CRI Online

د يون نان ولايت د هوی ګلدوزې ښځې (٢)

cri     (GMT+08:00) 2013-05-29 17:11:37

د وې شان د هوی قوم ګلدوزۍ د يادونې په وخت کې حتمأ بايد د يونګ شنګ کلی يادوو ځکه چې دغه کلی ګلدوزي اوږد تاريخ لري او ګنډل شوي انځورونه يې هم ښکلي دي . په وروستيو کلونو کې يونګ شنګ کلي کې د کورنۍ په يونټ کوچني ورکشاپونه راغونډ شوي او اضافي کارکوونکي راجلب شوي څو چې د ګلدوزي پارچو د پلورلو بازارونه ولټول شی. ٢٠٠٦ کال په دغه کلي کې د ګلدوزي ټولنه جوړه شوې او د هوی شيو سوداګريزه نښه يې ثبته کړې ده. د دې کلي د ګوندي کمېټې مشر جو شيان لي وويل د هوی قوم ښځې د ژوند عادت او مذهبي عقيدې له امله عمومأ بهر ته نه ځي. دوی هم د زړو کسانو د پالنې او هم د اولادونو د ساتنې دندې پر غاړه لري، نو دا مسئله تل زموږ تر نظر لاندی ونيول شی چې څنګه د دوی عايدات زيات شی . اوس د ګلدوزي ټولنه تقريبا دوه سوه پنځوس تنه غړي لري او زياتره خامک شوي توکي يې د ماشين په وسيله جوړېږي. خو موږ هم لاسي ګلدوزي ته ډېره پاملرنه کوو، څرنګه چې دا زموږ د هوی قوم يوه کولتوي نښه ده.

د مالوماتو له مخې، اوس د هوی شيو سوداګريزې نښې په اړه د ګلدوزي ډولونه پنځوسو ته رسېدلي او په عمده توګه د يون نان ولايت نورو ځايونو، ګان سو او نينګ شيا ولايتونو ته خرڅېږي. کلنی توليدي ارزښت يې دوو مليونو او پنځه لکو يوانو ته رسېدلی چې له امله يې د کليوالو عايدات په ښکاره توګه زيات شوي دي.

(اواز)د يونګ شنګ کليواله ما شو يون د ګلدوزي پارچو له پلورلو څخه زياتې پيسې اخيستې دي . هغې په لاسي ګلدوزي پيل وکړ او ور پسې يې په کريديت د ګلدوزي څلور ماشينونه واخيستل او توليدي پيمانه يې لويه کړه. هغې خبريالې ته وويل

لومړی مې په لاسي ګلدوزي پيل وکړ ، خو سرعت يې ورو و، اوس په ماشين ګنډم ، نو سرعت يې ډېر ګړندي شوی او توليدي اندازه يې هم زياته شوې، البته عايدات مې هم لوړ شوي چې هر کال تقريبا دېرش يا څلويښت زره يوانه ګټه اخيستی شم.

د ګلدوزي چارو د هڅولو لپاره، د يونګ شنګ کلي کمېټه د تکنالوژۍ روزنې او د ټيټې ګټې لرونکي پور د برابرولو په شمول تدبيرونه نيسي. د دې کلي د ګوندي کمېټې مشر جو شيان لي وويل

لومړی د تکنالوژۍ روزنه، دوهم د ماليې ملاتړ چې دوی ته د ټيټې ګټې لرونکي پور وړاندې کوو. درېيم، د يو بل ملاتړ او مرسته هڅوو، لومړی شتمن شوي کليوال د نورو هڅونه کوي. څلورم، موږ د ګلدوزي ټولنه جوړه کړه چې د بازاري اړتياوو څېړنه کوو او بازاري مالومات شريکوو او د توليداتو د برابرولو او خرڅولو سيسټم جوړوو.

د وې شان ولسوالۍ د يونګ جيان علاقه دارۍ د ګلدوزي ټولنې مرستياله جو مين چيان چې د ګلدوزي د ځايي چارو يوه لارښوونکې ده ، خبريالې ته وويل د ماشين په وسيله د توليدي اندازې په زياتېدو سره د کارکوونکيو عايداتو د ډېرېدو په عين وخت ، دوی هم د لاسي ګلدوزي تکنالوژۍ د خپرېدا لپاره کوښښ کوي. مثلا دغه ټولنه کله نا کله د انځورونو د ډيزاين لپاره ښځې ترتيبوي چې دوی په ګډه د لاسي ګلدوزي مهارت لوړ کړي. څرنګه چې لاسي ګلدوزي د وې شان د هوی قوم د کلتور استازيتوب او د هوی قوم ښځو وياړ هم دی. نو هيله يې وکړه چې د ګلدوزي ټولنې په مرسته دغه تکنالوژی د خپلې قومي او سيمه ييزې ځانګړتيا په ساتلو سره نسل په نسل ښه ور زده کړی شي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای