CRI Online

د يون نان ولايت د هوی قوم ګلدوزې ښځې

cri     (GMT+08:00) 2013-05-15 16:57:30

د ٢٠١٣ د سيلانيزو شيانو د ډيزاين په سيالی کې چې څو ورځې مخکې د چين د جنوب لوېديځ يون نان ولايت په دا لي ښار کې جوړه شوه، د دا لي ښار د وې شان هوی قوم خپلواکې ولسوالۍ د يونګ جيان علاقه دارۍ په اړه د ګلدوزې جو مين چيان د ګلدوزي يوې پارچې لومړې جايزه تر لاسه کړه، د ماشوم جامې په نامه د دې يوې بلې پارچې درېيمه جايزه وګاټه.

مېرمن جو مين چيان د يونګ جيان علاقه دارۍ د ګلدوزي ټولنې مرستياله ده، د دې کور د دغې ټولنې مقر هم دی. په دغه شل مربع متره خونه کې د ګلدوزي پارچې د پلورلو المارۍ پرتې دي چې ددې لخوا خامک شوي جامې ، د بړستن او بالښت پوښونه پکې ايښودل شوي دي . مېرمن جو مين چيان خبريالې ته د خپلو ګنډل شوي شيانو د ښودلو په عين وخت کې وويل ټول شکلونه يې پخپله ډيزاين شوي دي. دې وويل

مخکې مې د انځورولو مهارت نه دی لوستلی او يوازی ور سره مې ډېره علاقه درلوده او په بارغ وخت کې مې کله نا کله انځور کړی دی. داسې انځورونه ټول ما پخپله ډيزاين کړی لومړی پر ټوکر انځوروي او بيا د انځور له مخې خامک کوي لکه د تلتک دغه پوښ، د واده لپاره اړين دي ، نو د پلورنې اندازه يې ډېره ده، زما کلنی عايدات شاوخوا شل زره يوانه دي.

د وې شان ولسوالۍ په يون نان ولايت کې د هوی قوم وګړيو يو عمده ميشت ځای دی، د هوی قوم وګړيو د توليد او ژوند په بهير کې ځانګړی کولتور جوړ کړ. دلته ښځې ډېر زحمتکښې دي. د ګلدوزي اثار يې ښه بازار لری. د اسلامي کلتور او هنر تر اغېزې لاندې، د ګلدوزي پارچو ډيزاين ښکلی او ډولونه يې ډېری دی . دوی په عمده توګه په سپينو ټوکرو غره، سيندونه، ونې، ګلونه او مرغان انځوروي. د ګلدوزي اثار مثلا دسمال، جامې، د بالښت پوښ او داسې شيان نه يوازې د ژوند اړتياوړ دي بلکې تر يوې اندازې پورې د ټولولو او ساتلو ارزښت هم لري.

د هوی قوم وګړيو په ميشت ځايونو کې ښځې د کرنې په فارغ وخت کې سره راغونډېږی او په ګلدوزي بوخت دي او يو د بل زده کړه کوي او مسابقه هم کوي. د يونګ جيان علاقه دارۍ د دونګ ليان هوا کليواله ما يان تجربه کاره ګلدوزه ده.

کله چې خبريالې مېرمن ما يان وليدله، هغې له څو تنو نجونو سره يو ځای په ګل دوزي بوخته وه. هغې خبريالې ته وويل

پخوا نارينه وو په بهر کې کار کاوه او ښځې ټولې په کورنيو چارو بوختې وې. نو ويل کېږی چې ښځې د ژوند نيمه برخه دنده پرغاړه اخلي . مخکې د هوی قوم ښځو په خپل کور کې ګل دوزي کوله، هره نجلۍ بايد پخپله د واده لپاره د ګل دوزي شيان تياري نيولی وی. مثلا د واده په ورځ ناوې بايد د زوم په کورنۍ کې هر خيښ ته يو د لاس دسمال د ډالۍ په توګه ور کړي وی چې ګلان يې ورباندي ګنډلي وو. دا يو لرغونی دود دی.زموږ يو متل دی چې وايې، نجلۍ چې لس کلنۍ ته رسيږي ، لس جوړه ګل دوزي شوي بوټان لري. زموږ د قوم نجونې د منځنی ښوونځي د لومړې دورې تر بشپړولو وروسته د ګل دوزي لارو چارو په زده کولو پيلوی، نو هره نجلۍ د ګلدوزي په لارو چارو تجربه کاره ده . دوي په فارغ وخت کې سره راغونډېږي، د غږېدو په عين وخت کې ګلونه ګنډي .

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای