CRI Online

د داخلي مغولستان په خوحه هاوټ ښار کې د مسلمانانو زړکتون (٢)

cri     (GMT+08:00) 2013-04-24 19:34:31

د داخلي مغولستان خپلواکې سيمې د مرکز خوحه هاوټ ښار د هوی قوم وګړيو په اوسيدونکې ناحيه کې د مسلمانانو يو زړکتون شته چې د ناحيې حکومت لخوا جوړ شوی او د داخلی مغلولستان په سيمه کې يوازنی زړکتون بلل کېږی چې خاص د زړو مسلمانانو خدمت لپاره جوړ شوی خيريه زړکتون دی.

د ٢٠٠٨ کال د اګست په اوولسمه نېټه زړکتون ته يو ښه زيری او خوشالي راغله چې سپين ږيري وانګ قوان له سپين سرې ګاو شون جه سره واده وکړ چې رويبار يې ښاغلي ما و. ښاغلي ما په دې اړه خبريال ته وويل

د زړو کسانو لپاره يوازيتوب ډيره ستونزمن حالت دی . زموږ زړکتون د حکومت لخوا جوړ شوی او د واده ازادی د قانون تر حمايت لاندې ده. څرنګه چې زاړه کسان د خپل عمر په وروستۍ موده کې زړکتون خپل کور بولي. دوي له يوازيتوب څخه ايستل زما دنده ده

سپين ږيري وانګ قوان د واده مراسمو د يادولو په وخت کې لا هم ډېر ذوق و او وينا يې د ښاغلي ما جيان جونګ له مرستو څخه مننه ډک وه. ده وويل

رويبار هم نه وه .خدمتګارې له ما پوښتنه وکړه چې له ګاو سره دې مينه پيدا کړه ؟ ما د هو ځواب ورکړ. ورپسې دغه خبر مو ښاغلي ما ته ورکړ . د واده ټول مراسم د ښاغلي ما تر رياست لاندې ترسره شول .

له واده وروسته دغه نيکمرغه جوړه يو د بل پر ملاتړ ښه ژوند تيروي . انا ګاو شون جي زړکتون ته د تازه راتګ په وخت کې ډېره ضعيفه وه او حتی خپل ژوند يې هم نشوای تېرولی . خو تر واده وروسته د نيکه وانګ د جدي پاملرنې له کبله ګام په ګام روغه شوې. سپين ږيری وانګ قوان خبريال ته وويل

مخکې د دې بدن ډېر کمزوری و، نو اولادونو يې هغه دلته رابوتله. په هغه وخت کې هغه پخپله ځان نه شوای ساتلی او د پخولو په شمول کارونه يې نه شي تر سره کړی. خو اوس هغه د نورو ماشوم د ساتلو توان لري. نو دا يو واقعيت دی چې زما د مېرمنې بدن بيا روغ شوې دی.

ښاغلي ما جيان جونګ د دې زړکتون د مشر د ټاکل کېدو له لس کلونو راهيسې ډېر زيارونه او کوښښونه کړی او کوي يې. نو پنځه پنځوس کلن ما جيان جونګ په دغو کلونو کې زړو شوی، ويښتان يې سپين شوي او غاښونه يې ټول لوېدلي دي. خو هغه پر دې هېڅکله پښمانه نه دی. د ده په مشرۍ، دغه زړکتون د مسلسلو دريو کلونو لپاره د داخلي مغولستان په خپلواکه سيمه کې د غوره زړکتون په نامه ونومول شو. د ٢٠١٢ کال په پای کې ښاغلي ما جيان جونګ په ټول هېواد کې د زړو کسانو د درناوي په هکله نمونوي شخص او د ده په مشرۍ زړکتون د غوره ډلې په نامه ونومول شو . خو ښاغلي ما جيان جونګ د دغو فخرونو په هکله خبريال ته داسی وويل

ويل کېږی چې که څوک د خدمت کولو روحيه او يا له خپل کار سره مينه و نه لري، په دې زړکتون کې حتی يوه ورځ هم پاتې نه شي کېدای. له دې نه پرته، د زړو کسانو پالنه د قومي چارو ارادې ته هم اړتيا لري. د يو مسلمان په توګه، بايد عقيده ولري او دغه عقيده هم بايد له تګلارې سره سمون وخوري يعنی غوره اخلاق او د زړو کسانو اطاعت دی. فکر کوم چې ټولنې ته خدمت کول د انسانانو په توګه زموږ موخه ده.

باور لرو چې د ما جيان جونګ په شان مشر تر لارښوونې لاندې به د خوحه هاوټ ښار په دغه زړکتون کې زاړه کسان په نيکمرغه او خوشحالۍ توګه ژوند وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای