CRI Online

د نيو ګان با په نامه د يون نان ولايت د وې شان ولسوالۍ يو ځانګړی خوراک

cri     (GMT+08:00) 2013-06-26 17:28:47

د يون نان ولايت د وې شان ولسوالۍ چې د چين په جنوب لويديځ کې پرته ده ، په لرغونی زمانه کې د سوداګرۍ په لاره کې يو مهم ځای و او د زياتو سوداګرانو په تېرېدو سره دلته ډېر ځانګړي خوراکونه رامنځته شول. برسيره پر دې، په وې شان ولسوالۍ کې د يي، هوی، هان ، بای او مياو قومونو وګړي اوسيږي، نو دغه ځاي هم د ډول ډول خوراکونو د راټولولو ځای بلل کېږی.

نيو ګان با د يون نان، ګوی جو او سه چوان په سيمو کې ډير پېدا کېږي او په تيره بيا د يون نان ولايت د وې شان په ولسوالۍ کې مشهور دی. دا خوراک په وې شان ولسوالۍ کې د هوی قوم وګړيو له تاريخ سره نژدې اړيکې لري. د وې شان ولسوالۍ د حلالو غوښو د چمتو کولو يوې فابريکې مسئولې ما لي څون خبريال ته وويل

موږ د هوی قوم مسلمانان عمومأ د غويي غوښې خوري، پخوا په لار کې د تازه غوښې ساتل اسان نه وو، نو سوداګرانو وچې شوي غوښې له ځانه وړلې .دغه ډول وچې شوی غوښې د نيو ګان با په نوم ونومولې شوې. ويل کېږی چې دغه ډول عنعنوي خوراک زموږ د نيکه ګانو د هوښيارۍ نتيجه ده.

د مېرمن ما لي څون په وينا، مخکې نيو ګان با د سوداګرانو لپاره يو ځانګړی خوراک و، خو اوس د عامه وګړيو لخوا منل شوي دي. د وې شان ولسوالۍ په هر بازار کې د نيو ګان با پلورنځي ليدل کېږی. يو ځايي اوسېدونکې خبريال ته وويل نيو ګان با د ځايي اوسيدونکيو ډېر خوښ دی او د مېلمستيا او يا د اختر په ورځو کې نيو ګان با يو لازم خوراک دی. هغې وويل

دلته نيو ګان با ډېر ليدل کېږی، خو موږ عمومأ د هوی قوم مسلمانانو لخوا په خلاصه شويو مغازو کې نيو ګان با اخلو، څرنګه چې هلته پلورل شوي نيو ګان با د دوی لخوا پخپله چمتو شوي او خوند يې هم ډېر ښه دی.

ميرمن ما لي څون خبريال ته وويل د هوی قوم مسلمانان د نيو ګان با د چمتو کولو لپاره ښې غوښې غوره کوي او لارې چارې يې هم ډېرې جدي دي . دې وويل

موږ ځايي ژېړ غوايان استعمالوو چې په طبيعی توګه روزنه کېږی او واښه او غلې دانې خوري، نو د غوښې خوند يې ډېر ښه دی. موږ يوازی د غويي لينګی غوره کوو ، په بله ژبه موږ فقط له يو لوي غويي څخه سل کيلو ګرامه غوښې کاروو.

د مېرمن ما لي څون په وينا، غوښې بايد لومړی د شلو ورځو لپاره مالګينې شي او تر ټولو مهم کار دا دی چې مالګينې شوې غوښې بايد لمر ته واچول شی څو چې وچې شی. غوره نيو ګن با ځکه يوازی په يون نان ولايت کې چمتو کېږي ، علت يې دا دی چې دغه ولايت په لوړه کې پروت دی او اب و هوا يې ځانګړې ده . مرمن ما لي څون وويل

د نيو ګان با د تيارولو لپاره يو مهم ګام لمر ته د غوښې اچول دي . نو نيو ګان با يوازې د يون نان په لوړه کې توليدېږي. دلته د ژمۍ په شپه کې هوا ډېره ټيټه ده او د غوښې په سطح د کنګل غوندي سپين شی رامنځته کېږي، په ورځ کې د تودوخې درجه شلو ته رسيږي چې په غوښه کې د اوبو تبخير لپاره ګټوره ده. په نورو سيمو کې چې هوا يې ډېره ګرمي او يا ډېره لنده ده، نيو ګان با نه شي چمتو کېږی.

نيو ګان با نه يوازې د ځايي اوسېدونکو لازم خوراک دی، بلکې د سيلانيانو خوښ هم دی. سيلانې جانګ شو يو چې له ګوانګ جو ښار څخه راغلې، نيو ګان با ډيره خوښوي او غواړي ځينی نيو ګان با د سوغات په توګه ملګرو ته ور کړي. دې خبريال ته وويل

دغه وچه غوښه ډېره خوندر ده، زما د سيلانۍ په لار کې تل دغه خوراک خورم. زما په اند دغه ځای ډېر ښايسته دی او غواړم بيا دلته راشم.

په وروستيو کلونو کې د يون نان ولايت ډېرو مسلمانانو نورو هېوادونو ته د سفر په وخت کې نيو ګان با له ځانه وړل چې له امله يې د ډېرو هېوادونو وګړو هم دغه مزه دار خوراک پېژندلی دی. يو شمېر عربي هېوادونو له يو نان ولايت څخه د نيو ګان با د اخيستلو نيت څرګند کړی. مېرمن ما لي څون غواړي د دې فرصت په کارولو سره د خپلې فابريکې پراخې کړي او خپل توليدات نورو هېوادونو ته وپلوري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای