزونو د ترميمولو او ساتلو لپاره شپاړس مليونه يوانه پيسې او د تورفان حکومت هم پنځه مليونه يوانه پيسې د مرستې په توګه بيلې کړې دي چې له امله يې ګڼ شمير بزګرانو ترې ګټه اخيستې ده . بزګر ابليت ابلا خبريال ته وويل:

په دې برخه کې له دولتي پانګونې مخکې زموږ ژوند ډېر غريب و او پخپله مو د کاريز پاکولو توان نه درلود. که څه هم هر کال مو کوښښ کړی ، خو نتيجه به يې ښه نه وه . د مقرراتو د پلي کېدو له برکته په کاريز کې اوبه په ښکاره توګه زياتې شوې دي.

د وروستيو کلونو راپدې خوا د بېلا بېلو څانګو د ګډو هڅو په رڼا کې د کاريزونو ساتلو په چارو کې لومړۍ لاسته راوړنې موندل شوي دي. د شمېرنې له مخې تر اوسه پورې پنځوس کاريزونه ترميم او کلک شوي چې په پايله کې اوبه يې له پنځوس سلنې څخه تر اوويا سلنې پورې زياتې شوې دي . خو د تأسف وړ خبره دا ده چې تر ځمکې لاندې د اوبو د له حده کارونې له امله په کاريزونو کې د اوبو بندېدو او کمېدو شونتيا وېره لا هم موجوده ده .

د شينجيانګ د اوبو لګولو ادارې مرستيال دونګ شين ګوانګ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې په تورفان کې د اوبو سپمولو تدبير يادونه وکړه او و يې ويل:

د اوبو سپمول په کرڼه کې د اوبو لګولو د نوې تکنالوژۍ د کارونې مانا لري . د بېلګې په توګه يو واحد پټي ته د اوبو ورکولو د پخوانۍ طريقې په کارولو سره هر کال يو زر مکعب متره اوبه په کار وې ، خو د اوبو د څڅېدو سيسټم په کارولو سره کارول شوې اوبه يې نيمه برخه سپمېدای شي او د اوبو کارولو لګښت د کمښت په عين وخت کې ښه حاصلات هم تر ګوتو کېدای شي .

باور دی چې د بېلا بېلو کچو ولسي کانګرسونو او حکومتونو په ملاتړ په کاريزونو کې اوبه د کلونو کلونو لپاره وبهيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای