CRI Online

سور سيند د هوی قوم وګړيو هيلې د پوره کېدو ځای دی (٢)

cri     (GMT+08:00) 2013-06-12 17:24:00

په تېره کړۍ کې مو دا ياد کړی چې د جوماتونو په ټولګيو کې د زده کوونکيو د کلتوري کيفيت د لوړولو لپاره، جوماتونو له مسلکي ښوونځي سره يو ځای ګډ ټولګی جوړ کړی او په ٢٠٠٩ کال کې يې پنځه ازمويښتي مرکزونه جوړ کړي دي چې د دا وې ګنګ جومات هم پکې يو مرکز دی چې پکې د بيطاری، د کليوال اقتصاد د عمومي ادارې او کمپيوتري تکنالوژۍ په شمول څو مسلکي درسونه پرانستل شويدي. د وې شان د هوی قوم د خپلواکې ولسوالۍ د مسلکي ښوونځي د ښوونکي لي چانګ چيان په وينا جومات له مسلکي ښوونځی سره په ګډه د ټولګيو جوړولو له لارې وړ مذهبي کارکوونکي روزلي شی او په عين وخت کې د زده کوونکيو مسلکي توان لوړ او د کار او استخدام لارې يې هم پراخې شی. هغه خبريال ته وويل

د عربي ژبې ښوونځي څو سوه کلن تاريخ لري، خو د فارغ شويو زده کوونکيو د کار او استخدام ستونزه يې په ښه توګه نه ده حل شوې. ډير لږ فارغ شوي زده کوونکي په مذهبي ښوونه لګيا دي او زياتره يې له ښوونځی څخه تر فارغېدو وروسته لا هم په ټولنه کې د کار پيدا کولو لپاره کوښښ کوي. نو موږ غواړو د مذهبي کارکوونکو د روزلو په عين وخت کې دغو زده کوونکيو ته د کار لا نور زيات فرصتونه برابر کړو.

له ٢٠٠٩ کال راهيسې، دغه ډول ګډه ښوونه په ټولنه کې وستايل او په لومړی کال کې دری سوه اتيا تنه زده کوونکي ومنل شول. په ٢٠١٠ کال کې دغه شمېر نهو سوو دری ته ورسېد. د عربي ژبې ډېرو ښوونکو هم مسلکي روزنه ومنله چې له امله يي خپل عمومي کلتوري کيفيت هم لوړ شوی دی . ښاغلي لي وويل د زده کوونکيو دندې د کمولو لپاره، حکومت دوی ته مرستندويه پيسې ور کړې او د دوی يوه برخه ښوونيز لګښت يې هم لغوه کړی دی. ده وويل

هر زده کوونکی هر کال يو زر پنځه سوه يوانه مرستندويه پيسې تر لاسه کوي چې د ماليې وزارت لخوا په مستقيمه او ځانګړي توګه زموږ د مسلکي ښوونځيو لپاره بېلېږي . برسيره پر دې د کرهڼې په څانګه کې د زده کوونکو ښوونه وړيا ده.

ښاغلي لي چانګ چيان وويل د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې اوس د يونګ جيان علاقه دارۍ د هوی قوم کليو او اسلامي هيوادونو تر منځ اقتصادي او سوداګريزې تبادلې او تګ را تګ هم د زياتېدو په حال کې دي. د عربي ژبې غښتلي زده کوونکي کولی شی چې د عربي ژبې د کچې د لوړولو لپاره د سعودي عربستان په شمول عربي هېوادونو کې د زده کړې غوښتنه وړاندې کړي او په راتلونکی کې د چين او عربي هېوادونو تر منځ د اقتصادي تګ راتګ لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي. اتلس کلن لي يا جيې د دوو کلونو لپاره د دا وې ګنګ جومات په ټولګی کې د کليوال اقتصاد د عمومي ادارې تخصص لوستلی ، هغه وويل مسلکي ښوونې د ده د ژوند لارې پراخې کړې دي. هغه پر خپلې راتلونکی پوره باور لري او خبريال ته وايي

د کليوال اقتصاد د ادارې تخصص مې لوستلی او په راتلونکی کې به د کار د پېدا کولو يوه بله لار ولرم. غواړم د عربي ژبې د زده کړې لپاره عربي هېواد ته ولاړ شم او ور پسې د ژباړلو دنده په غاړه واخلم.

هره ورځ د پنځو ځلو لپاره د لمونځ کولو اواز د يونګ جيان له دوه ويشتو جوماتونو څخه لېرې ځايونو ته خپريږي او دغه دوه ويشت جوماتونه د يونګ جيان علاقه دارۍ د حال او ماضي شاهدان دي او د دې علاقه دارۍ راتلونکی يې هم ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای