په عکس کې دغه معبد ليدل کيږي چې د کمپيوټر لخوا جوړه شوې اصلي نقشه ده
د کرورينا ښار په تاريخ کې د وريښمو په لرغونۍ لاره کې يو محور او د ختيځ او لوېديځ تر منځ د سوداګرۍ يو مهم مرکز و.دوه زره کاله مخکې د چين د لويديځ هان د امپراطورۍ په دوره کې د چين د مشهور تاريخ پوه سماچيان لخوا په ليکل شوي کتاب کې دا کښل شوي چې کرورينا،جګ جګ ښاري ديوالونه لري او د مالګين ډنډ پر غاړه کې واقع دی.دا د چين په تاريخي سند کې ددغه ښار لومړۍ يادونه بلل کېږي.په هغه وخت کې په دغه ښار کې څوارلس زره تنه اوسېدل ، ګڼ شمير سوداګرانو سوداګري کوله او په بازارونو کې شورماشور اورېدل کېده ، پرته له دې نه په ښار کې لارې کوڅې ډېرې وې ، معبدونه او برجونه پراته وو .په هغه وخت کې د هون قوم غښتلی شو او دغه ښار په يوه موده کې ددوي لخوا ونيول شو او حتی د هان امپراطورۍ حکومت استازي يې هم وواژه او سوداګران يې لوټ کړل. له دې امله د لويديځ هان حکومت او هون قوم تر منځ څو څو ځله جګړې پيښې شوې او هرې جګړې د زياتو کلونو لپاره دوام درلود.تر دې چې واک يې ته د چانګ ګوې نومي پاچا ورسيد،په کرورينا کې سوله رامنځته شوه. ورپسې د کرورينا نوم په پيچان بدل شو.په هغه وخت کې د هان حکومت په پيچان کې پوځي اداره جوړه کړه او د کرنيزو چارو د پرمختيا لپاره يې.ويالې وکېندلې چې په پايله کې پيچان په يو سمسور ځاي بدل ش و.
د کرورينا اوسني منظرې
د عيسوي څلور سوم کال وروسته د چين په مرکزي سيمه کې د شهزاده ګانو ترمنځ پر له پسې جګړې وشوې چې په نتيجه کې د کرورينا په مقابل کې د مرکزي حکومت د اداره له لاسه ورکړه شوه او يو زر کاله وړاندي د تانګ په سلسله کې د چين مرکزي سيمه اباده شوه او کرورينا يې بيا ونيوله ، خو تر اوسه دا يوه نه حلېدونکې معما ده چې کرورينا کله درک شو .
د ١٩٠٠ کال د مارچ په مياشت کې سويډي کاشف سونهيدين شينجيانګ ته د سويډي کشاف سونهيدين د اکتشافي سفر په ترڅ دده ويغوري لارښوونکي ايکدي په صحرا کې له پړېړو پړېړو شګو څخه د يوې تاريخي کلا کنډوالې ولټولې او دغه خبر يي سونهيدين ته ورکړ ، په دوهم کال کې سونهيدين دغه ځاي ته ورسيد او ډېر زيات تاريخي اثار يي تر لاسه کړل.د دغو اثارو د څيړنې له نتيجې نه دا څرګنده شوه چې دغه ځاي د کرورينا تاريخي ښار و.له دې وروسته،د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو مشهور کاشفان په وار سره دلته ولاړل او مهم اثار يې غلا کړل.اوس دغه اثار د چين،بريتانيا او روسيې په شمول د نړۍ په لويو موزيمونو کې ساتل شوي دي.
د کرورينا ښار ثقافتی ابدات
د کرورينا ښار د شګو له ډيريو نه بيا پيدا شو.خو غټه معما دا ده چې ولی دومره سمسور ښار ناڅاپه ورک او په کنډوالو بدل شو؟ د کرورينا ښار د لوپ لور ډنډ تر څنګ واقع و.په اتلس سوه اته اويايم کال کې، روسي کاشف پرژوارسکي د لوپ لور ډنډ څيړنې وکړې او دا يې اشاره وکړه چې د چين په نقشه کې د دغه ډنډ ځای ناسم دی.په نقشه کې دغه ډنډ د کروکتاګ غره په جنوبي لمن کې دی،خو د پرژوارسکي د څيړنې سره سم،لوپ لور د اړکين غره په لمن کې واقع دی.په هغه وخت کې،لوپ لور يو لوي ډنډ و او ګڼ شمير وحشي مرغان په کې ميشته وو .پرژوارسکي څو څو ځله په ډنډکې لمبو وواهه.خو اوس د اړکين عره په لمن کې بيخي د شګو ډيرۍ پرتې دي.له دې نه څرګندېږي چې لوپ لور يو منتقال ډنډ دی او تل له يو ځای نه بل ځای ته د انتقال په بهير کې دی.په اوږدو مودو کې د اوبو د توئيدو له امله د ډنډ په بستر کې ډېرې خټې او شګې پاتی شوې او په پای کې سيندونه يې بند او وچ شول. د اوبو د نشتوالي له امله د کرورينا اوسېدونکو مجبورا خپل ښار پرېښود .د چيني لرغون پېژندونکو په ١٩٧٩ او ١٩٨٠ کال کې څو ځلې مفصلې څيړنې وکړې او د موندنې له مخې د کرورينا پراخوالی يو لک او اته زره مربع متره دی او ښاري ديوال يې نژدې څلور متره جګوالی او اته متره پلنوالی لری . د ښار په مرکز کې يوازنی ودانی خاورينه ده او ښايي چې د کرورينا د حاکم هستوګنځی وي .
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |